Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu mu rurimi rw'igipashto - Byakosowe n'ikigo Rowad Translation Center.

لیل

external-link copy
1 : 92

وَالَّیْلِ اِذَا یَغْشٰی ۟ۙ

قسم دی پر شپه کله چې را خپره شي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 92

وَالنَّهَارِ اِذَا تَجَلّٰی ۟ۙ

او په ورځ قسم کله چې رڼا شي. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 92

وَمَا خَلَقَ الذَّكَرَ وَالْاُ ۟ۙ

او د نارينه او ښځينه په پيدايښت قسم. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 92

اِنَّ سَعْیَكُمْ لَشَتّٰی ۟ؕ

بېشکه ستاسو هڅې راز راز دي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 92

فَاَمَّا مَنْ اَعْطٰی وَاتَّقٰی ۟ۙ

نو هغه څوک چې ور یې کړ حق او تقوا یې وکړه. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 92

وَصَدَّقَ بِالْحُسْنٰی ۟ۙ

او ښه خبره يې رېښتيا وبلله. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 92

فَسَنُیَسِّرُهٗ لِلْیُسْرٰی ۟ؕ

نو خامخا اسانه به کړو هغه لار د اسانۍ. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 92

وَاَمَّا مَنْ بَخِلَ وَاسْتَغْنٰی ۟ۙ

او چاچې بخيلي وکړه او (له خپل الله يې) بې پروايي وکړه. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 92

وَكَذَّبَ بِالْحُسْنٰی ۟ۙ

او ښه خبره يې درواغ وګڼله. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 92

فَسَنُیَسِّرُهٗ لِلْعُسْرٰی ۟ؕ

نو زر ده چې هغه به سختې لارې ته تيار کړو. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 92

وَمَا یُغْنِیْ عَنْهُ مَالُهٗۤ اِذَا تَرَدّٰی ۟ؕ

او مال به يې هيڅ شی ترې ايسار نه کړي کله چې هغه تباه شي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 92

اِنَّ عَلَیْنَا لَلْهُدٰی ۟ؗۖ

بېشکه لارښوونه پر موږ ده. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 92

وَاِنَّ لَنَا لَلْاٰخِرَةَ وَالْاُوْلٰی ۟

او پرته له شکه آخرت او دنيا هم موږ لره دي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 92

فَاَنْذَرْتُكُمْ نَارًا تَلَظّٰی ۟ۚ

نو تاسې مو له لمبه وهونکي اور څخه وېرولي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 92

لَا یَصْلٰىهَاۤ اِلَّا الْاَشْقَی ۟ۙ

چې يوازې ډېر بدمرغه خلک به ورننوځي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 92

الَّذِیْ كَذَّبَ وَتَوَلّٰی ۟ؕ

هغه چې درواغ يې وګڼل او مخ يې واړولو. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 92

وَسَیُجَنَّبُهَا الْاَتْقَی ۟ۙ

او ډېر پرهېزګار به ترې په څنګ کړل شي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 92

الَّذِیْ یُؤْتِیْ مَالَهٗ یَتَزَكّٰی ۟ۚ

کوم چې د ځان پاکولو لپاره خپل مال ورکوي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 92

وَمَا لِاَحَدٍ عِنْدَهٗ مِنْ نِّعْمَةٍ تُجْزٰۤی ۟ۙ

او له هغه سره د هيچا کومه ښېګڼه نه وي چې بدله يې ورکړی شي. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 92

اِلَّا ابْتِغَآءَ وَجْهِ رَبِّهِ الْاَعْلٰی ۟ۚ

مګر د خپل رب د مخ د لټولو د پاره چې په ټول مخلوق اوچت دی. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 92

وَلَسَوْفَ یَرْضٰی ۟۠

او زر ده چې هغه به راضي شي. info
التفاسير: