Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - Tradução pashto - Sarfaraz

external-link copy
26 : 2

اِنَّ اللّٰهَ لَا یَسْتَحْیٖۤ اَنْ یَّضْرِبَ مَثَلًا مَّا بَعُوْضَةً فَمَا فَوْقَهَا ؕ— فَاَمَّا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا فَیَعْلَمُوْنَ اَنَّهُ الْحَقُّ مِنْ رَّبِّهِمْ ۚ— وَاَمَّا الَّذِیْنَ كَفَرُوْا فَیَقُوْلُوْنَ مَاذَاۤ اَرَادَ اللّٰهُ بِهٰذَا مَثَلًا ۘ— یُضِلُّ بِهٖ كَثِیْرًا وَّیَهْدِیْ بِهٖ كَثِیْرًا ؕ— وَمَا یُضِلُّ بِهٖۤ اِلَّا الْفٰسِقِیْنَ ۟ۙ

الله پاک له دې خبرې څخه شرم نه کوي چې د کومې خبرې د بیانولو لپاره د ماشي او یا له ماشي څخه هم د کوم کوچني څیز مثال راوړي ـ نو مؤمنان پوهیږي چې دا مثال د الله جل جلاله له لورې رښتینی مثال دی او کافران وايي: له دې مثالونو سره د الله څه کار دی؟ الله پاک په همدی یوه کار ډیر خلک بې لیارې کوي او ډيرو نورو ته لیار ښايې. بې لیاري( او ګمراهي) یواې د فاسقانو په برخه ده. info
التفاسير: