Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro mu rurimi rw'igipashto - Abu Zakaria

زخرف

external-link copy
1 : 43

حٰمٓ ۟ۚۛ

43-1 حا، ميم info
التفاسير:

external-link copy
2 : 43

وَالْكِتٰبِ الْمُبِیْنِ ۟ۙۛ

43-2 قسم دى، په دغه روښانه كتاب info
التفاسير:

external-link copy
3 : 43

اِنَّا جَعَلْنٰهُ قُرْءٰنًا عَرَبِیًّا لَّعَلَّكُمْ تَعْقِلُوْنَ ۟ۚ

43-3 بېشكه مونږ دا عربي قرآن ګرځولى دى، د دې لپاره چې تاسو له عقل نه كار واخلئ info
التفاسير:

external-link copy
4 : 43

وَاِنَّهٗ فِیْۤ اُمِّ الْكِتٰبِ لَدَیْنَا لَعَلِیٌّ حَكِیْمٌ ۟ؕ

43-4 او بېشكه دا په ام الكتب (لوح محفوظ) كې زمونږ په نزد خامخا ډېر اوچت، ډېر حكمت والا دى info
التفاسير:

external-link copy
5 : 43

اَفَنَضْرِبُ عَنْكُمُ الذِّكْرَ صَفْحًا اَنْ كُنْتُمْ قَوْمًا مُّسْرِفِیْنَ ۟

43-5 ایا نو مونږ له تاسو نه دا ذكر (قرآن) واړوو (بند كړو) بېخي اړول (بندول)، په دې سبب چې تاسو له حده تېرېدونكى قوم یئ info
التفاسير:

external-link copy
6 : 43

وَكَمْ اَرْسَلْنَا مِنْ نَّبِیٍّ فِی الْاَوَّلِیْنَ ۟

43-6 او مونږ په ړومبنو خلقو كې څومره ډېر نبیان لېږلي دي info
التفاسير:

external-link copy
7 : 43

وَمَا یَاْتِیْهِمْ مِّنْ نَّبِیٍّ اِلَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟

43-7 او دوى ته به هېڅ یو نبي نه راته مګر دوى به په هغه پورې مسخرې كولې info
التفاسير:

external-link copy
8 : 43

فَاَهْلَكْنَاۤ اَشَدَّ مِنْهُمْ بَطْشًا وَّمَضٰی مَثَلُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

43-8 نو مونږ هغه هلاك كړل چې له دوى نه په نیولو (او قوت) كې ډېر زیات سخت وو او د ړومبنیو خلقو مثال (او حال) تېر شوى دى info
التفاسير:

external-link copy
9 : 43

وَلَىِٕنْ سَاَلْتَهُمْ مَّنْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ لَیَقُوْلُنَّ خَلَقَهُنَّ الْعَزِیْزُ الْعَلِیْمُ ۟ۙ

43-9 او قسم دى كه ته له دوى نه تپوس وكړې چې اسمانونه او ځمكه چا پیدا كړي دي (، نو) دوى به خامخا لازمًا ووايي چې دغه ډېر غالب، ډېر پوه ذات پیدا كړي دي info
التفاسير:

external-link copy
10 : 43

الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الْاَرْضَ مَهْدًا وَّجَعَلَ لَكُمْ فِیْهَا سُبُلًا لَّعَلَّكُمْ تَهْتَدُوْنَ ۟ۚ

43-10 هغه چې تاسو لپاره يې ځمكه فرش ګرځولې ده او تاسو لپاره يې په دې كې لارې پیدا كړي دي، د دې لپاره چې نېغه لار ومومئ info
التفاسير: