Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro mu rurimi rw'igiPashto - Sarfaraz.

numero y'urupapuro:close

external-link copy
118 : 11

وَلَوْ شَآءَ رَبُّكَ لَجَعَلَ النَّاسَ اُمَّةً وَّاحِدَةً وَّلَا یَزَالُوْنَ مُخْتَلِفِیْنَ ۟ۙ

که ستا رب غوښتې وای نو ټول خلک به يي[۱۵] یو ملت ګرځولی وو( خو دا يې د خدايي غوښتنه نده) نو ځکه به دوی یو له بل سره د تل لپاره په اختلاف کې وي. info

[۱۵] دا د الله غوښتنه نه ده چې خلک په زور مسلمانۍ ته مجبور کړي بلکې دنیا يې د همدې لپاره اباده کړي ده چې خلک په خپله خوښه دنیکۍ او یا بدۍ لار ونیسي( ابن جریر الطبري).

التفاسير:

external-link copy
119 : 11

اِلَّا مَنْ رَّحِمَ رَبُّكَ ؕ— وَلِذٰلِكَ خَلَقَهُمْ ؕ— وَتَمَّتْ كَلِمَةُ رَبِّكَ لَاَمْلَـَٔنَّ جَهَنَّمَ مِنَ الْجِنَّةِ وَالنَّاسِ اَجْمَعِیْنَ ۟

مګر یوازې هغه خلک به ترې وژغورل شي چې ستا رب پرې مهربان شي. او د همدغه ( واک د ترلاسه کولو) لپاره يي انسانان پیدا کړي دي. او ستا ر هغه خبره پوره شوه چې زه به خامخا جهنم له پیریانو او انسانانو نه ډکوم. info
التفاسير:

external-link copy
120 : 11

وَكُلًّا نَّقُصُّ عَلَیْكَ مِنْ اَنْۢبَآءِ الرُّسُلِ مَا نُثَبِّتُ بِهٖ فُؤَادَكَ ۚ— وَجَآءَكَ فِیْ هٰذِهِ الْحَقُّ وَمَوْعِظَةٌ وَّذِكْرٰی لِلْمُؤْمِنِیْنَ ۟

او ای محمده! مونږ تا ته د پیغمبرانو کیسې په تفصیل سره بیانوو چې ستا زړه پرې کلک او مطمئن کړو. او د همدې کیسو په اوږدو کې تا ته ححق او د مؤمنانو لپاره پند او یادونه راغلې ده. info
التفاسير:

external-link copy
121 : 11

وَقُلْ لِّلَّذِیْنَ لَا یُؤْمِنُوْنَ اعْمَلُوْا عَلٰی مَكَانَتِكُمْ ؕ— اِنَّا عٰمِلُوْنَ ۟ۙ

او هغو کسانو ته چې ایمان نه راوړي ووایه چې تاسې په خپل دریځ مخ په وړاندې ولاړ او مونږ په خپل لار ځو. info
التفاسير:

external-link copy
122 : 11

وَانْتَظِرُوْا ۚ— اِنَّا مُنْتَظِرُوْنَ ۟

تاسې انتظار وکړئ مونږ هم منتظر یو. info
التفاسير:

external-link copy
123 : 11

وَلِلّٰهِ غَیْبُ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَاِلَیْهِ یُرْجَعُ الْاَمْرُ كُلُّهٗ فَاعْبُدْهُ وَتَوَكَّلْ عَلَیْهِ ؕ— وَمَا رَبُّكَ بِغَافِلٍ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟۠

د اسمانونو او ځمکي ټول پټ رازونه د الله په واک کې دي او یوازې همغه ته د ټولو کارونو بیرته ورګرځیدل دي نوا ی محمده! د هغه عبادت وکړه او پر هغه توکل وکړه، ستا رب ستاسو له کړنو نه بې خبره نه دی. info
التفاسير: