د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

د مخ نمبر:close

external-link copy
13 : 20

وَاَنَا اخْتَرْتُكَ فَاسْتَمِعْ لِمَا یُوْحٰی ۟

او ما غوره کړی يې ته (د پېغمبرۍ لپاره) پس غوږ کیده هغه حکم ته چې تا ته یې وحې کیدلی شي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 20

اِنَّنِیْۤ اَنَا اللّٰهُ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّاۤ اَنَا فَاعْبُدْنِیْ ۙ— وَاَقِمِ الصَّلٰوةَ لِذِكْرِیْ ۟

بی شکه همدا زه الله یم چې نشته لائق د عبادت بل هېڅوک پرته له ما، پس یوازې ماته عبادت کوه، او لمونځ کوه زما د یادولو لپاره. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 20

اِنَّ السَّاعَةَ اٰتِیَةٌ اَكَادُ اُخْفِیْهَا لِتُجْزٰی كُلُّ نَفْسٍ بِمَا تَسْعٰی ۟

بی شکه قیامت راتلونکی دی، نږدې ده چې پټ یې وساتم، څو هر نفس ته د هغه د کړنې (پوره) بدله ورکړل شي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 20

فَلَا یَصُدَّنَّكَ عَنْهَا مَنْ لَّا یُؤْمِنُ بِهَا وَاتَّبَعَ هَوٰىهُ فَتَرْدٰی ۟

نو هغه څوک دې ترې ايسار نه كړي چې نه يې مني او خپل هوس پسې روان وي، كنه ته به (هم) هلاک شې. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 20

وَمَا تِلْكَ بِیَمِیْنِكَ یٰمُوْسٰی ۟

او څه دي ستا په ښي لاس کې ای موسی؟ info
التفاسير:

external-link copy
18 : 20

قَالَ هِیَ عَصَایَ ۚ— اَتَوَكَّؤُا عَلَیْهَا وَاَهُشُّ بِهَا عَلٰی غَنَمِیْ وَلِیَ فِیْهَا مَاٰرِبُ اُخْرٰی ۟

نو وویل (موسی-علیه السلام-) دا زما امسا ده تکیه کوم پر دې او وهم (څنډم) په دې سره (پاڼې د ونې چې تویې شي) پر ګډو زما او زما لپاره په دې کې نورې ګټې هم دي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 20

قَالَ اَلْقِهَا یٰمُوْسٰی ۟

وویل (الله): وغورځوه دې لره ای موسی. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 20

فَاَلْقٰىهَا فَاِذَا هِیَ حَیَّةٌ تَسْعٰی ۟

نو وغورځوله هغه، نو ناڅاپه دا مار و چې منډې یې وهلې. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 20

قَالَ خُذْهَا وَلَا تَخَفْ ۫— سَنُعِیْدُهَا سِیْرَتَهَا الْاُوْلٰی ۟

وویل (الله): ویې نېسه او مه ویرېږه ترې، زر دی ګرځوو موږ دې لره لومړني حالت ته. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 20

وَاضْمُمْ یَدَكَ اِلٰی جَنَاحِكَ تَخْرُجْ بَیْضَآءَ مِنْ غَیْرِ سُوْٓءٍ اٰیَةً اُخْرٰی ۟ۙ

او لاس دې تخرګ (ترخ) پورې ولګوه، راوبه وځي تک سپين پرته له عیب نه، دا بله نښه ده. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 20

لِنُرِیَكَ مِنْ اٰیٰتِنَا الْكُبْرٰی ۟ۚ

چې تاته له خپلو سترو نښانو څه دروښيو. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 20

اِذْهَبْ اِلٰی فِرْعَوْنَ اِنَّهٗ طَغٰی ۟۠

لاړ شه فرعون ته یقینا هغه سرکشي کړې ده. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 20

قَالَ رَبِّ اشْرَحْ لِیْ صَدْرِیْ ۟ۙ

وویل (موسی -علیه السلام-) ای زما ربه! پرانیځه (پراخه کړه) زما سېنه. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 20

وَیَسِّرْ لِیْۤ اَمْرِیْ ۟ۙ

او آسان کړه کار زما. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 20

وَاحْلُلْ عُقْدَةً مِّنْ لِّسَانِیْ ۟ۙ

پرانیځه (وسپړه) زما د ژپې غوټه. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 20

یَفْقَهُوْا قَوْلِیْ ۪۟

چې پوهه شي (دا خلک) زما په وینا. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 20

وَاجْعَلْ لِّیْ وَزِیْرًا مِّنْ اَهْلِیْ ۟ۙ

او وګرځوه (وټاکه) ماته یو وزیر (مرستیال) زما د کورنۍ نه. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 20

هٰرُوْنَ اَخِی ۟ۙ

چې هغه زما ورور هارون دى. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 20

اشْدُدْ بِهٖۤ اَزْرِیْ ۟ۙ

په هغه سره مې ملا ټينګه كړې. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 20

وَاَشْرِكْهُ فِیْۤ اَمْرِیْ ۟ۙ

او زما په دې كار كې يې راسره برخمن كړې. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 20

كَیْ نُسَبِّحَكَ كَثِیْرًا ۟ۙ

تر څو دې ډېره پاكي ووايو. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 20

وَّنَذْكُرَكَ كَثِیْرًا ۟ؕ

او تا ډېر یاد کړو. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 20

اِنَّكَ كُنْتَ بِنَا بَصِیْرًا ۟

ته بې شكه پر موږ ليدونكى يې. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 20

قَالَ قَدْ اُوْتِیْتَ سُؤْلَكَ یٰمُوْسٰی ۟

ويې ویل (الله): ای موسىٰ غوښتنه دې دركړې شوه. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 20

وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلَیْكَ مَرَّةً اُخْرٰۤی ۟ۙ

او يو بل ځل مو هم پر تا احسان كړى و. info
التفاسير: