Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - Tradução pashto - Sarfaraz

Número de página:close

external-link copy
184 : 26

وَاتَّقُوا الَّذِیْ خَلَقَكُمْ وَالْجِبِلَّةَ الْاَوَّلِیْنَ ۟ؕ

له هغه ذات نه وډار شئ چې تاسې او پخواني ټول خلک يې بیدا کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
185 : 26

قَالُوْۤا اِنَّمَاۤ اَنْتَ مِنَ الْمُسَحَّرِیْنَ ۟ۙ

هغوی وویل: ته کوډ لاندې کړی يې. info
التفاسير:

external-link copy
186 : 26

وَمَاۤ اَنْتَ اِلَّا بَشَرٌ مِّثْلُنَا وَاِنْ نَّظُنُّكَ لَمِنَ الْكٰذِبِیْنَ ۟ۚ

ته پرته له دې چې زمونږ په شان یو انسان يې بل څه نه يې او مونږ پر تا د درواغجنو ګمان کوو. info
التفاسير:

external-link copy
187 : 26

فَاَسْقِطْ عَلَیْنَا كِسَفًا مِّنَ السَّمَآءِ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟ؕ

که ته رښتینی يي نو پر مونږ له اسمان څخه کومه ټوټه راوغورځوه!. info
التفاسير:

external-link copy
188 : 26

قَالَ رَبِّیْۤ اَعْلَمُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ ۟

شعیب وویل: زما رب ستاسې پر کړنو ښه پوهیږي. info
التفاسير:

external-link copy
189 : 26

فَكَذَّبُوْهُ فَاَخَذَهُمْ عَذَابُ یَوْمِ الظُّلَّةِ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ عَذَابَ یَوْمٍ عَظِیْمٍ ۟

هغوی شعیب درواغجن وګاڼه نو هغه و چې د تیارې ورځې[۱۵] پرې راغی. په رښتیا چې هغه د یوی لوی ورځې عذاب و. info

[۱۵] له عبدالله بن عمر (رض) نه روایت دی (۷) ورځې پرې سخته ګرمي راغله. بیا وريځ راښکاره شوه د کلي یو سړی د وریځي په لور ولاړ او په سیورې کې يي له ګرمۍ څخه ځان وژغورلو، قوم يې خبر شو ورغلل، او له وریځې لاندې کیناستل، الله پاک پرې اور راښکته او ټول يي وسوزول( تفسیر ابن کثیر).

التفاسير:

external-link copy
190 : 26

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً ؕ— وَمَا كَانَ اَكْثَرُهُمْ مُّؤْمِنِیْنَ ۟

په دې کې د عبرت یو نښه وه خو د دوی ډیر خلک ایمان راوړوونکي نه وو. info
التفاسير:

external-link copy
191 : 26

وَاِنَّ رَبَّكَ لَهُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

او بې له شکه چې ستا رب خامخا برلاسی مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
192 : 26

وَاِنَّهٗ لَتَنْزِیْلُ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟ؕ

او بې له شکه دا قران رب العالمین نازل کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
193 : 26

نَزَلَ بِهِ الرُّوْحُ الْاَمِیْنُ ۟ۙ

یوې امانت ګرې ساه راوړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
194 : 26

عَلٰی قَلْبِكَ لِتَكُوْنَ مِنَ الْمُنْذِرِیْنَ ۟ۙ

ستا زړه ته، تر څو ته له ډاروونکو شې. info
التفاسير:

external-link copy
195 : 26

بِلِسَانٍ عَرَبِیٍّ مُّبِیْنٍ ۟ؕ

په روښانه عربي ژبه. info
التفاسير:

external-link copy
196 : 26

وَاِنَّهٗ لَفِیْ زُبُرِ الْاَوَّلِیْنَ ۟

او همدغه د مخکینیو خلکو په کتابونو کې هم شته. info
التفاسير:

external-link copy
197 : 26

اَوَلَمْ یَكُنْ لَّهُمْ اٰیَةً اَنْ یَّعْلَمَهٗ عُلَمٰٓؤُا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ ۟ؕ

ایا دا خبره ورته لویه نښه نه ده چې د بنې اسرائیلو علماء پرې پوهیږي؟ info
التفاسير:

external-link copy
198 : 26

وَلَوْ نَزَّلْنٰهُ عَلٰی بَعْضِ الْاَعْجَمِیْنَ ۟ۙ

بالفرض که مونږ په ځینو عجمي خلکو نازل کړای وای. info
التفاسير:

external-link copy
199 : 26

فَقَرَاَهٗ عَلَیْهِمْ مَّا كَانُوْا بِهٖ مُؤْمِنِیْنَ ۟ؕ

او هغه پر دوی لوستلی وای بیا به هم پرې ایمان نه وای راوړی. info
التفاسير:

external-link copy
200 : 26

كَذٰلِكَ سَلَكْنٰهُ فِیْ قُلُوْبِ الْمُجْرِمِیْنَ ۟ؕ

په همدې توګه مونږ د قران دښمني د مجرمانو په زړونو کې ورننویستلې ده. info
التفاسير:

external-link copy
201 : 26

لَا یُؤْمِنُوْنَ بِهٖ حَتّٰی یَرَوُا الْعَذَابَ الْاَلِیْمَ ۟ۙ

چې د دردناک عذاب تر لیدلو پرې ایمان نه راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
202 : 26

فَیَاْتِیَهُمْ بَغْتَةً وَّهُمْ لَا یَشْعُرُوْنَ ۟ۙ

نو چې ناببره په ناخبرۍ کې پرې عذاب راشي. info
التفاسير:

external-link copy
203 : 26

فَیَقُوْلُوْا هَلْ نَحْنُ مُنْظَرُوْنَ ۟ؕ

بیا به وايې ایا مونږ ته به لږ ونه کتل شي؟ info
التفاسير:

external-link copy
204 : 26

اَفَبِعَذَابِنَا یَسْتَعْجِلُوْنَ ۟

ایا هغوی زمونږ په عذاب تلوار کوي؟ info
التفاسير:

external-link copy
205 : 26

اَفَرَءَیْتَ اِنْ مَّتَّعْنٰهُمْ سِنِیْنَ ۟ۙ

ایا ته پوهیږې: که مونږ هغوی ته کلون کلونه وخت ورکړو؟ info
التفاسير:

external-link copy
206 : 26

ثُمَّ جَآءَهُمْ مَّا كَانُوْا یُوْعَدُوْنَ ۟ۙ

او بیا ورته وعده کړی شوی عذاب راشي؟ info
التفاسير: