Tradução dos significados do Nobre Qur’an. - Tradução pashto de interpretação abreviada do Nobre Alcorão.

همزه

Dos propósitos do capítulo:
التحذير من الاستهزاء بالمؤمنين اغترارًا بكثرة المال.
د مال د زياتوالي له امله د لويۍ په ډول پر مؤمنانو له ملنډو وهلو څخه وېرول info

external-link copy
1 : 104

وَیْلٌ لِّكُلِّ هُمَزَةٍ لُّمَزَةِ ۟ۙ

وبال او سخت عذاب د خلکو د زيات غيبت کوونکو او په هغوی د زيات عيب ويونکو لپاره دي. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 104

١لَّذِیْ جَمَعَ مَالًا وَّعَدَّدَهٗ ۟ۙ

هغه څوک چې ټوله هڅه يې د مال غونډول او شمېرل وي، له دغه پرته بل کار نه لري. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 104

یَحْسَبُ اَنَّ مَالَهٗۤ اَخْلَدَهٗ ۟ۚ

هغه ګومان کوي چې کوم مال هغه را غونډ کړی هغه به يې له مرګ څخه وژغوري، نو د دنيا په ژوند کې به تل تل ترتله پاتې شي. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 104

كَلَّا لَیُنْۢبَذَنَّ فِی الْحُطَمَةِ ۟ؗۖ

امر به داسې نه وي لکه دغه ناپوه چې فکر کوي، هغه به هرومرو د دوزخ په هغه اور کې غورځول کيږي چې هرڅوک ورواچول شي، د خپلې سختۍ له امله يې ټوټه ټوټه کوي او ماتوي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 104

وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا الْحُطَمَةُ ۟ؕ

اې رسوله! ته څه پوهېږې چې دغه اور چې هر ور اچول شوی کس ټوټه ټوټه کوي هغه څه دی؟!. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 104

نَارُ اللّٰهِ الْمُوْقَدَةُ ۟ۙ

پرته له شکه هغه د الله بل کړل شوی اور دی. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 104

الَّتِیْ تَطَّلِعُ عَلَی الْاَفْـِٕدَةِ ۟ؕ

هغه چې د خلکو له جسمونو څخه زړونو ته يې لار مومي. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 104

اِنَّهَا عَلَیْهِمْ مُّؤْصَدَةٌ ۟ۙ

پرته له شکه هغه پر عذاب کړل شويو را تړل شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 104

فِیْ عَمَدٍ مُّمَدَّدَةٍ ۟۠

په اوږدو لوړو ستنو کې تردې چې له هغو به نه وځي. info
التفاسير:
Das notas do versículo nesta página:
• خسران من لم يتصفوا بالإيمان وعمل الصالحات، والتواصي بالحق، والتواصي بالصبر.
د هغه چا زيان چې پر ايمان، نېک اعمالو، يوبل ته د حق په سپارښتنه او د صبر په سپارښتنه نه وي متصف. info

• تحريم الهَمْز واللَّمْز في الناس.
د غيبت او په خلکو پسې د بد ويلو نارواوالی. info

• دفاع الله عن بيته الحرام، وهذا من الأمن الذي قضاه الله له.
د الله له لوري د خپل (کور) بيت الحرام دفاع، او دا له هغه امن څخه دی چې الله یې پرېکړه کړې ده. info