Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - Tradução pashto - Centro Rowad

Número de página: 215:208 close

external-link copy
62 : 10

اَلَاۤ اِنَّ اَوْلِیَآءَ اللّٰهِ لَا خَوْفٌ عَلَیْهِمْ وَلَا هُمْ یَحْزَنُوْنَ ۟ۚ

خبر شئ چې بې شکه د الله په دوستانو هېڅ قسم ویره نشته او نه به دوی غمجن شي. info
التفاسير:

external-link copy
63 : 10

الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَكَانُوْا یَتَّقُوْنَ ۟ؕ

هغه کسان دي چې ایمان لري او ځان ساتي (له ګناهونو او له الله نه ویریږي). info
التفاسير:

external-link copy
64 : 10

لَهُمُ الْبُشْرٰی فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا وَفِی الْاٰخِرَةِ ؕ— لَا تَبْدِیْلَ لِكَلِمٰتِ اللّٰهِ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟ؕ

د دنيا او آخرت دواړو په ژوندانه كې د هغو لپاره زيرى دى، د الله خبرې نه شي بدلېداى، همدا لوى برياليتوب دى. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 10

وَلَا یَحْزُنْكَ قَوْلُهُمْ ۘ— اِنَّ الْعِزَّةَ لِلّٰهِ جَمِیْعًا ؕ— هُوَ السَّمِیْعُ الْعَلِیْمُ ۟

اى پېغمبره! دا خلک چې په تا پورې كومې خبرې تړي هغه دې تا ونه ځوروي، عزت په تمامه معنا د الله په واك كې دى، هغه هر څه اوري او په هر څه پوهېږي. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 10

اَلَاۤ اِنَّ لِلّٰهِ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَمَنْ فِی الْاَرْضِ ؕ— وَمَا یَتَّبِعُ الَّذِیْنَ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ شُرَكَآءَ ؕ— اِنْ یَّتَّبِعُوْنَ اِلَّا الظَّنَّ وَاِنْ هُمْ اِلَّا یَخْرُصُوْنَ ۟

واورئ! هر هغه څوک چې په آسمانو كې دي او هغه چې په ځمكه كې دي، ټول د الله دي، او هغه كسان چې له الله پرته د نورو شريكانو متابعت كوي، هغوى پرته له ګومانه د بل څه متابعت نه كوي او بل څه نه صرف اټكلونه كوي. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 10

هُوَ الَّذِیْ جَعَلَ لَكُمُ الَّیْلَ لِتَسْكُنُوْا فِیْهِ وَالنَّهَارَ مُبْصِرًا ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یَّسْمَعُوْنَ ۟

هماغه الله دى چې تاسي لپاره يې شپه پيدا كړې ده چې په هغې كې ارام و كړئ او ورځ يې روښانه ګرځولې ده، په دې كې د هغو خلكو لپاره نښانې دي چې په خلاصو غوږونو (د پېغمبر صلی الله علیه وسلم بلنه) اوري. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 10

قَالُوا اتَّخَذَ اللّٰهُ وَلَدًا سُبْحٰنَهٗ ؕ— هُوَ الْغَنِیُّ ؕ— لَهٗ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَمَا فِی الْاَرْضِ ؕ— اِنْ عِنْدَكُمْ مِّنْ سُلْطٰنٍ بِهٰذَا ؕ— اَتَقُوْلُوْنَ عَلَی اللّٰهِ مَا لَا تَعْلَمُوْنَ ۟

كافرانو وويل چې الله څوک زوى نيولى دى، پاکې ده الله لره! هغه خو بې نيازه دى، په اسمانونو او ځمكه كې چې څه دي ټول د هغه ملكيت دى، له تاسي سره د دې وينا لپاره هېڅ دليل نشته، آيا تاسي د الله په باب هغه خبرې كوئ چې پرې نه پوهېږئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
69 : 10

قُلْ اِنَّ الَّذِیْنَ یَفْتَرُوْنَ عَلَی اللّٰهِ الْكَذِبَ لَا یُفْلِحُوْنَ ۟ؕ

ورته ووايه: يقيناً هغوى چې په الله پورې دروغ تړي هېڅکله نشي بریالي کېدلای. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 10

مَتَاعٌ فِی الدُّنْیَا ثُمَّ اِلَیْنَا مَرْجِعُهُمْ ثُمَّ نُذِیْقُهُمُ الْعَذَابَ الشَّدِیْدَ بِمَا كَانُوْا یَكْفُرُوْنَ ۟۠

په دنيا كې څه ګټه اخيستل (يې) دي، خو بيا يې موږ ته راتګ دى، بيا به سخت عذاب وروڅكو په دې چې دوى به كفر كولو. info
التفاسير: