د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

د مخ نمبر:close

external-link copy
19 : 74

فَقُتِلَ كَیْفَ قَدَّرَ ۟ۙ

د الله له رحمتې دې لیرې وي او په عذاب دې کړای شي، څرنګه اندازه یې ولګوله. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 74

ثُمَّ قُتِلَ كَیْفَ قَدَّرَ ۟ۙ

بيا دې پرې لعنت وي او په عذاب دې شي څنګه خبره يې جوړه کړه. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 74

ثُمَّ نَظَرَ ۟ۙ

بيا يې په هغه څه کې بيا کتنه او فکر وکړ چې ويل يې. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 74

ثُمَّ عَبَسَ وَبَسَرَ ۟ۙ

بيا يې مخ تريو او بړوس کړ کله يې چې هغه څه ونه موندل چې په قرآن کې پرې عيب ووايي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 74

ثُمَّ اَدْبَرَ وَاسْتَكْبَرَ ۟ۙ

بيا يې ايمان ته شا کړه او د نبي صلی الله عليه وسلم له پيروۍ يې لویې وکړه. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 74

فَقَالَ اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ یُّؤْثَرُ ۟ۙ

نو ويې ويل: دا چې محمد ورسره راغلی د الله کلام نه دی، بلکې کوډې دي چې له بل څخه يې روايت کوي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 74

اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا قَوْلُ الْبَشَرِ ۟ؕ

دا د الله کلام نه دی، بلکې د انسانانو خبرې دي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 74

سَاُصْلِیْهِ سَقَرَ ۟

ژر به دغه کافر د دوزخ له طبقو څخه يوې طبقې ته ننباسم، چې هغه سقر ده چې ګرمي به يې ګالي. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 74

وَمَاۤ اَدْرٰىكَ مَا سَقَرُ ۟ؕ

او اې محمده ته څه پوهېږې چې سقر حه دی؟!. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 74

لَا تُبْقِیْ وَلَا تَذَرُ ۟ۚ

هغه له عذاب ورکړل شوي څخه هيڅ هم نه پریږدي مګر پرې راوړي، او نه يې پرېږدي، بيا راګرځي لکه څنګه چې و، بيا پرې راوړي، او همداسې يې تکراروي. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 74

لَوَّاحَةٌ لِّلْبَشَرِ ۟ۚ

سخت سوځوونکی او د پوستکو بدلوونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 74

عَلَیْهَا تِسْعَةَ عَشَرَ ۟ؕ

پر هغه نولس پرېښتې ګومارل شوې چې هغوی يې ساتونکې دي. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 74

وَمَا جَعَلْنَاۤ اَصْحٰبَ النَّارِ اِلَّا مَلٰٓىِٕكَةً ۪— وَّمَا جَعَلْنَا عِدَّتَهُمْ اِلَّا فِتْنَةً لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا ۙ— لِیَسْتَیْقِنَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ وَیَزْدَادَ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِیْمَانًا وَّلَا یَرْتَابَ الَّذِیْنَ اُوْتُوا الْكِتٰبَ وَالْمُؤْمِنُوْنَ ۙ— وَلِیَقُوْلَ الَّذِیْنَ فِیْ قُلُوْبِهِمْ مَّرَضٌ وَّالْكٰفِرُوْنَ مَاذَاۤ اَرَادَ اللّٰهُ بِهٰذَا مَثَلًا ؕ— كَذٰلِكَ یُضِلُّ اللّٰهُ مَنْ یَّشَآءُ وَیَهْدِیْ مَنْ یَّشَآءُ ؕ— وَمَا یَعْلَمُ جُنُوْدَ رَبِّكَ اِلَّا هُوَ ؕ— وَمَا هِیَ اِلَّا ذِكْرٰی لِلْبَشَرِ ۟۠

او موږ د دوزخ ساتونکي نه دي ګرځولي مګر پرېښتې، چې بشر د هغوی توان نه لري، او د هغوی دغه شمېر مو يوازې د هغو کسانو لپاره ازموينه ګرځولې ده چې پر الله يې کفر کړی، ترڅو هغه څه ووايي چې وايي يې، نو پر هغوی عذاب څو برابره کړي او ترڅو هغه يهود باور وکړي چې تورات ورکړل شوی او هغه نصارا چې انجيل ورکړل شوی دی، کله چې قرآن نازلېده د هغوی د کتابونو تصدیق کوونکی و، ترڅو د مؤمنانو ايمان زيات شي، کله چې هغوی له اهل کتابو سره موافق شي، يهود، نصار او مؤمنان شک نه کوي، او ترڅو په ايمان کې تردد کوونکي او کافران ووايي: الله پر دغه عجيب شمېر د څه اراده کړې ده، لکه له دغه شمېر څخه د منکر لار ورکي، او پر هغه د رېښتيني بلونکي لارښوونه، الله چې د چا لار ورکي وغواړي پرې لار ورکی کوي يې او د چا چې لارښوونه وغواړي لارښوونه يې پرې کوي، او ستا د پالونکي لښکرې د هغوی د زياتوالي له امله يوازې الله ته معلومې دي، او اور يوازې د بشر لپاره يوه يادونه ده چې د الله پاک عظمت پرې پېژني.
info
التفاسير:

external-link copy
32 : 74

كَلَّا وَالْقَمَرِ ۟ۙ

وينا داسې نه ده لکه څنګه چې ځينې مشرکان ګومان کوي چې د هغه ملګري د دوزخ د څوکيدارانو لپاره بسنه کوي ترڅو يې ترې وباسي، الله پر سپوږمۍ لوړه وکړه. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 74

وَالَّیْلِ اِذْ اَدْبَرَ ۟ۙ

او په شپه يې لوړه وکړه کله چې وګرځي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 74

وَالصُّبْحِ اِذَاۤ اَسْفَرَ ۟ۙ

او پر سهار يې لوړه وکړه کله چې رڼا شي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 74

اِنَّهَا لَاِحْدَی الْكُبَرِ ۟ۙ

بېشکه د دوزخ اور يو له لويو بلاوو څخه دی. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 74

نَذِیْرًا لِّلْبَشَرِ ۟ۙ

د انسانانو لپاره ډاروونکی او وېروونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 74

لِمَنْ شَآءَ مِنْكُمْ اَنْ یَّتَقَدَّمَ اَوْ یَتَاَخَّرَ ۟ؕ

اې خلکو! له تاسې څخه د هغه لپاره چې پر الله ايمان راوړلو او نېک عمل ته وړاندې کېدل غواړي او يا د کفر او ګناهونو له امله وروسته پاتې کېدل. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 74

كُلُّ نَفْسٍ بِمَا كَسَبَتْ رَهِیْنَةٌ ۟ۙ

هر څوک په خپلو کړو اعمالو کې نيولی شوی دی، يا به يې اعمال تباه کوي او يا به يې خلاصوي او له تباهۍ به يې ژغوري. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 74

اِلَّاۤ اَصْحٰبَ الْیَمِیْنِ ۟ؕۛ

پرته له مؤمنانو ځکه هغوی پر خپلو ګناهونو نه نيول کيږي، بلکې تر هغو ور تېريږي ځکه هغوی لره نېک عمل شته. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 74

فِیْ جَنّٰتٍ ۛ۫— یَتَسَآءَلُوْنَ ۟ۙ

او هغوی به د قيامت په ورځ په جنتونو کې ځينې يې له ځينو پوښتنې کوي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 74

عَنِ الْمُجْرِمِیْنَ ۟ۙ

له هغو کافرانو څخه چې خپل ځانونه يې د ګناهونو په ترسره کولو تباه کړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 74

مَا سَلَكَكُمْ فِیْ سَقَرَ ۟

هغوی به ورته وايي: څه شي دوزخ ننه اېستئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
43 : 74

قَالُوْا لَمْ نَكُ مِنَ الْمُصَلِّیْنَ ۟ۙ

نو کافران به په دې ويلو سره ځواب ورکوي: موږ له هغو کسانو څخه نه وو چې د دنيا په ژوند کې يې فرضي لمنځونه کول. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 74

وَلَمْ نَكُ نُطْعِمُ الْمِسْكِیْنَ ۟ۙ

او نه مو بې وزله ته خواړه ورکول کوم چې الله موږ ته راکړي و. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 74

وَكُنَّا نَخُوْضُ مَعَ الْخَآىِٕضِیْنَ ۟ۙ

او له اهل باطل سره به تاوېدلو چېرې به چې هغوی تاوېدل، او د لارورکو او بې لارو سره مو خبرې کولې. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 74

وَكُنَّا نُكَذِّبُ بِیَوْمِ الدِّیْنِ ۟ۙ

او د بدلې ورځ مو درواغ ګڼله. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 74

حَتّٰۤی اَتٰىنَا الْیَقِیْنُ ۟ؕ

او په درواغ ګڼلو کې مو زياته سرکښي وکړه تردې چې مرګ راته راغی، نو زموږ او د توبې ترمنځ خڼد وګرځېدی. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• خطورة الكبر حيث صرف الوليد بن المغيرة عن الإيمان بعدما تبين له الحق.
د لويي کولو خطر داسې چې وليد بن مغيره يې له ايمانه ايسار کړ وروسته تر دې چې حق ورته څرګند شو. info

• مسؤولية الإنسان عن أعماله في الدنيا والآخرة.
انسان د خپلو کړنو پر وړاندې په دنيا او آخرت کې مسؤوليت. info

• عدم إطعام المحتاج سبب من أسباب دخول النار.
بې وزله ته خواړه نه ورکول اور ته د ننوتلو له لاملونو څخه يو لامل دی. info