Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu mu rurimi rw'igipashto - Byakosowe n'ikigo Rowad Translation Center.

طارق

external-link copy
1 : 86

وَالسَّمَآءِ وَالطَّارِقِ ۟ۙ

په اسمان او د شپې په راتلونکي قسم. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 86

وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا الطَّارِقُ ۟ۙ

او ته څه خبر يې چې د شپې راتلونکی څه دی. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 86

النَّجْمُ الثَّاقِبُ ۟ۙ

ځلېدونکی ستوری دی. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 86

اِنْ كُلُّ نَفْسٍ لَّمَّا عَلَیْهَا حَافِظٌ ۟ؕ

هيڅوک داسې نشته چې پر هغو دې يو ساتونکی نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 86

فَلْیَنْظُرِ الْاِنْسَانُ مِمَّ خُلِقَ ۟ؕ

نو انسان دې وګوري چې له څه پيدا شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 86

خُلِقَ مِنْ مَّآءٍ دَافِقٍ ۟ۙ

له ټوپ وهونکو اوبو پيدا دی. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 86

یَّخْرُجُ مِنْ بَیْنِ الصُّلْبِ وَالتَّرَآىِٕبِ ۟ؕ

چې د شا او سينې د هډوکو له منځه راوځي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 86

اِنَّهٗ عَلٰی رَجْعِهٖ لَقَادِرٌ ۟ؕ

بېشکه هغه (الله) يې پر بيا پيدا کولو ځواکمن دی. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 86

یَوْمَ تُبْلَی السَّرَآىِٕرُ ۟ۙ

په کومه ورځ چې پټ شيان رابرسېره کړل شي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 86

فَمَا لَهٗ مِنْ قُوَّةٍ وَّلَا نَاصِرٍ ۟ؕ

بيا به نه څه (خپله زور) لري او نه مرستندوی. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 86

وَالسَّمَآءِ ذَاتِ الرَّجْعِ ۟ۙ

او قسم دی پر آسمان؛ راګرځیدونکي (په اورښت سره). info
التفاسير:

external-link copy
12 : 86

وَالْاَرْضِ ذَاتِ الصَّدْعِ ۟ۙ

او پر چاودېدونکې ځمکه قسم. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 86

اِنَّهٗ لَقَوْلٌ فَصْلٌ ۟ۙ

بېشکه هغه يوه بېلوونکې وينا ده. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 86

وَّمَا هُوَ بِالْهَزْلِ ۟ؕ

او څه ټوکه او مسخره نه ده. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 86

اِنَّهُمْ یَكِیْدُوْنَ كَیْدًا ۟ۙ

بېشکه هغوی چل کوي چل. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 86

وَّاَكِیْدُ كَیْدًا ۟ۚۖ

او زه هم تدبیر(پلان) کوم تدبیر. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 86

فَمَهِّلِ الْكٰفِرِیْنَ اَمْهِلْهُمْ رُوَیْدًا ۟۠

نو کافرانو ته مهلت ورکړه او لږ يې پرېږده. info
التفاسير: