Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - Tradução pashto - Sarfaraz

Número de página: 378:377 close

external-link copy
23 : 27

اِنِّیْ وَجَدْتُّ امْرَاَةً تَمْلِكُهُمْ وَاُوْتِیَتْ مِنْ كُلِّ شَیْءٍ وَّلَهَا عَرْشٌ عَظِیْمٌ ۟

ما ولیده چې د ښار واکمنه یوه ښځه ده چې هر څه ښه پوره ورکړای شوي او د خورا لوی تخت څښتنه ده. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 27

وَجَدْتُّهَا وَقَوْمَهَا یَسْجُدُوْنَ لِلشَّمْسِ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَزَیَّنَ لَهُمُ الشَّیْطٰنُ اَعْمَالَهُمْ فَصَدَّهُمْ عَنِ السَّبِیْلِ فَهُمْ لَا یَهْتَدُوْنَ ۟ۙ

ما ولیده چې هغه او قوم يي پرته له الله نه لمر ته سجده کوي او شیطان يي کړنې ورته ښایسته کړي، او له سمې لارې يي اړولي دي نو ځکه لار نه مومي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 27

اَلَّا یَسْجُدُوْا لِلّٰهِ الَّذِیْ یُخْرِجُ الْخَبْءَ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَیَعْلَمُ مَا تُخْفُوْنَ وَمَا تُعْلِنُوْنَ ۟

هغه الله ته سجده نه کوي چې د اسمانونو او ځمکې پټ څیزونه راوباسي او په هغه څه ډیر ښه پوهیږي چې تاسې يې پټوئ، او یا يي ښکاره کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 27

اَللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا هُوَ رَبُّ الْعَرْشِ الْعَظِیْمِ ۟

الله یو دی بل معبود ورسره نشته، د لوی عرش څښتن دی. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 27

قَالَ سَنَنْظُرُ اَصَدَقْتَ اَمْ كُنْتَ مِنَ الْكٰذِبِیْنَ ۟

سلیمان وویل: اوس به مونږ وګورو چې تا رښتیا ویلي او که له درواغجنو څخه يې؟ info
التفاسير:

external-link copy
28 : 27

اِذْهَبْ بِّكِتٰبِیْ هٰذَا فَاَلْقِهْ اِلَیْهِمْ ثُمَّ تَوَلَّ عَنْهُمْ فَانْظُرْ مَاذَا یَرْجِعُوْنَ ۟

زما دا لیک یوسه! هغوی ته يي وروغورځوه! بیا ترې په څنګ، او وګوره چې د هغوی غبرګون څه دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
29 : 27

قَالَتْ یٰۤاَیُّهَا الْمَلَؤُا اِنِّیْۤ اُلْقِیَ اِلَیَّ كِتٰبٌ كَرِیْمٌ ۟

ملکې وویل: ای د قوم مشرانو! ما ته یو مهم او پیاوړی لیک راغورځول شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 27

اِنَّهٗ مِنْ سُلَیْمٰنَ وَاِنَّهٗ بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِیْمِ ۟ۙ

هغه د سلیمان له لورې دی او لیکلې يي دي چې: بسم الله الرحمن الرحیم. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 27

اَلَّا تَعْلُوْا عَلَیَّ وَاْتُوْنِیْ مُسْلِمِیْنَ ۟۠

پر ما ځانونه لوړ مه ګڼئ او غاړه راته کیږدئ. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 27

قَالَتْ یٰۤاَیُّهَا الْمَلَؤُا اَفْتُوْنِیْ فِیْۤ اَمْرِیْ ۚ— مَا كُنْتُ قَاطِعَةً اَمْرًا حَتّٰی تَشْهَدُوْنِ ۟

ملکې وویل: ای د قوم مشرانو! په دې هلکه ما ته مشوره راکړئ ـ زه له تاسې پرته هیڅ پریکړه نه کوم. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 27

قَالُوْا نَحْنُ اُولُوْا قُوَّةٍ وَّاُولُوْا بَاْسٍ شَدِیْدٍ ۙ۬— وَّالْاَمْرُ اِلَیْكِ فَانْظُرِیْ مَاذَا تَاْمُرِیْنَ ۟

هغوی ځواب ورکړ: مونږ د زور او تورې خلک یو، واک ستاسې په لاس کې دی، وګوره چې مونږ ته څه امر کوې. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 27

قَالَتْ اِنَّ الْمُلُوْكَ اِذَا دَخَلُوْا قَرْیَةً اَفْسَدُوْهَا وَجَعَلُوْۤا اَعِزَّةَ اَهْلِهَاۤ اَذِلَّةً ۚ— وَكَذٰلِكَ یَفْعَلُوْنَ ۟

ملکې وویل: پاچایان چې کله هم په زور کلي ته ننوځي، نو ورانوي ي او عزتمن خلک يي سپکوي. هو! همدا يي کړنه وي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 27

وَاِنِّیْ مُرْسِلَةٌ اِلَیْهِمْ بِهَدِیَّةٍ فَنٰظِرَةٌ بِمَ یَرْجِعُ الْمُرْسَلُوْنَ ۟

او زه اوس هغوی ته هدیه لیږم ګورم چې زما استازي يي څه ځواب راوړي. info
التفاسير: