Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro mu rurimi rw'igiPashto - Sarfaraz.

numero y'urupapuro:close

external-link copy
8 : 40

رَبَّنَا وَاَدْخِلْهُمْ جَنّٰتِ عَدْنِ ١لَّتِیْ وَعَدْتَّهُمْ وَمَنْ صَلَحَ مِنْ اٰبَآىِٕهِمْ وَاَزْوَاجِهِمْ وَذُرِّیّٰتِهِمْ ؕ— اِنَّكَ اَنْتَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟ۙ

ای زمونږ ربه! ته هغوی او د هغوی نیک او صالح پلرونو، ښځې، او اولادونه هغوی تل پاتې جنتونو ته ننه باسه چې تا يې وعده ورسره کړې ده. بې له شکه چې ته په هر څه برلاسی او حکیم ذات يي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 40

وَقِهِمُ السَّیِّاٰتِ ؕ— وَمَنْ تَقِ السَّیِّاٰتِ یَوْمَىِٕذٍ فَقَدْ رَحِمْتَهٗ ؕ— وَذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟۠

او ته يي له بدیو نه وژغوره! تا چې څوک د قیامت د ورځې له بدیو نه وژغوره پر هغه دې لوی رحم وکړ، او همدغه ستره او لویه بریا ده. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 40

اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا یُنَادَوْنَ لَمَقْتُ اللّٰهِ اَكْبَرُ مِنْ مَّقْتِكُمْ اَنْفُسَكُمْ اِذْ تُدْعَوْنَ اِلَی الْاِیْمَانِ فَتَكْفُرُوْنَ ۟

پر کافرانو به غږ وشي چې نن د عذاب د لیدلو په وخت چې ستاسې پر خپلو ځانو کوم قهر راځي د الله قهر او غوسه له دې نه هغه وخت ډیره زیاته وه چې تاسې به د ایمان په لور بلل کیدئ خو کفر مو خپلولو. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 40

قَالُوْا رَبَّنَاۤ اَمَتَّنَا اثْنَتَیْنِ وَاَحْیَیْتَنَا اثْنَتَیْنِ فَاعْتَرَفْنَا بِذُنُوْبِنَا فَهَلْ اِلٰی خُرُوْجٍ مِّنْ سَبِیْلٍ ۟

وایې به ای زمونږ ربه! تا مونږ دوه ځله مړه او دوه ځله [۲] ژوندي کړو. اوس مونږ پر خپلو ګناهونو اقرار کوو. ایا د وتلو کومه لار شته؟ info

[۲] دا مفهوم د سورت بقری په ۲۸ ایت کې داسې بیان شوی، تاسې څرنګه له الله نه منکریږئ. سره له دې چې تاسې مړه وئ ژوندي يې کړئ بیا مو مړه کوي او بیا مو ژوندي کوي. نو دقیامت په ورځ دا څلور واړه مرحلې پوره شي.

التفاسير:

external-link copy
12 : 40

ذٰلِكُمْ بِاَنَّهٗۤ اِذَا دُعِیَ اللّٰهُ وَحْدَهٗ كَفَرْتُمْ ۚ— وَاِنْ یُّشْرَكْ بِهٖ تُؤْمِنُوْا ؕ— فَالْحُكْمُ لِلّٰهِ الْعَلِیِّ الْكَبِیْرِ ۟

هو! دا تل پاتې عذاب ځکه درکول کیږي چې کله به یوازې د یو الله په لور بلنه وه نو تاسې به نه منله، او که نور څه به ورسره شریک یا د بدل نو تاسې به منله. نو اخرنۍ پریکړه یوازې او یوازې د لوړ او لوی ذات ده. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 40

هُوَ الَّذِیْ یُرِیْكُمْ اٰیٰتِهٖ وَیُنَزِّلُ لَكُمْ مِّنَ السَّمَآءِ رِزْقًا ؕ— وَمَا یَتَذَكَّرُ اِلَّا مَنْ یُّنِیْبُ ۟

هغه ذات چې تاسې ته د خپل ځواک نښې ښايي. او له اسمان نه درته روزي راښکته کوي. او پند یوازې هغه خلک اخلي چې په پشپړ ډول هغه ته راګرځيږي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 40

فَادْعُوا اللّٰهَ مُخْلِصِیْنَ لَهُ الدِّیْنَ وَلَوْ كَرِهَ الْكٰفِرُوْنَ ۟

په داسې توګه الله وبلئ چې دین مو خالص د هغه لپاره ګرځولی وي که څه هم کافران يې نه خوښوي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 40

رَفِیْعُ الدَّرَجٰتِ ذُو الْعَرْشِ ۚ— یُلْقِی الرُّوْحَ مِنْ اَمْرِهٖ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖ لِیُنْذِرَ یَوْمَ التَّلَاقِ ۟ۙ

د لوړو درجو، صفتونو او عرش څښتن دی. د خپل حکم په رڼا کې خپل هغه بنده ته وحي رالیږي چې خوښه يي ورته وشي تر څو خلک د مخامخ کیدلو له ورځې نه وډاروي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 40

یَوْمَ هُمْ بَارِزُوْنَ ۚ۬— لَا یَخْفٰی عَلَی اللّٰهِ مِنْهُمْ شَیْءٌ ؕ— لِمَنِ الْمُلْكُ الْیَوْمَ ؕ— لِلّٰهِ الْوَاحِدِ الْقَهَّارِ ۟

هغه ورځ چې د خلکو هر څه به په ډاګ او هیڅ شی به يي له الله نه پټ نه وي. غږ به وشي چې: نن پاچايې د چا ده؟ الله به په خپله ووایې چې نن د یو او زورور الله پاچايي ده. info
التفاسير: