Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - Tradução pashto - Abu Zakaria

Número de página:close

external-link copy
56 : 25

وَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ اِلَّا مُبَشِّرًا وَّنَذِیْرًا ۟

25-56 او ته مونږ نه يې لېږلى مګر زېرى وركوونكى او وېروونكى info
التفاسير:

external-link copy
57 : 25

قُلْ مَاۤ اَسْـَٔلُكُمْ عَلَیْهِ مِنْ اَجْرٍ اِلَّا مَنْ شَآءَ اَنْ یَّتَّخِذَ اِلٰی رَبِّهٖ سَبِیْلًا ۟

25-57 ته (دوى ته)ووایه: زه له تاسو نه په دې (تبلیغ) باندې هېڅ مزدوري (اجرت) نه غواړم خو (غواړم ایمان راوړل د) هغه كس چې غواړي چې د خپل رب په طرف لار ونیسي info
التفاسير:

external-link copy
58 : 25

وَتَوَكَّلْ عَلَی الْحَیِّ الَّذِیْ لَا یَمُوْتُ وَسَبِّحْ بِحَمْدِهٖ ؕ— وَكَفٰی بِهٖ بِذُنُوْبِ عِبَادِهٖ خَبِیْرَا ۟

25-58 او ته توكل وكړه په هغه تل ژوندي ذات چې نه مري او ته د هغه له ستاينې سره تسبیح بیانوه او هم الله د خپلو بنده ګانو په ګناهونو ښه كافي خبردار دى info
التفاسير:

external-link copy
59 : 25

١لَّذِیْ خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا فِیْ سِتَّةِ اَیَّامٍ ثُمَّ اسْتَوٰی عَلَی الْعَرْشِ ۛۚ— اَلرَّحْمٰنُ فَسْـَٔلْ بِهٖ خَبِیْرًا ۟

25-59 هغه (الله) چې اسمانونه او ځمكه، او هغه څه چې د دواړو په مینځ كې دي، په شپږو ورځو كې پیدا كړي دي، بیا په عرش باندې برقرار شو، (دغه) رحمن دى، نو ته د ده په باره كې له ښه خبردار نه تپوس وكړه info
التفاسير:

external-link copy
60 : 25

وَاِذَا قِیْلَ لَهُمُ اسْجُدُوْا لِلرَّحْمٰنِ ۚ— قَالُوْا وَمَا الرَّحْمٰنُ ۗ— اَنَسْجُدُ لِمَا تَاْمُرُنَا وَزَادَهُمْ نُفُوْرًا ۟

25-60 او كله چې دوى ته وویل شي: تاسو رحمٰن ته سجده وكړئ، دوى وايي: رحمن څه شى دى؟ ایا مونږ به هغه څه ته سجده كوو چې ته يې مونږ ته حكم راكوې او دا (رحمٰن ته د سجده كولو حكم) دوى ته منډه تېښته ورزیاته كړي info
التفاسير:

external-link copy
61 : 25

تَبٰرَكَ الَّذِیْ جَعَلَ فِی السَّمَآءِ بُرُوْجًا وَّجَعَلَ فِیْهَا سِرٰجًا وَّقَمَرًا مُّنِیْرًا ۟

25-61 ډېر بركتناك دى هغه ذات چې په اسمان كې يې برجونه پیدا كړي دي او په ده كې يې چراغ (لمر) او رڼا كوونكې سپوږمۍ پیدا كړې ده info
التفاسير:

external-link copy
62 : 25

وَهُوَ الَّذِیْ جَعَلَ الَّیْلَ وَالنَّهَارَ خِلْفَةً لِّمَنْ اَرَادَ اَنْ یَّذَّكَّرَ اَوْ اَرَادَ شُكُوْرًا ۟

25-62 او دى هماغه ذات دى چې شپه او ورځ يې یو له بل پسې راتلونكې پیدا كړي دي، د هغه چا لپاره چې اراده لري چې نصیحت واخلي یا غواړي چې شكر وباسي info
التفاسير:

external-link copy
63 : 25

وَعِبَادُ الرَّحْمٰنِ الَّذِیْنَ یَمْشُوْنَ عَلَی الْاَرْضِ هَوْنًا وَّاِذَا خَاطَبَهُمُ الْجٰهِلُوْنَ قَالُوْا سَلٰمًا ۟

25-63 او د رحمن بنده ګان هغه دي چې په ځمكه ورو ګرځي او كله چې له دوى سره جاهلان خطاب (خبره) كوي (نو) دوى سالمه (درسته) خبره كوي info
التفاسير:

external-link copy
64 : 25

وَالَّذِیْنَ یَبِیْتُوْنَ لِرَبِّهِمْ سُجَّدًا وَّقِیَامًا ۟

25-64 او هغه كسان دي چې خپل رب ته شپه تېروي، په داسې حال كې چې سجده كوونكي او قیام كوونكي وي info
التفاسير:

external-link copy
65 : 25

وَالَّذِیْنَ یَقُوْلُوْنَ رَبَّنَا اصْرِفْ عَنَّا عَذَابَ جَهَنَّمَ ۖۗ— اِنَّ عَذَابَهَا كَانَ غَرَامًا ۟ۗۖ

25-65 او هغه كسان دي چې وايي: اى زمونږ ربه! ته زمونږ نه د جهنم عذاب وګرځوه، بېشكه د هغه عذاب همېشه لازمېدونكى دى info
التفاسير:

external-link copy
66 : 25

اِنَّهَا سَآءَتْ مُسْتَقَرًّا وَّمُقَامًا ۟

25-66 بېشكه دا (جهنم) د قرار او استوګنې په لحاظ بد ځاى دى info
التفاسير:

external-link copy
67 : 25

وَالَّذِیْنَ اِذَاۤ اَنْفَقُوْا لَمْ یُسْرِفُوْا وَلَمْ یَقْتُرُوْا وَكَانَ بَیْنَ ذٰلِكَ قَوَامًا ۟

25-67 او هغه كسان دي چې كله انفاق كوي (مال لګوي نو) اسراف نه كوي او بخل هم نه كوي او د دغو (دواړو حالتونو) په مینځ كې میانه حاله وي info
التفاسير: