Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu mu rurimi rw'igipashto - Byakosowe n'ikigo Rowad Translation Center.

یس

external-link copy
1 : 36

یٰسٓ ۟ۚ

يس [1] info

[1] د سورت په پيل کې دغو مقطعاتو تورو کې د قرآن کريم اعجاز ته اشاره ده؛ ځکه چې په دې مشرکانو ته چلينج ورکړل شوی نو له مقابلې يې ناتوانه شول، په داسې حال کې چې دا قرآن له هماغو تورو جوړ شوی له کومو چې د عربو ژبه جوړه ده.
نو د قرآن په څېر د بل کلام راوړلو څخه د عربو ناتواني - سره له دې چې د نړۍ فصيح خلک وو- په دې دلالت کوي چي دا قرآن د الله له لوري وحي شوی دی.

التفاسير:

external-link copy
2 : 36

وَالْقُرْاٰنِ الْحَكِیْمِ ۟ۙ

قسم دی په قرآن حکمتونو والا باندې. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 36

اِنَّكَ لَمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۙ

چې له شک پرته ته له رسولانو يې. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 36

عَلٰی صِرَاطٍ مُّسْتَقِیْمٍ ۟ؕ

(او) پر نېغه لار (روان) يې info
التفاسير:

external-link copy
5 : 36

تَنْزِیْلَ الْعَزِیْزِ الرَّحِیْمِ ۟ۙ

نازلول دي د زورور (ذات له خوا چې) رحم کوونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 36

لِتُنْذِرَ قَوْمًا مَّاۤ اُنْذِرَ اٰبَآؤُهُمْ فَهُمْ غٰفِلُوْنَ ۟

تر څو ته يو داسې قوم ووېروې چى د هغوی پلرونه، نيكونه وېرول شوي نه وو او له دې كبله هغوى په غفلت كې غورځيدلي دي. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 36

لَقَدْ حَقَّ الْقَوْلُ عَلٰۤی اَكْثَرِهِمْ فَهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟

بیشکه په زياترو باندې (د عذاب) خبره رېښتيا شوې ده نو (اوس) هغوى ايمان نه راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 36

اِنَّا جَعَلْنَا فِیْۤ اَعْنَاقِهِمْ اَغْلٰلًا فَهِیَ اِلَی الْاَذْقَانِ فَهُمْ مُّقْمَحُوْنَ ۟

موږ د هغوی په غاړو كښې طوقونه اچولي دي چې د هغوى تر زنو پورې رسيدلي دي له دې امله هغوى سرونه پورته نيولي ولاړ دي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 36

وَجَعَلْنَا مِنْ بَیْنِ اَیْدِیْهِمْ سَدًّا وَّمِنْ خَلْفِهِمْ سَدًّا فَاَغْشَیْنٰهُمْ فَهُمْ لَا یُبْصِرُوْنَ ۟

او د هغوى مخې ته مو هم دېوال جوړ كړى او تر شايې هم دېوال او پرده مو پر (سترګو يې) اچولې نو (اوس) هغوى څه نه ويني. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 36

وَسَوَآءٌ عَلَیْهِمْ ءَاَنْذَرْتَهُمْ اَمْ لَمْ تُنْذِرْهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟

او پر دوى برابره ده که ته هغوى ووېروې او كه يې ونه وېروې، په هېڅ صورت هغوى ايمان نه راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 36

اِنَّمَا تُنْذِرُ مَنِ اتَّبَعَ الذِّكْرَ وَخَشِیَ الرَّحْمٰنَ بِالْغَیْبِ ۚ— فَبَشِّرْهُ بِمَغْفِرَةٍ وَّاَجْرٍ كَرِیْمٍ ۟

بیشکه ته هغه څوك ډارولاى شې چې په دې نصيحت پسې روان وي او په غيبو له رحمانه ويريږي، نو همغه ته د بخښنې او پتمن اجر زېرى وركړه. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 36

اِنَّا نَحْنُ نُحْیِ الْمَوْتٰی وَنَكْتُبُ مَا قَدَّمُوْا وَاٰثَارَهُمْ ؔؕ— وَكُلَّ شَیْءٍ اَحْصَیْنٰهُ فِیْۤ اِمَامٍ مُّبِیْنٍ ۟۠

بېشكه همدا موږ مړي راژوندي كوو او هغه څه (عملونه) ليكو چې وړاندې يې لېږلي او چې وروسته يې پاتې دي او دا هر څه مو په يو څرګند كتاب كې شمېرلي دي. info
التفاسير: