Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - Tradução pashto - Abu Zakaria

external-link copy
23 : 3

اَلَمْ تَرَ اِلَی الَّذِیْنَ اُوْتُوْا نَصِیْبًا مِّنَ الْكِتٰبِ یُدْعَوْنَ اِلٰی كِتٰبِ اللّٰهِ لِیَحْكُمَ بَیْنَهُمْ ثُمَّ یَتَوَلّٰی فَرِیْقٌ مِّنْهُمْ وَهُمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟

3-23 ایا تا نه دي كتلي هغو كسانو ته چې هغوى ته له كتاب نه څه حصه (د علم) وركړى شوې ده، دوى كتاب ته رابللى شي، د دې لپاره چې (دا كتاب) د دوى په مینځ كې فیصله وكړي، بیا په دوى كې یوه ډله مخ اړوي او دوى (همېشه له حق نه) مخ ګرځوونكي دي info
التفاسير: