د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - سرفراز

د مخ نمبر:close

external-link copy
39 : 19

وَاَنْذِرْهُمْ یَوْمَ الْحَسْرَةِ اِذْ قُضِیَ الْاَمْرُ ۘ— وَهُمْ فِیْ غَفْلَةٍ وَّهُمْ لَا یُؤْمِنُوْنَ ۟

او ای محمده!د افسوس له هغې ورځې نه يې وډاروه چې هلته،به فیصله او پریکړه کیږي.خو اوس ترې غافله دي او ایمان نه راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 19

اِنَّا نَحْنُ نَرِثُ الْاَرْضَ وَمَنْ عَلَیْهَا وَاِلَیْنَا یُرْجَعُوْنَ ۟۠

هو!بالاخره مونږ د ځمکې او د هغې ټولو شیانو وارثان یو او ټول به زمونږ په لور راوګرځول شي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 19

وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ اِبْرٰهِیْمَ ؕ۬— اِنَّهٗ كَانَ صِدِّیْقًا نَّبِیًّا ۟

او ای محمده!په دې کتاب کې د ابراهیم یادونه وکړه.بې له شکه هغه یو رښتینی پیغمبر ؤ. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 19

اِذْ قَالَ لِاَبِیْهِ یٰۤاَبَتِ لِمَ تَعْبُدُ مَا لَا یَسْمَعُ وَلَا یُبْصِرُ وَلَا یُغْنِیْ عَنْكَ شَیْـًٔا ۟

او یاد کړه چې ابراهیم خپل پلار ته وویل:پلار جانه!ته ولې د هغو څيزونو عبادت کوې چې نه څه اوري،نه څه ویني او نه تاته کومه ګټه رسولای شي؟ info
التفاسير:

external-link copy
43 : 19

یٰۤاَبَتِ اِنِّیْ قَدْ جَآءَنِیْ مِنَ الْعِلْمِ مَا لَمْ یَاْتِكَ فَاتَّبِعْنِیْۤ اَهْدِكَ صِرَاطًا سَوِیًّا ۟

پلار جانه!ماته هغه علم راغلی دی چې تاته نه دی راغلی. زما ومنه زه روغه لیار در ښایم. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 19

یٰۤاَبَتِ لَا تَعْبُدِ الشَّیْطٰنَ ؕ— اِنَّ الشَّیْطٰنَ كَانَ لِلرَّحْمٰنِ عَصِیًّا ۟

پلار جانه! دشیطان بندګي مه کوه. بې له شکه چې شیطان له رحمن نه سرغړوونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 19

یٰۤاَبَتِ اِنِّیْۤ اَخَافُ اَنْ یَّمَسَّكَ عَذَابٌ مِّنَ الرَّحْمٰنِ فَتَكُوْنَ لِلشَّیْطٰنِ وَلِیًّا ۟

پلار جانه!زه ډاریږم چې د مهربان خدای په عذاب به اخته او د شیطان ملګری به وګڼل شې. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 19

قَالَ اَرَاغِبٌ اَنْتَ عَنْ اٰلِهَتِیْ یٰۤاِبْرٰهِیْمُ ۚ— لَىِٕنْ لَّمْ تَنْتَهِ لَاَرْجُمَنَّكَ وَاهْجُرْنِیْ مَلِیًّا ۟

پلار یې وویل:ابراهیمه!ایا ته زما له خدایانو اووښتی یې؟ که منع نه شوې نو په ډبرو به دې ساه وباسم.د تل لپاره مې له مخې لرې شه. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 19

قَالَ سَلٰمٌ عَلَیْكَ ۚ— سَاَسْتَغْفِرُ لَكَ رَبِّیْ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ بِیْ حَفِیًّا ۟

ابراهیم وویل:سلام پرتا.زه به له خپل رب نه تاته بښنه وغواړم.هغه پرما ډیر مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 19

وَاَعْتَزِلُكُمْ وَمَا تَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ وَاَدْعُوْا رَبِّیْ ۖؗ— عَسٰۤی اَلَّاۤ اَكُوْنَ بِدُعَآءِ رَبِّیْ شَقِیًّا ۟

زه تاسې او ستاسې هغه خدایان پریږدم چط پرته له الله یې تاسې بلئ او یوازې خپل رب رابلم زما باور دی چې زه به د خپل رب په بلنه بې برخې نه شم. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 19

فَلَمَّا اعْتَزَلَهُمْ وَمَا یَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ۙ— وَهَبْنَا لَهٗۤ اِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ ؕ— وَكُلًّا جَعَلْنَا نَبِیًّا ۟

کله چې ابراهیم له هغوی او د هغوی له خدایانو چې پرته له الله یې بلل جلا شو،نو مونږ اسحق او یعقوب وروبښل او هر یو مو پیغمبر کړ. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 19

وَوَهَبْنَا لَهُمْ مِّنْ رَّحْمَتِنَا وَجَعَلْنَا لَهُمْ لِسَانَ صِدْقٍ عَلِیًّا ۟۠

هغوی ته مو خپلې مهربانۍ ور په برخه،او رښتینۍ او اوچت نوم مې پرې ولوراوو. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 19

وَاذْكُرْ فِی الْكِتٰبِ مُوْسٰۤی ؗ— اِنَّهٗ كَانَ مُخْلَصًا وَّكَانَ رَسُوْلًا نَّبِیًّا ۟

او ای محمده په دې کتاب کې د موسې یادونه وکړه.بې له شکه هغه یو غوره رسول او پيغمبر و. info
التفاسير: