د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز

د مخ نمبر:close

external-link copy
77 : 19

اَفَرَءَیْتَ الَّذِیْ كَفَرَ بِاٰیٰتِنَا وَقَالَ لَاُوْتَیَنَّ مَالًا وَّوَلَدًا ۟ؕ

ایا تا هغه څوک نه دي لیدلي چې زمونږ له ایتونونه منکر؟او وايي:چې ماته به مال او اولاد راکول کیږي. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 19

اَطَّلَعَ الْغَیْبَ اَمِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمٰنِ عَهْدًا ۟ۙ

ایا په غیبو خبر شوی او که له رحمان نه یې کومه ژمنه اخیستي ده؟ info
التفاسير:

external-link copy
79 : 19

كَلَّا ؕ— سَنَكْتُبُ مَا یَقُوْلُ وَنَمُدُّ لَهٗ مِنَ الْعَذَابِ مَدًّا ۟ۙ

نه هیڅکله داسې نه ده.مونږ به ډیر ژر د هغوی ویناوې ولیکو او عذاب به لاور زیات کړو. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 19

وَّنَرِثُهٗ مَا یَقُوْلُ وَیَاْتِیْنَا فَرْدًا ۟

دی چې هر څه یادوی ټول به مونږ ته پاتې او یوازې به مونږ ته راشي. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 19

وَاتَّخَذُوْا مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ اٰلِهَةً لِّیَكُوْنُوْا لَهُمْ عِزًّا ۟ۙ

او هغوی پرته له الله نه نور خدایان نیولي تر څو یې ملاتړي وي. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 19

كَلَّا ؕ— سَیَكْفُرُوْنَ بِعِبَادَتِهِمْ وَیَكُوْنُوْنَ عَلَیْهِمْ ضِدًّا ۟۠

نه هیڅکله به یې ملاتړي نه،بلکې له عبادت نه به یې منکر او پر ضد به یي دریځ ونیسي. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 19

اَلَمْ تَرَ اَنَّاۤ اَرْسَلْنَا الشَّیٰطِیْنَ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ تَؤُزُّهُمْ اَزًّا ۟ۙ

ایا ته نه ګوري چې مونږ شیطانان پر کافرانو ورخوشې کړي دي چې ښه پوره یې د بدۍ په لور وهڅوي؟ info
التفاسير:

external-link copy
84 : 19

فَلَا تَعْجَلْ عَلَیْهِمْ ؕ— اِنَّمَا نَعُدُّ لَهُمْ عَدًّا ۟ۚ

ته یي د عذاب تلوار مه کوه مونږ یې ورځې شمیرو. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 19

یَوْمَ نَحْشُرُ الْمُتَّقِیْنَ اِلَی الرَّحْمٰنِ وَفْدًا ۟ۙ

هغه ورځ را یاده کړه چې مونږ به پرهیزګاران د میلمنو په توګه رحمان ته وړاندې کړو. info
التفاسير:

external-link copy
86 : 19

وَّنَسُوْقُ الْمُجْرِمِیْنَ اِلٰی جَهَنَّمَ وِرْدًا ۟ۘ

او مجرمان به تندې اخیستي د جهنم په لور وشړو. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 19

لَا یَمْلِكُوْنَ الشَّفَاعَةَ اِلَّا مَنِ اتَّخَذَ عِنْدَ الرَّحْمٰنِ عَهْدًا ۟ۘ

هلته به هیڅوک دخیر غوښتنې واک نه لري مګر یوازې هغه به یې کولای شي چې له مهربان خدای یي ژمنه اخیستي وي. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 19

وَقَالُوا اتَّخَذَ الرَّحْمٰنُ وَلَدًا ۟ؕ

او وايې چې:مهربان خدای ځوی نیولی دی info
التفاسير:

external-link copy
89 : 19

لَقَدْ جِئْتُمْ شَیْـًٔا اِدًّا ۟ۙ

تاسې خورا لویه ناورینه خبره کړې ده. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 19

تَكَادُ السَّمٰوٰتُ یَتَفَطَّرْنَ مِنْهُ وَتَنْشَقُّ الْاَرْضُ وَتَخِرُّ الْجِبَالُ هَدًّا ۟ۙ

نژدې ده چې په دې سره اسمانونه وچوي.ځمکه څیرې او غرونه ټوټه،ټوټه را پریوځي. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 19

اَنْ دَعَوْا لِلرَّحْمٰنِ وَلَدًا ۟ۚ

ځکه چې هغوی مهربان خدای ته ځوی ثابتوي. info
التفاسير:

external-link copy
92 : 19

وَمَا یَنْۢبَغِیْ لِلرَّحْمٰنِ اَنْ یَّتَّخِذَ وَلَدًا ۟ؕ

دا د رحمان شان نه دی چې ځوی ونیسي. info
التفاسير:

external-link copy
93 : 19

اِنْ كُلُّ مَنْ فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ اِلَّاۤ اٰتِی الرَّحْمٰنِ عَبْدًا ۟ؕ

څه چې په اسمانونو او ځمکه کې دي ټول به مهربان خدای ته د بنده ګانو په توګه را وړاندې شي. info
التفاسير:

external-link copy
94 : 19

لَقَدْ اَحْصٰىهُمْ وَعَدَّهُمْ عَدًّا ۟ؕ

ټول یي معلوم کړي او له مخې یي ګڼلي دي. info
التفاسير:

external-link copy
95 : 19

وَكُلُّهُمْ اٰتِیْهِ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فَرْدًا ۟

او ټول به یو،یو د قیامت په ورځ د هغه مخې ته وړاندې شي. info
التفاسير: