Ibisobanuro bya qoran ntagatifu - Ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu mu rurimi rw'igipashto, bikaba ari incamacye y'ibisobanuro bya Qur'an Ntagatifu.

numero y'urupapuro:close

external-link copy
31 : 33

وَمَنْ یَّقْنُتْ مِنْكُنَّ لِلّٰهِ وَرَسُوْلِهٖ وَتَعْمَلْ صَالِحًا نُّؤْتِهَاۤ اَجْرَهَا مَرَّتَیْنِ ۙ— وَاَعْتَدْنَا لَهَا رِزْقًا كَرِیْمًا ۟

او له تاسو ( د نبي له مېرمنو) چې څوک د الله او د هغه د رسول پر پيروۍ پاتې کيږي، د الله د خوښې نېک عمل کوي، له ټولو نورو ښځو پرته به دوه برابره بدله ورکړو، او په آخرت کې مو د هغې لپاره لويه بدله چمتو کړې چې هغه جنت دی. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 33

یٰنِسَآءَ النَّبِیِّ لَسْتُنَّ كَاَحَدٍ مِّنَ النِّسَآءِ اِنِ اتَّقَیْتُنَّ فَلَا تَخْضَعْنَ بِالْقَوْلِ فَیَطْمَعَ الَّذِیْ فِیْ قَلْبِهٖ مَرَضٌ وَّقُلْنَ قَوْلًا مَّعْرُوْفًا ۟ۚ

اې د نبي محمد صلی الله عليه وسلم مېرمنو! تاسو په فضل او شرف کې د نورو ښځو غوندې نه ياست، بلکې تاسو په فضل او شرف کې داسې مرتبه لرئ چې له تاسو پرته نورې نه شي ورته رسېدلای که چېرې تاسو د الله امرونه ومنئ او له نواهيوو يې ډډه وکړئ، نو کله چې له پرديو سړيو سره خبرې کوئ هيڅکله مو وينا او آواز مه نرموئ، چې له دې امله به د هغه چا تمه پيداشي چې په زړه کې يې د نفاق او ناروا شهوت ناروغي وي، نو له شک پيداکولو لېرې وينا کوئ داسې چې د اړتيا تر بريده جدي وي او بې ځايه نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 33

وَقَرْنَ فِیْ بُیُوْتِكُنَّ وَلَا تَبَرَّجْنَ تَبَرُّجَ الْجَاهِلِیَّةِ الْاُوْلٰی وَاَقِمْنَ الصَّلٰوةَ وَاٰتِیْنَ الزَّكٰوةَ وَاَطِعْنَ اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ ؕ— اِنَّمَا یُرِیْدُ اللّٰهُ لِیُذْهِبَ عَنْكُمُ الرِّجْسَ اَهْلَ الْبَیْتِ وَیُطَهِّرَكُمْ تَطْهِیْرًا ۟ۚ

او په کورونو کې مو اوسئ، له اړتيا پرته مه ترې وځئ، خپلې ښکلاوې مو مه ښکاره کوئ، لکه څنګه چې له اسلام مخکې د ښځو کار و، چې هغوی دا د سړيو د میلان جلبولو د پاره ښکاره کولو، او په بشپړ ډول لمونځ کوئ، او د خپلو مالونو زکات ورکوئ، د الله او د هغه د رسول پيروي کوئ، بېشکه الله پاک غواړي ای د الله د رسول مېرمنو او د هغه د کورنۍ خلکو چې له تاسو بد او ناوړه لرې کړي، او غواړي چې ستاسو نفسونه د ښو خوينو په فضيلتونو سره په ښايسته کولو او له بدو څخه يې په خالي کولو سره په بشبړ ډول پاک کړي، چې له هغه وروسته هيڅ خيری پاتې نه شي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 33

وَاذْكُرْنَ مَا یُتْلٰی فِیْ بُیُوْتِكُنَّ مِنْ اٰیٰتِ اللّٰهِ وَالْحِكْمَةِ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ لَطِیْفًا خَبِیْرًا ۟۠

او ستاسو په کورونو کې د الله پر رسول نازل کړل شوي آيتونه او د هغه د رسول پاک سنت په ياد کړئ، بېشکه الله پر تاسو ډېر مهربان دی چې تاسو يې د خپل نبي په کور کې ګرځولې ياست، ښه باخبر دی چې تاسو يې د خپل رسول لپاره مېرمنې غوره کړې ياست، او د هغه د امت د ټولو مؤمنانو ميندې يې جوړې کړې ياست. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 33

اِنَّ الْمُسْلِمِیْنَ وَالْمُسْلِمٰتِ وَالْمُؤْمِنِیْنَ وَالْمُؤْمِنٰتِ وَالْقٰنِتِیْنَ وَالْقٰنِتٰتِ وَالصّٰدِقِیْنَ وَالصّٰدِقٰتِ وَالصّٰبِرِیْنَ وَالصّٰبِرٰتِ وَالْخٰشِعِیْنَ وَالْخٰشِعٰتِ وَالْمُتَصَدِّقِیْنَ وَالْمُتَصَدِّقٰتِ وَالصَّآىِٕمِیْنَ وَالصّٰٓىِٕمٰتِ وَالْحٰفِظِیْنَ فُرُوْجَهُمْ وَالْحٰفِظٰتِ وَالذّٰكِرِیْنَ اللّٰهَ كَثِیْرًا وَّالذّٰكِرٰتِ ۙ— اَعَدَّ اللّٰهُ لَهُمْ مَّغْفِرَةً وَّاَجْرًا عَظِیْمًا ۟

پرته له شکه الله عاجزي کوونکي نارينه او عاجزي کوونکې ښځينه، د الله رېښتيني بلونکي نارينه او رېښتينې بلونکې ښځينه، الله لره غاړه اېښودونکي نارينه او غاړه اېښودونکې ښځينه، په خپل ايمان او وينا کې رېښتيني نارينه او رېښتينې ښځينه، پر طاعاتو، له ګناهونو او پر ستونزو صبر کوونکي نارينه او صبر کوونکې ښځينه، په فرض او نفلو کې د خپلو مالونو صدقه کوونکي نارينه او صدقه کوونکې ښځينه، د الله لپاره فرض او نفل روژه نيوونکي نارينه او روژه نيوونکې ښځينه، د خپلو شرم ځايونو ساتونکي نارينه او د خپلو شرم ځايونو ساتونکې ښځينه چې د هغه په وړاندې يې له لوڅولو پټوي چې کتل يې ورته روا نه وي، همدارنګه د زنا له ناروا او د هغې له مقدمو يې لېرې ساتي، او په زړونو او ژپو په پټه او ښکاره د الله ډېر يادوونکي نارينه او ډېرې يادوونکې ښځينه چې دي الله د هغوی لپاره له ګناهونو يې بخښنه چمتو کړې ده او د قيامت په ورځ يې لویه بدله ورته چمتو کړې چې هغه جنت دی.
info
التفاسير:
Inyungu dukura muri ayat kuri Uru rupapuro:
• من توجيهات القرآن للمرأة المسلمة: النهي عن الخضوع بالقول، والأمر بالمكث في البيوت إلا لحاجة، والنهي عن التبرج.
د مسلمانې ښخې لپاره د قرآن له لارښوونو څخه: په وينا کې له نرمښت ډډه کول، له اړتيا پرته په کورونو کې د پاتې کېدو امر او له لوڅوالي څخه منع کول دي. info

• فضل أهل بيت رسول الله صلى الله عليه وسلم، وأزواجُه من أهل بيته.
د رسول الله صلی الله عليه وسلم د کورنۍ غوره والی او دا چې مېرمنې يې د هغه له کورنۍ څخه شمېرل کيږي. info

• مبدأ التساوي بين الرجال والنساء قائم في العمل والجزاء إلا ما استثناه الشرع لكل منهما.
د نارينه او ښځينه وو ترمنځ په عمل او بدله کې د برابرۍ بنسټ، مګر دا چې شريعت له هغوی هر يو په ځينو شيانو کې مستثنا کړی وي. info