Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu mu rurimi rw'igipashto - Byakosowe n'ikigo Rowad Translation Center.

numero y'urupapuro:close

external-link copy
84 : 3

قُلْ اٰمَنَّا بِاللّٰهِ وَمَاۤ اُنْزِلَ عَلَیْنَا وَمَاۤ اُنْزِلَ عَلٰۤی اِبْرٰهِیْمَ وَاِسْمٰعِیْلَ وَاِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ وَالْاَسْبَاطِ وَمَاۤ اُوْتِیَ مُوْسٰی وَعِیْسٰی وَالنَّبِیُّوْنَ مِنْ رَّبِّهِمْ ۪— لَا نُفَرِّقُ بَیْنَ اَحَدٍ مِّنْهُمْ ؗ— وَنَحْنُ لَهٗ مُسْلِمُوْنَ ۟

وايه موږ خو په الله ايمان راوړى او په هغه چې پرموږ نازل شوي او پر ابراهيم، اسماعيل، اسحاق، يعقوب او پر اولاده يې نازل شوي او هغه چې موسى، عيسى او نورو نبيانو ته يې د خپل رب له خوا وركړل شوي د دوى ترمنځ يوه كې هم فرق نه كوو او موږ همده ته غاړه اېښودونكي يو. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 3

وَمَنْ یَّبْتَغِ غَیْرَ الْاِسْلَامِ دِیْنًا فَلَنْ یُّقْبَلَ مِنْهُ ۚ— وَهُوَ فِی الْاٰخِرَةِ مِنَ الْخٰسِرِیْنَ ۟

او هر څوك چې له اسلامه پرته بل دين لټوي نو هيڅكله به ترې قبول نه شي او هغه به په اّخرت كې له تاوانيانو وي. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 3

كَیْفَ یَهْدِی اللّٰهُ قَوْمًا كَفَرُوْا بَعْدَ اِیْمَانِهِمْ وَشَهِدُوْۤا اَنَّ الرَّسُوْلَ حَقٌّ وَّجَآءَهُمُ الْبَیِّنٰتُ ؕ— وَاللّٰهُ لَا یَهْدِی الْقَوْمَ الظّٰلِمِیْنَ ۟

الله به څنګه هغه قوم ته هدايت وكړي چې له خپل ايمانه وروسته كافران شي حال دا چې دوى (په خپله) شاهدي وركړې چې دا رسول حق دى او څرګندې نښې هم ورته راغلي او الله داسې ظالم قوم ته هدايت نه كوي. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 3

اُولٰٓىِٕكَ جَزَآؤُهُمْ اَنَّ عَلَیْهِمْ لَعْنَةَ اللّٰهِ وَالْمَلٰٓىِٕكَةِ وَالنَّاسِ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

د دوی بدله دا ده چې پر دوی د الله، پرښتو او ټولو خلکو لعنت دى. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 3

خٰلِدِیْنَ فِیْهَا ۚ— لَا یُخَفَّفُ عَنْهُمُ الْعَذَابُ وَلَا هُمْ یُنْظَرُوْنَ ۟ۙ

تلپاتې به وي په هغه كې، چې نه به ترې عذاب سپك شي او نه به مهلت وركړل شي. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 3

اِلَّا الَّذِیْنَ تَابُوْا مِنْ بَعْدِ ذٰلِكَ وَاَصْلَحُوْا ۫— فَاِنَّ اللّٰهَ غَفُوْرٌ رَّحِیْمٌ ۟

پرته له هغو چې له دې وروسته یې توبه وویسته او سم شول، نو بېشکه بیا الله بخښونکی مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 3

اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا بَعْدَ اِیْمَانِهِمْ ثُمَّ ازْدَادُوْا كُفْرًا لَّنْ تُقْبَلَ تَوْبَتُهُمْ ۚ— وَاُولٰٓىِٕكَ هُمُ الضَّآلُّوْنَ ۟

بېشكه هغوى چې وروسته له خپل ايمانه كافران شول بیا یې په كفر كې (ښه) زياتوالى وكړ، نو هيڅكله به يې توبه قبوله نه شي، او همدا دوى بې لارې دي. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 3

اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَمَاتُوْا وَهُمْ كُفَّارٌ فَلَنْ یُّقْبَلَ مِنْ اَحَدِهِمْ مِّلْءُ الْاَرْضِ ذَهَبًا وَّلَوِ افْتَدٰی بِهٖ ؕ— اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ عَذَابٌ اَلِیْمٌۙ— وَّمَا لَهُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ ۟۠

بېشكه هغوى چې كافران شول او د كفر په حال کې مړه شول، نو هيڅكله به د دوى له يوه هم د ځمكې په ډكوالي سره زر، ونه منل شي كه هغه فديه وركوي، دې خلكو ته درد ناك عذاب دى او هيڅ مرستندوى يې نشته. info
التفاسير: