د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژباړه - رواد الترجمة مرکز

د مخ نمبر:close

external-link copy
126 : 20

قَالَ كَذٰلِكَ اَتَتْكَ اٰیٰتُنَا فَنَسِیْتَهَا ۚ— وَكَذٰلِكَ الْیَوْمَ تُنْسٰی ۟

(الله) به وفرمايي: همدغه شان زموږ آيتونه تاته راغلي و خو هېر دې كړل او همداسې به نن ته هم هېرېږې. info
التفاسير:

external-link copy
127 : 20

وَكَذٰلِكَ نَجْزِیْ مَنْ اَسْرَفَ وَلَمْ یُؤْمِنْ بِاٰیٰتِ رَبِّهٖ ؕ— وَلَعَذَابُ الْاٰخِرَةِ اَشَدُّ وَاَبْقٰی ۟

او همدا راز بدله وركوو هغه چاته چې له حده اوښتى وي او د خپل رب آيتونه يې نه وي منلي او د آخرت عذاب خامخا ډېر سخت او تلپاتې دى. info
التفاسير:

external-link copy
128 : 20

اَفَلَمْ یَهْدِ لَهُمْ كَمْ اَهْلَكْنَا قَبْلَهُمْ مِّنَ الْقُرُوْنِ یَمْشُوْنَ فِیْ مَسٰكِنِهِمْ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّاُولِی النُّهٰی ۟۠

آيا دا نه ده ورته څرګنده شوې چې له دوى مخكې مو څومره پېړۍ هلاکې كړي دي چې (اوس) يې دوى په کورونو كې ګرځي، په دې كې يقيناً د هوښيارانو لپاره ډېرې نښانې دي. info
التفاسير:

external-link copy
129 : 20

وَلَوْلَا كَلِمَةٌ سَبَقَتْ مِنْ رَّبِّكَ لَكَانَ لِزَامًا وَّاَجَلٌ مُّسَمًّی ۟ؕ

او كه ستا د رب له خوا د يوې خبرې فيصله نه وى تېره شوې او يوه نېټه نه وى ټاكل شوې نو خامخا به د دوى هلاكت هم لازمي و. info
التفاسير:

external-link copy
130 : 20

فَاصْبِرْ عَلٰی مَا یَقُوْلُوْنَ وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ قَبْلَ طُلُوْعِ الشَّمْسِ وَقَبْلَ غُرُوْبِهَا ۚ— وَمِنْ اٰنَآئِ الَّیْلِ فَسَبِّحْ وَاَطْرَافَ النَّهَارِ لَعَلَّكَ تَرْضٰی ۟

نو دوى چې څه وايي په هغو صبر كوه او د خپل رب له ستاينې سره د هغه پاكي وايه، مخكې له لمر ختلو او مخكې له ډوبېدو يې او د شپې په (څه) شېبو كې يې هم پاكي وايه او د ورځې په څنډو كې هم، ښايي ته راضي شې. info
التفاسير:

external-link copy
131 : 20

وَلَا تَمُدَّنَّ عَیْنَیْكَ اِلٰی مَا مَتَّعْنَا بِهٖۤ اَزْوَاجًا مِّنْهُمْ زَهْرَةَ الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۙ۬— لِنَفْتِنَهُمْ فِیْهِ ؕ— وَرِزْقُ رَبِّكَ خَیْرٌ وَّاَبْقٰی ۟

او هغو شيانو ته سترګې مه ور اړوه چې د دوى بېلا بېلو خلكو ته مو د دنيايي ژوند د ښكلا په توګه دې لپاره وركړي چې هغوى پكې وازميو، او ستا د رب دركړ شوې روزي غوره او تلپاتې ده. info
التفاسير:

external-link copy
132 : 20

وَاْمُرْ اَهْلَكَ بِالصَّلٰوةِ وَاصْطَبِرْ عَلَیْهَا ؕ— لَا نَسْـَٔلُكَ رِزْقًا ؕ— نَحْنُ نَرْزُقُكَ ؕ— وَالْعَاقِبَةُ لِلتَّقْوٰی ۟

او خپل اهل (ټبر) ته د لمانځه امر كوه او خپله هم پرې ټينـګ اوسه، موږ له تا څه روزي نه غواړو، روزى خو موږ دركوو او ښه انجام (د) تقوىٰ (خاوندانو) لره دى. info
التفاسير:

external-link copy
133 : 20

وَقَالُوْا لَوْلَا یَاْتِیْنَا بِاٰیَةٍ مِّنْ رَّبِّهٖ ؕ— اَوَلَمْ تَاْتِهِمْ بَیِّنَةُ مَا فِی الصُّحُفِ الْاُوْلٰی ۟

او (کافران) وايي: ولې (محمد -صلی الله علیه وسلم-) موږ ته د خپل رب نه كومه نښانه رانه وړه؟ آيا دوى ته د هغه څه ښكاره دليل نه دى راغلى چې په ړومبنيو صحيفو كې و؟ info
التفاسير:

external-link copy
134 : 20

وَلَوْ اَنَّاۤ اَهْلَكْنٰهُمْ بِعَذَابٍ مِّنْ قَبْلِهٖ لَقَالُوْا رَبَّنَا لَوْلَاۤ اَرْسَلْتَ اِلَیْنَا رَسُوْلًا فَنَتَّبِعَ اٰیٰتِكَ مِنْ قَبْلِ اَنْ نَّذِلَّ وَنَخْزٰی ۟

او كه موږ د هغه (محمد -صلی الله علیه وسلم-) له راتګ مخكې په كوم عذاب سره دوى هلاک كړي وى نو بيا به يې خامخا ويل چې ولې دې موږ ته كوم رسول راونه لېږلو چې ستا د آيتونو متابعت مو كړى وى، مخكې له هغه چې موږ وشرمېږو او رسوا شو. info
التفاسير:

external-link copy
135 : 20

قُلْ كُلٌّ مُّتَرَبِّصٌ فَتَرَبَّصُوْا ۚ— فَسَتَعْلَمُوْنَ مَنْ اَصْحٰبُ الصِّرَاطِ السَّوِیِّ وَمَنِ اهْتَدٰی ۟۠

ووایه: ټول خلک انتظار کوونکي دي نو تاسې هم انتظار وکړئ، زر دی چې تاسې به پوه شئ چې څوک دي خاوندان د برابرې لارې او چا هدايت موندلى دى. info
التفاسير: