Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - Tradução pashto de interpretação abreviada do Nobre Alcorão.

انسان

Dos propósitos do capítulo:
تذكير الإنسان بأصل خلقه، ومصيره، وبيان ما أعد الله في الجنة لأوليائه.
انسان ته يې اصل پيداښت او د ورتګ ځای ورپه يادول او د هغه څه بيان چې الله خپلو دوستانو ته په جنت کې چمتو کړي دي. info

external-link copy
1 : 76

هَلْ اَتٰی عَلَی الْاِنْسَانِ حِیْنٌ مِّنَ الدَّهْرِ لَمْ یَكُنْ شَیْـًٔا مَّذْكُوْرًا ۟

پرته له شکه پر انسان يوه اوږده موده داسې تېره شوه چې په هغې کې نشت و او هيڅ ياد يې نه و. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 76

اِنَّا خَلَقْنَا الْاِنْسَانَ مِنْ نُّطْفَةٍ اَمْشَاجٍ ۖۗ— نَّبْتَلِیْهِ فَجَعَلْنٰهُ سَمِیْعًا بَصِیْرًا ۟ۚ

پرته له شکه موږ انسان د نارينه له اوبو او ښځينه له اوبو څخه ګډې شوې نطفې څخه پيدا کړ، پر هغو مسؤوليتونو يې ازمويو چې پرې لازموو يې، نو بيا مو هغه اورېدونکی ليدونکی وګرځولو تر څو هغه څه تر سره کړي چې له شريعت څخه مو پر څه مکلف کړی دی. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 76

اِنَّا هَدَیْنٰهُ السَّبِیْلَ اِمَّا شَاكِرًا وَّاِمَّا كَفُوْرًا ۟

پرته له شکه موږ هغه لره د خپلو رسولانو پر ژبو د هدايت لار وښودله، چې پردې سره د هغه لپاره د لار ورکۍ لاره څرګنده شوه، نو له دې وروسته به هغه يا نېغه لار مومي، چې مؤمن بنده او الله لره به شکر اېستونکی وي، او يا به ترې لار ورکی شي، چې کافر بنده د الله له آيتونو به نټه کوونکی وي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 76

اِنَّاۤ اَعْتَدْنَا لِلْكٰفِرِیْنَ سَلٰسِلَاۡ وَاَغْلٰلًا وَّسَعِیْرًا ۟

پرته له شکه پر الله او د هغه پر رسولانو د کفر کوونکو لپاره موږ داسې ځنځیرونه چمتو کړي چې په اور کې به پرې کشکول کيږي، او داسې زندۍ چې په اور کې به پرې تړل کيږي، او لمبه وهونکی اور. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 76

اِنَّ الْاَبْرَارَ یَشْرَبُوْنَ مِنْ كَاْسٍ كَانَ مِزَاجُهَا كَافُوْرًا ۟ۚ

پرته له شکه الله لره پيروي کوونکي مؤمنان به د قيامت په ورځ د شرابو له داسې ډکو پيالو څخه څښاک کوي چې د خوش بويي لپاره به کافور ورسره ګډ کړل شوي وي. info
التفاسير:
Das notas do versículo nesta página:
• خطر حب الدنيا والإعراض عن الآخرة.
له دنيا سره د مينې او له آخرت څخه د مخ اړلو خطر. info

• ثبوت الاختيار للإنسان، وهذا من تكريم الله له.
د انسان لپاره د اختيار ثبوت، او دا د هغه لپاره د الله يو تکريم (درناوی) دی. info

• النظر لوجه الله الكريم من أعظم النعيم.
د الله کريم مخ ته کتل له لويو نعمتونو څخه دي. info

external-link copy
6 : 76

عَیْنًا یَّشْرَبُ بِهَا عِبَادُ اللّٰهِ یُفَجِّرُوْنَهَا تَفْجِیْرًا ۟

دغه څښاک د پيروۍ کوونکو لپاره چمتو کړل شوی دی چې هغه يوه داسې چينه ده چې آسانه ترې ترلاسه کيږي داسې زياتې اوبه يې دي چې نه وچيږي، د الله بندګان به پرې اوبيږي، چېرې چې وغواړي بهوي به يې او بيايي به يې. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 76

یُوْفُوْنَ بِالنَّذْرِ وَیَخَافُوْنَ یَوْمًا كَانَ شَرُّهٗ مُسْتَطِیْرًا ۟

او د هغو بندګانو صفتونه چې ترې څښي به، هغوی هغه عبادتونه ترسره کوي چې پر ځانونو يې لازم کړي دي، او له هغې ورځې ډاريږي چې شر يې خپور او تيت دی او هغه د قيامت ورځ ده. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 76

وَیُطْعِمُوْنَ الطَّعَامَ عَلٰی حُبِّهٖ مِسْكِیْنًا وَّیَتِیْمًا وَّاَسِیْرًا ۟

او خواړه ورکوي سره له دې چې هغوی په داسې حال کې وي چې مينه ورسره لري ځکه چې اړتيا ورته لري او اشتهاء يې ورته کيږي، خو له بې وزلو، يتيمانو او بنديانو يې پر اړو خلکو خوري. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 76

اِنَّمَا نُطْعِمُكُمْ لِوَجْهِ اللّٰهِ لَا نُرِیْدُ مِنْكُمْ جَزَآءً وَّلَا شُكُوْرًا ۟

او په خپلو زړونو کې دا خبره پټوي چې هغوی يوازې د الله لپاره خواړه ورکوي، چې له هغوی د بدلې او هغوی ته په خپلو خوړو ورکولو بدله نه ترې غواړي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 76

اِنَّا نَخَافُ مِنْ رَّبِّنَا یَوْمًا عَبُوْسًا قَمْطَرِیْرًا ۟

پرته له شکه موږ په هغه ورځ له خپل پالونکي وېريږو چې د بدبختانو مخونه به د هغې د سختۍ او رسوايۍ له امله سخت تريو وي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 76

فَوَقٰىهُمُ اللّٰهُ شَرَّ ذٰلِكَ الْیَوْمِ وَلَقّٰىهُمْ نَضْرَةً وَّسُرُوْرًا ۟ۚ

الله به يې د دغې لويې ورځې له شره په خپله پېرزوينه وساتي، د هغوی د درناوي په موخه به يې په مخونو کې روښنايي او رڼا او په زړونو کې يې خوشالي ورکړي info
التفاسير:

external-link copy
12 : 76

وَجَزٰىهُمْ بِمَا صَبَرُوْا جَنَّةً وَّحَرِیْرًا ۟ۙ

او الله به هغوی ته بدله ورکړي، له دې امله چې هغوی پرطاعاتو صبر کړی، د الله پر هغه څه چې په تقدیر کې یې ورته لیکلي صبر کړی او له ګناهونو يې صبر کړی، داسې جنت به ورکړي چې خوندونه به پکې اخلي او داسې ورېښمينې جوړې چې اغوندي به يې. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 76

مُّتَّكِـِٕیْنَ فِیْهَا عَلَی الْاَرَآىِٕكِ ۚ— لَا یَرَوْنَ فِیْهَا شَمْسًا وَّلَا زَمْهَرِیْرًا ۟ۚ

او پر ښايسته کړل شويو تختونو به تکيه وهلي ناست وي، په دغه جنت کې به نه لمر ويني چې وړانګې يې زيان ور ورسوي، او نه سخت يخ، بلکې هغوی به په تلپاتې سيورې کې وي چې نه ګرمي وي ورسره او نه يخ. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 76

وَدَانِیَةً عَلَیْهِمْ ظِلٰلُهَا وَذُلِّلَتْ قُطُوْفُهَا تَذْلِیْلًا ۟

د هغو سيوری به ورته نېږدې وي، او مېوې به يې د هغه چا لپاره اېل کړل شوې وي چې ترې خوري يې، نو په آسانۍ او سهولت به يې ترې خوري، په داسې ډول چې څنګ وهونکی، ناست او ولاړ به يې ترې خوړلای شي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 76

وَیُطَافُ عَلَیْهِمْ بِاٰنِیَةٍ مِّنْ فِضَّةٍ وَّاَكْوَابٍ كَانَتْ قَوَارِیْرَ ۟ۙ

او پر هغوی به خادمان د سپينو زرو له لوښو سره ګرځي او د څښاک صفا رنګه ګيلاسونو سره کله چې د هغوی د څښلو اراده وي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 76

قَوَارِیْرَ مِنْ فِضَّةٍ قَدَّرُوْهَا تَقْدِیْرًا ۟

هغه به د رنګ په صفاوالي کې د ښېښې غوندې وي سره له دې چې هغه به د سپينو زرو وي، او په هغه اندازه به ډکې کړل شوې وي چې هغوی يې غواړي، نه به پرې زياتيږي او نه به کميږي. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 76

وَیُسْقَوْنَ فِیْهَا كَاْسًا كَانَ مِزَاجُهَا زَنْجَبِیْلًا ۟ۚ

او دغو کسانو ته به چې درناوی يې شوی دی له زنجبيل (سونډ) سره ګډ کړل شوي شراب ورڅښل کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 76

عَیْنًا فِیْهَا تُسَمّٰی سَلْسَبِیْلًا ۟

په جنت کې له يوې داسې چينې څخه به څښاک کوي چې سلسبيل نوميږي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 76

وَیَطُوْفُ عَلَیْهِمْ وِلْدَانٌ مُّخَلَّدُوْنَ ۚ— اِذَا رَاَیْتَهُمْ حَسِبْتَهُمْ لُؤْلُؤًا مَّنْثُوْرًا ۟

او پر هغوی به په جنت کې داسې هلکان ګرځي را ګرځي چې تل به ځوانان وي، کله يې چې وينې د هغوی د مخونو د تازه والي، او د رنګونو د ښايست او په خپله د هغوی د زياتوالي او بېلوالي له امله به پر هغوی د خپرو ورو ملغلرو ګومان کوې. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 76

وَاِذَا رَاَیْتَ ثَمَّ رَاَیْتَ نَعِیْمًا وَّمُلْكًا كَبِیْرًا ۟

او کله چې هلته په جنت کې څه وينې داسې نعمتونه به وينې چې بيان يې شونی نه وي، او داسې لويه پاچايي به وينې چې هيڅ پاچايي نه شي ورته نېږدې کېدلای. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 76

عٰلِیَهُمْ ثِیَابُ سُنْدُسٍ خُضْرٌ وَّاِسْتَبْرَقٌ ؗ— وَّحُلُّوْۤا اَسَاوِرَ مِنْ فِضَّةٍ ۚ— وَسَقٰىهُمْ رَبُّهُمْ شَرَابًا طَهُوْرًا ۟

او د هغوی پر بدنونو به شنې د وياړ جامې وي او هغه به له نازکو ورېښمو او له پېړو ورېښمو څخه وي، او هلته به له سپينو زرو ګاڼې ور اغوستل شوې وي، او الله به له هر ډول خرابۍ پاک شراب پرې وڅښي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 76

اِنَّ هٰذَا كَانَ لَكُمْ جَزَآءً وَّكَانَ سَعْیُكُمْ مَّشْكُوْرًا ۟۠

او هغوی ته به د هغوی د درناوي په ډول ويل کيږي: پرته له شکه دغه نعمت چې تاسې ته درکړل شو دا ستاسو لپاره ستاسو د نېکو اعمالو بدله ده او عمل مو د الله پر وړاندې منل شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 76

اِنَّا نَحْنُ نَزَّلْنَا عَلَیْكَ الْقُرْاٰنَ تَنْزِیْلًا ۟ۚ

پرته له شکه اې رسوله! همدا موږ پر تا قرآن بېل بېل نازل کړ، او يوځای مو درباندې نازل نه کړ. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 76

فَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ وَلَا تُطِعْ مِنْهُمْ اٰثِمًا اَوْ كَفُوْرًا ۟ۚ

نو هغه څه ته صبر کوه چې الله يې د تقدير او شريعت له مخې پرېکړه کوي، او د هيڅ ګناهکار پيروي مه کوه په هغه څه کې چې کومې ګناه ته بلنه کوي، او مه د کافر پيروي کوه چې کوم کفر ته بلنه کوي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 76

وَاذْكُرِ اسْمَ رَبِّكَ بُكْرَةً وَّاَصِیْلًا ۟ۖۚ

او خپل پالونکی د ورځې په پيل کې د سهار په لمانځه يادوه، د ماسپښين او د ورځې په پای کې د مازديګر په لمانځه. info
التفاسير:
Das notas do versículo nesta página:
• الوفاء بالنذر وإطعام المحتاج، والإخلاص في العمل، والخوف من الله: أسباب للنجاة من النار، ولدخول الجنة.
پر نذر وفا کول، اړمن ته خواړه ورکول، په عمل کې اخلاص او له الله څخه وېره: له اور څخه د ژغورلو او جنت ته د ننوتلو له لاملونو څخه دي. info

• إذا كان حال الغلمان الذين يخدمونهم في الجنة بهذا الجمال، فكيف بأهل الجنة أنفسهم؟!
کله چې د هغو هلکانو د ښايست حال دا وي چې په جنت کې د جنتيانو خدمت کوي، نو په خپله د جنتيانو به څه حال وي؟. info

external-link copy
26 : 76

وَمِنَ الَّیْلِ فَاسْجُدْ لَهٗ وَسَبِّحْهُ لَیْلًا طَوِیْلًا ۟

او هغه ياد کړه د شپې په دواړو لمونځونو سره: د ماښام په لمانځه او د ماخوستن په لمانځه، او له هغو دواړو وروسته بيا تهجد هم کوه. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 76

اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ یُحِبُّوْنَ الْعَاجِلَةَ وَیَذَرُوْنَ وَرَآءَهُمْ یَوْمًا ثَقِیْلًا ۟

بېشکه دغه مشرکان د دنيا ژوند خوښوي او د هغو حرص کوي، او د قيامت ورځ تر خپلو شاوو پرېږدي، او هغه درنه ورځ ده، ځکه په هغې کې سختۍ او کړاوونه دي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 76

نَحْنُ خَلَقْنٰهُمْ وَشَدَدْنَاۤ اَسْرَهُمْ ۚ— وَاِذَا شِئْنَا بَدَّلْنَاۤ اَمْثَالَهُمْ تَبْدِیْلًا ۟

موږ هغوی پيداکړي دي او پيدايښت مو يې پياوړی کړی دی د هغوی د بندونو، غړيو او نورو شيانو په پياوړي کولو سره. او کله چې د هغوی تباه کول او په ورته خلکو يې بدلول وغواړو؛ نو تباه به يې کړو او بدل به يې کړو. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 76

اِنَّ هٰذِهٖ تَذْكِرَةٌ ۚ— فَمَنْ شَآءَ اتَّخَذَ اِلٰی رَبِّهٖ سَبِیْلًا ۟

پرته له شکه دغه سورت يو نصيحت او پند دی، نو که څوک د داسې لارې خپلول غواړي چې د خپل پالونکي رضا ته يې رسوي غوره يې دې کړي. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 76

وَمَا تَشَآءُوْنَ اِلَّاۤ اَنْ یَّشَآءَ اللّٰهُ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟

او تاسو د الله د خوښې لوري ته لار نيول نه شئ غوښتئ مګر دا چې الله له تاسې دا وغواړي، نو امر ټول د الله په لاس کې دی، بېشکه الله پر هغه څه ښه پوه دی چې کوم څه يې د بندګانو لپاره سم دي، او کوم څه ورته سم نه دي، په خپل مخلوق، قدر او شريعت کې د حکمت والا دی. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 76

یُّدْخِلُ مَنْ یَّشَآءُ فِیْ رَحْمَتِهٖ ؕ— وَالظّٰلِمِیْنَ اَعَدَّ لَهُمْ عَذَابًا اَلِیْمًا ۟۠

له بندګانو يې چې چاته خوښه شي په خپله لورېينه کې يې داخلوي، نو د ايمان او نېک عمل توفيق ورکوي، او د کفر او ګناهونو له امله پر ځانونو د ظلم کوونکو لپاره يې په آخرت کې دردوونکی عذاب چمتو کړی او هغه د اور عذاب دی. info
التفاسير:
Das notas do versículo nesta página:
• خطر التعلق بالدنيا ونسيان الآخرة.
پر دنيا پورې د ځان تړلو او د آخرت هېرولو خطر. info

• مشيئة العبد تابعة لمشيئة الله.
د بنده خوښه د الله د خوښې تابع وي. info

• إهلاك الأمم المكذبة سُنَّة إلهية.
د درواغ ګڼونکو امتونو تباه کول يوه الهي تګلاره ده. info