Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro mu rurimi rw'igiPashto - Sarfaraz.

numero y'urupapuro:close

external-link copy
15 : 12

فَلَمَّا ذَهَبُوْا بِهٖ وَاَجْمَعُوْۤا اَنْ یَّجْعَلُوْهُ فِیْ غَیٰبَتِ الْجُبِّ ۚ— وَاَوْحَیْنَاۤ اِلَیْهِ لَتُنَبِّئَنَّهُمْ بِاَمْرِهِمْ هٰذَا وَهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟

نو کله يې چې له ځان سره یوړ او پریکړه يې وکړه چې په ژوره تیاره څاه کې يي وغورځوي. همغه وخت مونږ یوسف ته وحې وکړه چې یو وخت به راشي چې ته به دوی د خپل کار ورانۍ ته متوجه کړې په داسې حال کې چې اوس هغوی ته هیڅ پته نشته. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 12

وَجَآءُوْۤ اَبَاهُمْ عِشَآءً یَّبْكُوْنَ ۟ؕ

هغوی ماښام په ژړا او چغو پلار ته راغلل. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 12

قَالُوْا یٰۤاَبَانَاۤ اِنَّا ذَهَبْنَا نَسْتَبِقُ وَتَرَكْنَا یُوْسُفَ عِنْدَ مَتَاعِنَا فَاَكَلَهُ الذِّئْبُ ۚ— وَمَاۤ اَنْتَ بِمُؤْمِنٍ لَّنَا وَلَوْ كُنَّا صٰدِقِیْنَ ۟

او ويې ویل پلار جانه! مونږ یو له بل سره په مسابقه کې وو یوسف مو د خپل سامان او اسبابو سره پریښی و چې ناببره لیوه وخوړ. ته خو زمونږ خبره نه منې که مونږ هر څومره رښتیا ووایو. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 12

وَجَآءُوْ عَلٰی قَمِیْصِهٖ بِدَمٍ كَذِبٍ ؕ— قَالَ بَلْ سَوَّلَتْ لَكُمْ اَنْفُسُكُمْ اَمْرًا ؕ— فَصَبْرٌ جَمِیْلٌ ؕ— وَاللّٰهُ الْمُسْتَعَانُ عَلٰی مَا تَصِفُوْنَ ۟

د یوسف کمیس یې په درواغو په وینو لړلی راووړ. پلار يې وویل: زړه ته مې نه غورزیږي بلکې ستاسې نفسونو تاسې ته یو لويي کار اسان کړی دی. نو دلته پرته له ښه او غوره صبر نه بل څه نه شي کیداې. او څه چې تاسې وايې د هغو په هکله یوازې له یو الله نه کومک غوښتل کیدای شي او بس. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 12

وَجَآءَتْ سَیَّارَةٌ فَاَرْسَلُوْا وَارِدَهُمْ فَاَدْلٰی دَلْوَهٗ ؕ— قَالَ یٰبُشْرٰی هٰذَا غُلٰمٌ ؕ— وَاَسَرُّوْهُ بِضَاعَةً ؕ— وَاللّٰهُ عَلِیْمٌۢ بِمَا یَعْمَلُوْنَ ۟

او یو کاروان رغی او خپل سړی یې د اوبو پسې ولیږه هغه څاه ته بوکه ښکته کړه. له بوکې سره جوخت یې د هلک په لیدلو په لوړ غږ وویل [۲۰]مبارک! دلته هلک دی او په خپلو مینځو کې يي خبره پټه او دی ي د تجارت مال وباله. الله د دوی په ټولو کړنو ښه پوه دی. info

[۲۰] یوسف په بوکه پورې ونښت او له اوبو سره جوخت له څاه نه راووت.

التفاسير:

external-link copy
20 : 12

وَشَرَوْهُ بِثَمَنٍ بَخْسٍ دَرَاهِمَ مَعْدُوْدَةٍ ۚ— وَكَانُوْا فِیْهِ مِنَ الزَّاهِدِیْنَ ۟۠

بیا يې په څو کمو شمیر کړی[۲۲] شوو روپو خرڅ کړ په داسې حال کې چې له یوسف نه ناهیلي وو.[۲۳]. info

[۲۲]هغه وخت ډیري روپي تلل کیدي او لږي شمیر کیدي.
[۲۳] ډار ورسره وو هسې نه چې وارث يي پیدا شي.

التفاسير:

external-link copy
21 : 12

وَقَالَ الَّذِی اشْتَرٰىهُ مِنْ مِّصْرَ لِامْرَاَتِهٖۤ اَكْرِمِیْ مَثْوٰىهُ عَسٰۤی اَنْ یَّنْفَعَنَاۤ اَوْ نَتَّخِذَهٗ وَلَدًا ؕ— وَكَذٰلِكَ مَكَّنَّا لِیُوْسُفَ فِی الْاَرْضِ ؗ— وَلِنُعَلِّمَهٗ مِنْ تَاْوِیْلِ الْاَحَادِیْثِ ؕ— وَاللّٰهُ غَالِبٌ عَلٰۤی اَمْرِهٖ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

د مصر هغه اوسیدونکي[۲۴] چې یوسف يي وپیره خپلې ښځې ته وویل: ښّ يې وساته کیدای شي چې مونږ ته ګټور او یا يې په ځوی ولۍ سره ونیسو. او په دې توګه مونږ یوسف ته د مصر په ځمکه کې عزت من ځای ورکړ تر څو چې مونږ هغه ته د خبرو د پوهې علم وروښایو. الله پاک پر خپل کار ښه پرلاسی دی خو ډير خلک نه پوهیږي. info

[۲۴] وايي چې اخیستونکی د مصر پاچا د خزاني وزیر وو( ابن جریر الطبری)

التفاسير:

external-link copy
22 : 12

وَلَمَّا بَلَغَ اَشُدَّهٗۤ اٰتَیْنٰهُ حُكْمًا وَّعِلْمًا ؕ— وَكَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟

او کله چې یوسف پاخه عمر ته ورسید نو مونږ حکمت او پوهه ورکړه. او مونږ له نیکو کارانو سره همدا ډول چال چلن کوو. info
التفاسير: