ශුද්ධවූ අල් කුර්ආන් අර්ථ කථනය - පැෂ්ටෝ පරිවර්තනය - ශුද්ධ වූ අල්කුර්ආන් අර්ථ විවරණයේ සංෂිප්ත අනුවාදය

පිටු අංක:close

external-link copy
184 : 26

وَاتَّقُوا الَّذِیْ خَلَقَكُمْ وَالْجِبِلَّةَ الْاَوَّلِیْنَ ۟ؕ

او له هغه ذاته په دې وېره ځانونه وساتئ چې عذاب درباندې را نازل نه کړي، کوم ذات چې تاسو يې پيداکړي ياست، او پخواني امتونه يې پيداکړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
185 : 26

قَالُوْۤا اِنَّمَاۤ اَنْتَ مِنَ الْمُسَحَّرِیْنَ ۟ۙ

د شعيب قوم، شعيب ته وويل: پرته له شکه ته له هغو کسانو څخه يې چې څو څو ځلې کوډې پرې شوې دي، تر دې چې کوډې دې پر عقل غالبې شوې دي او له منځه يې وړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
186 : 26

وَمَاۤ اَنْتَ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا وَاِنْ نَّظُنُّكَ لَمِنَ الْكٰذِبِیْنَ ۟ۚ

او ته يوازې زموږ غوندې يو انسان يې او تا لره پر موږ کوم زيادت نشته؛ نو بيا ته څنګه رسول يې؟ او موږ ستا په اړه يوازې دا ګومان کوو چې ته له درواغجنو يې په دغه دعوی کې چې ته رسول يې. info
التفاسير:

external-link copy
187 : 26

فَاَسْقِطْ عَلَیْنَا كِسَفًا مِّنَ السَّمَآءِ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟ؕ

او که ته په هغه دعوی کې رېښتينی وې چې کوې يې؛ نو له آسمانه يوه ټوټه پر موږ راوغورځوه. info
التفاسير:

external-link copy
188 : 26

قَالَ رَبِّیْۤ اَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟

شعيب هغوی ته وويل: زما پالونکی پر هغه شرک او ګناهونو ډېر پوه دی چې تاسو يې کوئ، له هغه څخه ستاسو له کړنو څه پټ نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
189 : 26

فَكَذَّبُوْهُ فَاَخَذَهُمْ عَذَابُ یَوْمِ الظُّلَّةِ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟

د هغه درواغجن ګڼلو ته يې دوام ورکړ؛ نو لوی عذاب ورته ورسېدی، داسې چې له سختې ګرمې ورځې وروسته ورېځ پرې راغله، پر هغوی يې اور را و اورولو، چې ويې سوځول، بېشکه د هغوی د تباهۍ ورځ د لويې وېرې ورځ وه. info
التفاسير:

external-link copy
190 : 26

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

بېشکه د شعيب د قوم په ياده شوې تباهۍ کې د پند اخېستونکو لپاره يو پند دی، خو د هغوی ډېری ايمان راوړونکي نه وو. info
التفاسير:

external-link copy
191 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

او پرته له شکه ای رسوله! ستا پالونکی برلاسی دی چې له خپلو دښمنانو يې غچ اخلي، پر هغه چا مهربانه دی چې له بندګانو يې څوک توبه وباسي. info
التفاسير:

external-link copy
192 : 26

وَاِنَّهٗ لَتَنْزِیْلُ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ

او بېشکه دغه قرآن پر محمد صلی الله عليه وسلم د مخلوقاتو د پالونکي لخوا نازل کړل شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
193 : 26

نَزَلَ بِهِ الرُّوْحُ الْاَمِیْنُ ۟ۙ

د جبرئیل امين عليه السلام په واسطه نازل شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
194 : 26

عَلٰی قَلْبِكَ لِتَكُوْنَ مِنَ الْمُنْذِرِیْنَ ۟ۙ

ای رسوله! ستا پر زړه نازل شوی، تر څو له هغو رسولانو شې چې خلک وېروي او د الله له عذابه يې ډاروي. info
التفاسير:

external-link copy
195 : 26

بِلِسَانٍ عَرَبِیٍّ مُّبِیْنٍ ۟ؕ

په څرګنده عربي ژبه يې نازل کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
196 : 26

وَاِنَّهٗ لَفِیْ زُبُرِ الْاَوَّلِیْنَ ۟

او دغه ياد شوی قرآن د پخوانيو په کتابونو کې هم شته، چې پخوانيو آسماني کتابونو د هغه په اړه زيري ورکړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
197 : 26

اَوَلَمْ یَكُنْ لَّهُمْ اٰیَةً اَنْ یَّعْلَمَهٗ عُلَمٰٓؤُا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ

آيا د دغو درواغ ګڼونکو لپاره ستا پر رېښتينولۍ دا يوه نښانه نده چې د هغه څه پر حقيقت د عبدالله بن سلام غوندې د بني اسرائيلو علماء هم پوهيږي کوم څه چې پر تا نازل شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
198 : 26

وَلَوْ نَزَّلْنٰهُ عَلٰی بَعْضِ الْاَعْجَمِیْنَ ۟ۙ

او که دغه قرآن مو پر ځينو هغو اعجميانو نازل کړی وای چې په عربي خبرې نه شي کولای. info
التفاسير:

external-link copy
199 : 26

فَقَرَاَهٗ عَلَیْهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ مُؤْمِنِیْنَ ۟ؕ

او هغه پر دوی لوستی وای، بيا به هم هغوی ايمان راوړونکي نه وو، ځکه ويل به يې: موږ نه پرې پوهېږو؛ نو په کار ده چې د الله شکر وباسي چې په خپله ژبه يې نازل شوی. info
التفاسير:

external-link copy
200 : 26

كَذٰلِكَ سَلَكْنٰهُ فِیْ قُلُوْبِ الْمُجْرِمِیْنَ ۟ؕ

همدارنګه مو درواغ ګڼل او کفر د ګناهکارانو په زړونو کې ور ننه اېستلي دي. info
التفاسير:

external-link copy
201 : 26

لَا یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ حَتّٰی یَرَوُا الْعَذَابَ الْاَلِیْمَ ۟ۙ

له هغه کفره نه اوړي چې پرې دي او نه ايمان راوړي ترڅو دردوونکی عذاب ونه ويني. info
التفاسير:

external-link copy
202 : 26

فَیَاْتِیَهُمْ بَغْتَةً وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟ۙ

نو دغه عذاب ناڅاپه ورته راشي، په داسې حال کې چې په راتګ يې نه پوهيږي تردې چې ناببره يې را ګير کړي. info
التفاسير:

external-link copy
203 : 26

فَیَقُوْلُوْا هَلْ نَحْنُ مُنْظَرُوْنَ ۟ؕ

نو له سخت افسوسه به وايي کله چې ناببره عذاب پرې را نازل شي: آيا موږ ته به مهلت را کول کيږي چې الله ته توبه وباسو؟! info
التفاسير:

external-link copy
204 : 26

اَفَبِعَذَابِنَا یَسْتَعْجِلُوْنَ ۟

آيا دغه کافران زموږ لخوا په عذاب راتلو بيړه کوي وايي: موږ هيڅکله تا لره ايمان نه راوړو ترڅو آسمان پر موږ ټوټې ټوټې را ونه لويږي لکه ته چې ګومان کوې؟! info
التفاسير:

external-link copy
205 : 26

اَفَرَءَیْتَ اِنْ مَّتَّعْنٰهُمْ سِنِیْنَ ۟ۙ

نو ای رسوله! خبر راکړه که موږ دغو کافرانو ته د دنيا په ژوند کې تر اوږدې زمانې پورې له نعمتونو د مزو اخېستلو مهلت ورکړ، چې له هغه څه مخ اړوونکي دي چې زه ورسره راغلی يم. info
التفاسير:

external-link copy
206 : 26

ثُمَّ جَآءَهُمْ مَّا كَانُوْا یُوْعَدُوْنَ ۟ۙ

بيا له دغې زمانې وروسته چې دغه نعمتونه يې پکې ترلاسه کړي هغه عذاب ورته راشي چې ژمنه يې ورسره کېدله. info
التفاسير:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• كلما تعمَّق المسلم في اللغة العربية، كان أقدر على فهم القرآن.
کله چې هم مسلمان په عربي ژبه کې ژور فکر وکړي همدومره د قرآن پر پوهاوي توانمند کيږي. info

• الاحتجاج على المشركين بما عند المُنْصِفين من أهل الكتاب من الإقرار بأن القرآن من عند الله.
د مشرکانو پر خلاف په هغه اقرار استدلال کول کوم چې د انصاف لرونکو کتاب څښتنانو لخوا شوی چې قرآن د الله له لورې دی. info

• ما يناله الكفار من نعم الدنيا استدراج لا كرامة.
کافرانو ته چې کوم د دنيا نعمتونه رسيږي هغه استدراج دی نه کرامت. info