Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro mu rurimi rw'igipashto - Abu Zakaria

یس

external-link copy
1 : 36

یٰسٓ ۟ۚ

36-1 يا، سين info
التفاسير:

external-link copy
2 : 36

وَالْقُرْاٰنِ الْحَكِیْمِ ۟ۙ

36-2 قسم دى په قرآن، چې ډېر د حكمت والا دى info
التفاسير:

external-link copy
3 : 36

اِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۙ

36-3 بېشكه ته، یقینًا له رسولانو ځنې يې info
التفاسير:

external-link copy
4 : 36

عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟ؕ

36-4 په نېغه لار يې info
التفاسير:

external-link copy
5 : 36

تَنْزِیْلَ الْعَزِیْزِ الرَّحِیْمِ ۟ۙ

36-5 (دغه قرآن) د ډېر غالب، بې حده مهربان نازلول دي info
التفاسير:

external-link copy
6 : 36

لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَّاۤ اُنْذِرَ اٰبَآؤُهُمْ فَهُمْ غٰفِلُوْنَ ۟

36-6 د دې لپاره چې ته هغه قوم ووېروې چې د دوى پلرونه نه دي وېرول شوي، نو (ځكه) دوى غافلان دي info
التفاسير:

external-link copy
7 : 36

لَقَدْ حَقَّ الْقَوْلُ عَلٰۤی اَكْثَرِهِمْ فَهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟

36-7 یقینًا یقینًا د دوى په زیاترو باندې (د عذاب) خبره ثابته شوې ده، نو (په دې وجه) دوى ایمان نه راوړي info
التفاسير:

external-link copy
8 : 36

اِنَّا جَعَلْنَا فِیْۤ اَعْنَاقِهِمْ اَغْلٰلًا فَهِیَ اِلَی الْاَذْقَانِ فَهُمْ مُّقْمَحُوْنَ ۟

36-8 بېشكه مونږ د دوى په غاړو (څټونو) كې طوقونه اچولي دي، نو دغه (طوقونه) تر زنو پورې دي، نو (په دې سره) دوى جګ سري كړى شوي دي info
التفاسير:

external-link copy
9 : 36

وَجَعَلْنَا مِنْ بَیْنِ اَیْدِیْهِمْ سَدًّا وَّمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا فَاَغْشَیْنٰهُمْ فَهُمْ لَا یُبْصِرُوْنَ ۟

36-9 او مونږ د دوى په مخه كې یو دېوال كړى دى او یو دېوال د دوى شا ته، پس مونږ دوى پټ كړي دي، لهذا دوى هېڅ نه ویني info
التفاسير:

external-link copy
10 : 36

وَسَوَآءٌ عَلَیْهِمْ ءَاَنْذَرْتَهُمْ اَمْ لَمْ تُنْذِرْهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟

36-10 او دوى ته یو شان ده كه ته دوى ووېروې، یا ته دوى ونه وېروې، دوى ایمان نه راوړي info
التفاسير:

external-link copy
11 : 36

اِنَّمَا تُنْذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ وَخَشِیَ الرَّحْمٰنَ بِالْغَیْبِ ۚ— فَبَشِّرْهُ بِمَغْفِرَةٍ وَّاَجْرٍ كَرِیْمٍ ۟

36-11 بېشكه همدا خبره ده چې ته يواځې هغه څوك وېروې چې د ذكر (قرآن) پیروي كوي او له رحمٰن نه په نالیدلو وېرېږي، نو ته دغه كس ته د مغفرت او د ډېر عزت والا اجر زېرى وركړه info
التفاسير:

external-link copy
12 : 36

اِنَّا نَحْنُ نُحْیِ الْمَوْتٰی وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوْا وَاٰثَارَهُمْ ؔؕ— وَكُلَّ شَیْءٍ اَحْصَیْنٰهُ فِیْۤ اِمَامٍ مُّبِیْنٍ ۟۠

36-12 بېشكه مونږ، همدا مونږ مړي ژوندي كوو او مونږ هغه څه لیكو چې دوى يې مخكې لېږي او د دوى پاتې نښې (هم) او هر شى، مونږ هغه په ښكاره اصل (لوح محفوظ) كې درج كړى دى info
التفاسير: