Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro mu rurimi rw'igiPashto - Sarfaraz.

numero y'urupapuro:close

external-link copy
15 : 29

فَاَنْجَیْنٰهُ وَاَصْحٰبَ السَّفِیْنَةِ وَجَعَلْنٰهَاۤ اٰیَةً لِّلْعٰلَمِیْنَ ۟

مونږ نوح او د کښتۍ سپرلۍ ته نجات ورکړ او هغه مو د نړیوالو لپاره یوه نښه وګرځوله. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 29

وَاِبْرٰهِیْمَ اِذْ قَالَ لِقَوْمِهِ اعْبُدُوا اللّٰهَ وَاتَّقُوْهُ ؕ— ذٰلِكُمْ خَیْرٌ لَّكُمْ اِنْ كُنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟

او ابراهیم مو هم ولیږه هغه خپل قوم ته وویل: د یو الله عبادت وکړئ. او یوازې له هغه نه وډار شئ نو همدا ستاسې لاره ډیره غوره ده که پوهیږئ. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 29

اِنَّمَا تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَوْثَانًا وَّتَخْلُقُوْنَ اِفْكًا ؕ— اِنَّ الَّذِیْنَ تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ لَا یَمْلِكُوْنَ لَكُمْ رِزْقًا فَابْتَغُوْا عِنْدَ اللّٰهِ الرِّزْقَ وَاعْبُدُوْهُ وَاشْكُرُوْا لَهٗ ؕ— اِلَیْهِ تُرْجَعُوْنَ ۟

تاسې چې پرته له الله څخه د کوم څه عبادت کوئ هغه تش بوتان او ستاسې جوړ کړي درواغ دي. په دې کې هیڅ شک نشته چې د کومو څیزونو عبادت تاسې پرته له الله نه کوئ، هغوی ستاسې د روزۍ واک نه لري، روزي یوازې له یو الله نه غواړئ ، یوازې د هغه عبادت وکړئ، او د هغه شکر پر ځای کړئ. خاص هغه ته تاسې بیرته ګرځول کيږئ. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 29

وَاِنْ تُكَذِّبُوْا فَقَدْ كَذَّبَ اُمَمٌ مِّنْ قَبْلِكُمْ ؕ— وَمَا عَلَی الرَّسُوْلِ اِلَّا الْبَلٰغُ الْمُبِیْنُ ۟

او که تاسې پیغمبر ته د درواغو نسبت کوئ نو له تاسې وړاندې هم ډیرو ملتونو پیغمبران درواغجن ګڼلي وو. د رسول پر غاړه پرته له ښکاره رسونې څخه بل څه نشته. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 29

اَوَلَمْ یَرَوْا كَیْفَ یُبْدِئُ اللّٰهُ الْخَلْقَ ثُمَّ یُعِیْدُهٗ ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرٌ ۟

ایا هغوی نه دي لیدلي چې الله پاک څرنګه د هستوني پیل کوي؟ بیا يي بیرته راګرځوي؟ بیرته راګرځونه الله پاک ته لا زیاته اسانه ده. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 29

قُلْ سِیْرُوْا فِی الْاَرْضِ فَانْظُرُوْا كَیْفَ بَدَاَ الْخَلْقَ ثُمَّ اللّٰهُ یُنْشِئُ النَّشْاَةَ الْاٰخِرَةَ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ عَلٰى كُلِّ شَیْءٍ قَدِیْرٌ ۟ۚ

ای محمده! ووایه چې په ځمکه کې وګرځي او وګوري چې الله پاک د هستوني پیل په څه ډول کړی دی؟ بیا دویم ځل پیدایښت ور په برخه کوي. بې شکه الله پاک پر هر څه پیاوړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 29

یُعَذِّبُ مَنْ یَّشَآءُ وَیَرْحَمُ مَنْ یَّشَآءُ ۚ— وَاِلَیْهِ تُقْلَبُوْنَ ۟

چاته چې وغواړي عذاب ورکوي او چا ته يي چې خوښه شي رحم پرې کوي، او خاص د هغه لور ته تاسې ور تاوه ول کیږئ. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 29

وَمَاۤ اَنْتُمْ بِمُعْجِزِیْنَ فِی الْاَرْضِ وَلَا فِی السَّمَآءِ ؗ— وَمَا لَكُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ وَّلِیٍّ وَّلَا نَصِیْرٍ ۟۠

او تاسې نه په ځمکه او نه په اسمان کې بې وسې کوونکي يې. او د الله په مقابل کې تاسې نه کوم دوست لرئ او نه کومک کوونکی. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 29

وَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا بِاٰیٰتِ اللّٰهِ وَلِقَآىِٕهٖۤ اُولٰٓىِٕكَ یَىِٕسُوْا مِنْ رَّحْمَتِیْ وَاُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌ ۟

او کوم کسان چې د الله له ایاتونو او ملاقات نه منکر شوي دي زما له رحمت نه مایوسه، او دردناک عذاب يې په برخه دی. info
التفاسير: