Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro mu rurimi rw'igipashto - Abu Zakaria

numero y'urupapuro:close

external-link copy
36 : 21

وَاِذَا رَاٰكَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْۤا اِنْ یَّتَّخِذُوْنَكَ اِلَّا هُزُوًا ؕ— اَهٰذَا الَّذِیْ یَذْكُرُ اٰلِهَتَكُمْ ۚ— وَهُمْ بِذِكْرِ الرَّحْمٰنِ هُمْ كٰفِرُوْنَ ۟

21-36 او كله چې تا هغه كسان وویني چې كافران شوي دي (نو) دوى تا نه نیسي مګر مسخره كړى شوى (او په خپل مینځ كې وايي:) ایا دا همغه كس دى چې ستاسو معبودان (په سپكه) یادوي؟ حال دا چې همدوى پخپله د رحمن له یادولو نه انكاري دي info
التفاسير:

external-link copy
37 : 21

خُلِقَ الْاِنْسَانُ مِنْ عَجَلٍ ؕ— سَاُورِیْكُمْ اٰیٰتِیْ فَلَا تَسْتَعْجِلُوْنِ ۟

21-37 انسان له تلواره پیدا كړى شوى دى، ژر به تاسو ته خپلې نښې وښيم، لهذا له ما نه ژر مطالبه مه كوئ info
التفاسير:

external-link copy
38 : 21

وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

21-38 او دوى وايي: دغه وعده به كله وي، كه تاسو رښتیني یئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
39 : 21

لَوْ یَعْلَمُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا حِیْنَ لَا یَكُفُّوْنَ عَنْ وُّجُوْهِهِمُ النَّارَ وَلَا عَنْ ظُهُوْرِهِمْ وَلَا هُمْ یُنْصَرُوْنَ ۟

21-39 كه كافران شوي كسان په هغه وخت كې پوه شي چې له خپلو مخونو نه به اور نشي منع كولى او نه له خپلو شاګانو او نه به د دوى مرسته كولى شي info
التفاسير:

external-link copy
40 : 21

بَلْ تَاْتِیْهِمْ بَغْتَةً فَتَبْهَتُهُمْ فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ رَدَّهَا وَلَا هُمْ یُنْظَرُوْنَ ۟

21-40 بلكې دا (قیامت) به په دوى ناڅاپه راشي، نو دوى به حیران كړي، بیا دوى د هغه د لرې كولو طاقت نه لري او نه به دوى ته مهلت وركاوه شي info
التفاسير:

external-link copy
41 : 21

وَلَقَدِ اسْتُهْزِئَ بِرُسُلٍ مِّنْ قَبْلِكَ فَحَاقَ بِالَّذِیْنَ سَخِرُوْا مِنْهُمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ یَسْتَهْزِءُوْنَ ۟۠

21-41 او یقینًا یقینًا له تا نه مخكې رسولانو پورې استهزاګانې شوې دي، نو ګېر كړل هغو كسانو لره چې په دوى پورې به يې مسخرې كولې، هغه شي چې دوى به ورپورې استهزا كوله info
التفاسير:

external-link copy
42 : 21

قُلْ مَنْ یَّكْلَؤُكُمْ بِالَّیْلِ وَالنَّهَارِ مِنَ الرَّحْمٰنِ ؕ— بَلْ هُمْ عَنْ ذِكْرِ رَبِّهِمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟

21-42 (دوى ته) ته ووایه: تاسو د رحمن (له عذاب) نه د شپې او د ورځې څوك ساتي؟ بلكې دوى دخپل رب له ذكر نه مخ ګرځوونكي دي info
التفاسير:

external-link copy
43 : 21

اَمْ لَهُمْ اٰلِهَةٌ تَمْنَعُهُمْ مِّنْ دُوْنِنَا ؕ— لَا یَسْتَطِیْعُوْنَ نَصْرَ اَنْفُسِهِمْ وَلَا هُمْ مِّنَّا یُصْحَبُوْنَ ۟

21-43 ایا د دوى لپاره نور معبودان شته چې زمونږ نه پرته دوى ساتي؟ هغوى د خپلو ځانونو د مرستې طاقت نه لري او نه دوى زمونږ (د عذاب) نه ساتل كېږي info
التفاسير:

external-link copy
44 : 21

بَلْ مَتَّعْنَا هٰۤؤُلَآءِ وَاٰبَآءَهُمْ حَتّٰی طَالَ عَلَیْهِمُ الْعُمُرُ ؕ— اَفَلَا یَرَوْنَ اَنَّا نَاْتِی الْاَرْضَ نَنْقُصُهَا مِنْ اَطْرَافِهَا ؕ— اَفَهُمُ الْغٰلِبُوْنَ ۟

21-44 بلكې مونږ دوى ته او د دوى پلرونو ته نفع وركړه تر دې چې په دوى باندې عمر اوږد شو، ایا نو دوى نه ویني چې بېشكه مونږ ځمكې ته راځو، د هغې له غاړو نه هغه كموو، ایا نو هم دوى غالب دي؟ info
التفاسير: