Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - Tradução pashto de interpretação abreviada do Nobre Alcorão.

external-link copy
244 : 2

وَقَاتِلُوْا فِیْ سَبِیْلِ اللّٰهِ وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟

-ای مومنانو- د الله تعالی له دښمنانو سره جګړه وکړئ، د هغه د دین د کامیابۍ لپاره او د هغه د کلمې د اوچتوالي لپاره، او پوهه شئ چې الله تعالی ستاسې د خبرې اورې او ستاسو په نیتونو او کارونو باندې پوهه دی، او خامخا به تاسې ته پرې بدله درکوي. info
التفاسير:
Das notas do versículo nesta página:
• الحث على المحافظة على الصلاة وأدائها تامة الأركان والشروط، فإن شق عليه صلَّى على ما تيسر له من الحال.
پر لمانځه باندې همېشه والی ته هڅونه او تشویق او له ارکانو او شرطونو سره په پورته توګه د هغه ادا کول، نو که چېرې چاته دا ګران وي، نو په هغه حالت کې دې لمونځ ادا کړي په کوم حالت کې چې ورته آسانه وي. info

• رحمة الله تعالى بعباده ظاهرة، فقد بين لهم آياته أتم بيان للإفادة منها.
د الله تعالی مهرباني پر خپلو بندګانو باندې ښکاره ده، په تحقیق سره هغوئ ته یې خپل احکام پوره پوره بیان کړي د دې لپاره چې ګټه ترې واخلي. info

• أن الله تعالى قد يبتلي بعض عباده فيضيِّق عليهم الرزق، ويبتلي آخرين بسعة الرزق، وله في ذلك الحكمة البالغة.
بېشکه الله تعالی کله کله خپل بندګان امتحانوي، نو پر هغوی د رزق لارې تنګې کړي او په ځنې نورو باندې د رزق په پراخوالي امتحان کوي او په دې کې د الله تعالی ډېر لوی حکمت دی. info