Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - Tradução pashto - Centro Rowad

Número de página:close

external-link copy
87 : 17

اِلَّا رَحْمَةً مِّنْ رَّبِّكَ ؕ— اِنَّ فَضْلَهٗ كَانَ عَلَیْكَ كَبِیْرًا ۟

خو ستا د رب رحمت دى، يقيناً پر تا د هغه ستره پېرزوينه ده. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 17

قُلْ لَّىِٕنِ اجْتَمَعَتِ الْاِنْسُ وَالْجِنُّ عَلٰۤی اَنْ یَّاْتُوْا بِمِثْلِ هٰذَا الْقُرْاٰنِ لَا یَاْتُوْنَ بِمِثْلِهٖ وَلَوْ كَانَ بَعْضُهُمْ لِبَعْضٍ ظَهِیْرًا ۟

ورته ووايه كه دا ګرد انسانان او پېريان په دې راغونډ شي چې د دې قرآن مثال راوړي، نو را به يې نه وړي كه څه هم يو د بل مرستيالان هم شي. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 17

وَلَقَدْ صَرَّفْنَا لِلنَّاسِ فِیْ هٰذَا الْقُرْاٰنِ مِنْ كُلِّ مَثَلٍ ؗ— فَاَبٰۤی اَكْثَرُ النَّاسِ اِلَّا كُفُوْرًا ۟

او حقيقتاً موږ په دې قرآن كې خلكو ته هر ډول مثال بيان كړ، خو زياترو خلكو پرته له انكاره (او ناشكرۍ) بل څه ونه منل. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 17

وَقَالُوْا لَنْ نُّؤْمِنَ لَكَ حَتّٰی تَفْجُرَ لَنَا مِنَ الْاَرْضِ یَنْۢبُوْعًا ۟ۙ

او ويې ويل: تر هغو به دې ونه منو چې له دې ځمكې دې يوه چينه راته بهولې نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 17

اَوْ تَكُوْنَ لَكَ جَنَّةٌ مِّنْ نَّخِیْلٍ وَّعِنَبٍ فَتُفَجِّرَ الْاَنْهٰرَ خِلٰلَهَا تَفْجِیْرًا ۟ۙ

يا ستا لپاره د كجورو او انګورو يو باغ وي چې په منځ كې يې بهېدلې ويالې روانې كړې. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 17

اَوْ تُسْقِطَ السَّمَآءَ كَمَا زَعَمْتَ عَلَیْنَا كِسَفًا اَوْ تَاْتِیَ بِاللّٰهِ وَالْمَلٰٓىِٕكَةِ قَبِیْلًا ۟ۙ

يا ته پر موږ اسمان ټوټه ټوټه راوغورځوې لكه چې دعوه كوې، يا الله او پرښتې موږ ته مخامخ راولې. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 17

اَوْ یَكُوْنَ لَكَ بَیْتٌ مِّنْ زُخْرُفٍ اَوْ تَرْقٰی فِی السَّمَآءِ ؕ— وَلَنْ نُّؤْمِنَ لِرُقِیِّكَ حَتّٰی تُنَزِّلَ عَلَیْنَا كِتٰبًا نَّقْرَؤُهٗ ؕ— قُلْ سُبْحَانَ رَبِّیْ هَلْ كُنْتُ اِلَّا بَشَرًا رَّسُوْلًا ۟۠

يا ستا لپاره د سرو زرو يو كور وي، يا ته اسمان ته وخېژې، او لا په ختلو دې هم باور نه كوو، څو چې يو داسې كتاب موږ ته را نازل نه كړې چې موږ یې ولولو! ورته ووايه: زما رب لره پاكي ده، آيا زه له يو رالېږل شوي انسان پرته بل څه يم؟! info
التفاسير:

external-link copy
94 : 17

وَمَا مَنَعَ النَّاسَ اَنْ یُّؤْمِنُوْۤا اِذْ جَآءَهُمُ الْهُدٰۤی اِلَّاۤ اَنْ قَالُوْۤا اَبَعَثَ اللّٰهُ بَشَرًا رَّسُوْلًا ۟

او كله چې دغو خلكو ته هدايت راغى نو له ايمان راوړلو نه كوم بل شي ايسار نه كړل پرته له دې چې ويل به يې: آيا الله يو انسان د رسول په توګه رالېږلى؟ info
التفاسير:

external-link copy
95 : 17

قُلْ لَّوْ كَانَ فِی الْاَرْضِ مَلٰٓىِٕكَةٌ یَّمْشُوْنَ مُطْمَىِٕنِّیْنَ لَنَزَّلْنَا عَلَیْهِمْ مِّنَ السَّمَآءِ مَلَكًا رَّسُوْلًا ۟

ورته وايه: كه چېرې په ځمكه كې ملايكې ډاډه ګرځېداى راګرځېداى نو خامخا به مو پر هغوى له اسمانه كوم ملايک د رسول په توګه ور نازل كړى واى. info
التفاسير:

external-link copy
96 : 17

قُلْ كَفٰی بِاللّٰهِ شَهِیْدًا بَیْنِیْ وَبَیْنَكُمْ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ بِعِبَادِهٖ خَبِیْرًا بَصِیْرًا ۟

ورته ووايه: زما او ستاسو ترمنځ (يوازې) الله د شاهد په توګه بس دى، بې شكه هماغه پر خپلو بندګانو ښه باخبر ليدونكى دى. info
التفاسير: