ශුද්ධවූ අල් කුර්ආන් අර්ථ කථනය - පැෂ්ටෝ පරිවර්තනය - ශුද්ධ වූ අල්කුර්ආන් අර්ථ විවරණයේ සංෂිප්ත අනුවාදය

external-link copy
45 : 10

وَیَوْمَ یَحْشُرُهُمْ كَاَنْ لَّمْ یَلْبَثُوْۤا اِلَّا سَاعَةً مِّنَ النَّهَارِ یَتَعَارَفُوْنَ بَیْنَهُمْ ؕ— قَدْ خَسِرَ الَّذِیْنَ كَذَّبُوْا بِلِقَآءِ اللّٰهِ وَمَا كَانُوْا مُهْتَدِیْنَ ۟

کله چې الله د قيامت په ورځ خلک د خپل حساب لپاره را پاڅوي، داسې به وي ګواکې هغوی د دنيا او برزخ په ژوند کې يې د ورځې يوه ګړۍ تېره کړې ده نه زيات، ځينې به ځينې پکښې وپېژني، بيا به يې پېژندګلوي د قيامت د سختو حالاتو د ليدو له امله ختمه شي، زيان وکړ هغو کسانو چې د قيامت په ورځ له خپل پالونکي سره مخامخ کېدل يې درواغ ګڼل او د بېرته راڅېدو پر ورځ په دنيا کې باور کوونکي نه وو، ترڅو له زيان خوندي شوي وای. info
التفاسير:
මෙ⁣ම පිටුවේ තිබෙන වැකිවල ප්‍රයෝජන:
• الإنسان هو الذي يورد نفسه موارد الهلاك، فالله مُنَزَّه عن الظلم.
انسان په خپله ځان د تباهۍ ځايونوته ور ښکته کوي، الله له ظلم څخه پاک دی. info

• مهمة الرسول هي التبليغ للمرسل إليهم، والله يتولى حسابهم وعقابهم بحكمته، فقد يعجله في حياة الرسول أو يؤخره بعد وفاته.
د رسول دنده هغه چاته بلنه ورکول دي چې ور لېږل شوی وي، الله يې په خپل حکمت سره د حساب او سزا څښتن دی، کله د رسول په ژوند کې سزا ورکوي او کله د هغه له مړينې وروسته. info

• النفع والضر بيد الله عز وجل، فلا أحد من الخلق يملك لنفسه أو لغيره ضرًّا ولا نفعًا.
ګټه او زيان د الله عز وجل په لاس کې دي، له مخلوق هيڅوک د ځان يا بل چا لپاره نه د زيان او نه هم د ګټې واک لري. info

• لا ينفع الإيمان صاحبه عند معاينة الموت.
د مرګ د ليدو پر مهال ايمان راوړل خپل څښتن ته ګټه نشي رسولی. info