Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro mu rurimi rw'igiPashto - Sarfaraz.

numero y'urupapuro:close

external-link copy
65 : 22

اَلَمْ تَرَ اَنَّ اللّٰهَ سَخَّرَ لَكُمْ مَّا فِی الْاَرْضِ وَالْفُلْكَ تَجْرِیْ فِی الْبَحْرِ بِاَمْرِهٖ ؕ— وَیُمْسِكُ السَّمَآءَ اَنْ تَقَعَ عَلَی الْاَرْضِ اِلَّا بِاِذْنِهٖ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ بِالنَّاسِ لَرَءُوْفٌ رَّحِیْمٌ ۟

او ای انسانه!ته نه ګورې چې الله پاک د ځمکې ټول څیزونه درته تابع کړي.او هغه کښتۍ هم چې د الله په حکم په بحر کې چلیږي.او اسمان یې ټینګ نیولی چې د هغه له اجازې پرته په ځمکه را پرې نه وزي.بي له شکه الله پاک په خلکو ډیر مهربان او ډیر رحم والا دی. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 22

وَهُوَ الَّذِیْۤ اَحْیَاكُمْ ؗ— ثُمَّ یُمِیْتُكُمْ ثُمَّ یُحْیِیْكُمْ ؕ— اِنَّ الْاِنْسَانَ لَكَفُوْرٌ ۟

او الله هغه ذات دی چې تاسې یې ژوندي کړئ.بیا مو مړه کړي او بیا مو بیرته را ژوندي کوي.رښتیا هم چې انسان ډیر ناشکره دی. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 22

لِكُلِّ اُمَّةٍ جَعَلْنَا مَنْسَكًا هُمْ نَاسِكُوْهُ فَلَا یُنَازِعُنَّكَ فِی الْاَمْرِ وَادْعُ اِلٰی رَبِّكَ ؕ— اِنَّكَ لَعَلٰی هُدًی مُّسْتَقِیْمٍ ۟

مونږ د هر امت لپاره ځانکړی نظام ټاکلی دی چې هر چا خپل نظام اخیستی دی.نو باید له تاسره ستا د کار په هکله جګړه ونه کړي.د خپل رب په لور بلنه کوه.له شکه نه وتلې خبره ده چې ته پره سمه یې. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 22

وَاِنْ جٰدَلُوْكَ فَقُلِ اللّٰهُ اَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟

او که جګړه درسره کوي نو ورته ووایه چې:الله ته ستاسې کړنه ښه معلومه ده. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 22

اَللّٰهُ یَحْكُمُ بَیْنَكُمْ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فِیْمَا كُنْتُمْ فِیْهِ تَخْتَلِفُوْنَ ۟

او الله به د قیامت په ورځ ستاسې په مینځ کې د هغه څه پریکړه وکړي چې تاسې پکې په بیلو،بیلو لارو یاست. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 22

اَلَمْ تَعْلَمْ اَنَّ اللّٰهَ یَعْلَمُ مَا فِی السَّمَآءِ وَالْاَرْضِ ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ فِیْ كِتٰبٍ ؕ— اِنَّ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرٌ ۟

ایا په دې نه پوهیږئ چې داسمان او ځمکې ټول څیزونه د الله په علم کې دي؟ دا ټول هر څه په یوه لیکنه کې دي.او دا کار الله پاک ته ډیر اسان دی. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 22

وَیَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مَا لَمْ یُنَزِّلْ بِهٖ سُلْطٰنًا وَّمَا لَیْسَ لَهُمْ بِهٖ عِلْمٌ ؕ— وَمَا لِلظّٰلِمِیْنَ مِنْ نَّصِیْرٍ ۟

نابوهان له الله پرته د داسې څیزونو عبادت کوي چې نه پرې الله کوم دلیل راښکته کړی،او نه پرې هغوی خپله پوهیږي.او د ظالمانو لپاره هیڅ ملاتړی نشته. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 22

وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا بَیِّنٰتٍ تَعْرِفُ فِیْ وُجُوْهِ الَّذِیْنَ كَفَرُوا الْمُنْكَرَ ؕ— یَكَادُوْنَ یَسْطُوْنَ بِالَّذِیْنَ یَتْلُوْنَ عَلَیْهِمْ اٰیٰتِنَا ؕ— قُلْ اَفَاُنَبِّئُكُمْ بِشَرٍّ مِّنْ ذٰلِكُمْ ؕ— اَلنَّارُ ؕ— وَعَدَهَا اللّٰهُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا ؕ— وَبِئْسَ الْمَصِیْرُ ۟۠

او کله چې پر هغوی زمونږ روښانه ایتونه ولوستل شي،نو د کافرانو په مخونو کې د ناخوښۍ نښې ښکاره او نژدې وي چې پر هغو خلکو برید وکړي چې پر هغوی زمونږ ایتونو لولي.ای محمده!ووایه:آیا هغه څه دروښایم چې تاسې ته له دې نه خطرناک دی؟اور. الله ئې له کافرانو سره وعده کړې ده.او هغه د ورتګ ډیر بد ځای دی. info
التفاسير: