Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - Tradução pashto - Centro Rowad

نحل

external-link copy
1 : 16

اَتٰۤی اَمْرُ اللّٰهِ فَلَا تَسْتَعْجِلُوْهُ ؕ— سُبْحٰنَهٗ وَتَعٰلٰی عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟

د الله فيصله راغله، اوس یې تلوار مه كوئ، هغه پاک دى او له هغه شرك نه پورته او لوړ دى چې دوی يې كوي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 16

یُنَزِّلُ الْمَلٰٓىِٕكَةَ بِالرُّوْحِ مِنْ اَمْرِهٖ عَلٰی مَنْ یَّشَآءُ مِنْ عِبَادِهٖۤ اَنْ اَنْذِرُوْۤا اَنَّهٗ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّاۤ اَنَا فَاتَّقُوْنِ ۟

له خپلو بندګانو چاته چې وغواړي، روح د ملايک په واسطه په خپل حكم پرې نازلوي چې (خلک) وپوهوئ، چې له ما پرته بل معبود نشته نو (يوازې) له ما ووېرېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 16

خَلَقَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ بِالْحَقِّ ؕ— تَعٰلٰی عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟

هغه اسمانونه او ځمكه په حقه پيدا كړيدي، له هغه شرک څخه ډېر پورته او لوړ دى چې دوى يې كوي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 16

خَلَقَ الْاِنْسَانَ مِنْ نُّطْفَةٍ فَاِذَا هُوَ خَصِیْمٌ مُّبِیْنٌ ۟

انسان یې له نطفې پېدا كړ، نو ترې یو څرګند جګړه مار جوړ شو. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 16

وَالْاَنْعَامَ خَلَقَهَا لَكُمْ فِیْهَا دِفْءٌ وَّمَنَافِعُ وَمِنْهَا تَاْكُلُوْنَ ۟

څاروي یې (هم) پېدا كړيدي، چې په هغو كې تاسي لپاره ګرم پوښاك او نورې ګټې هم شته، او له هغو څخه خوراک هم كوئ. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 16

وَلَكُمْ فِیْهَا جَمَالٌ حِیْنَ تُرِیْحُوْنَ وَحِیْنَ تَسْرَحُوْنَ ۪۟

په هغو كې تاسي لپاره ښكلا ده چې سهار يې د څرولو لپاره لېږئ او ماښام يې بېرته راولئ. info
التفاسير: