د قرآن کریم د معناګانو ژباړه - پښتو ژبې ته د المختصر في تفسیر القرآن الکریم ژباړه

مدثر

د سورت د مقصدونو څخه:
الأمر بالاجتهاد في دعوة المكذبين، وإنذارهم بالآخرة والقرآن.
د درواغ ګڼونکو په بلنه کې په کوښښ کولو امر کول او د هغوی په آخرت او قرآن وېرول. info

external-link copy
1 : 74

یٰۤاَیُّهَا الْمُدَّثِّرُ ۟ۙ

اې په خپلو جامو کې ځان پټوونکیه! ( او هغه نبي صلی الله عليه وسلم دی). info
التفاسير:

external-link copy
2 : 74

قُمْ فَاَنْذِرْ ۟ۙ

پاڅېږه او د الله له عذابه وېرول وکړه. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 74

وَرَبَّكَ فَكَبِّرْ ۟ۙ

او د پالونکي لويي دې بيان کړه. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 74

وَثِیَابَكَ فَطَهِّرْ ۟ۙ

او ځان دې له ګناهونو پاک کړه او جامې دې له پليتيو پاکې کړه. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 74

وَالرُّجْزَ فَاهْجُرْ ۟ۙ

او د بوتانو له لمانځنې لرې اوسه. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 74

وَلَا تَمْنُنْ تَسْتَكْثِرُ ۟ۙ

او پر خپل پالونکي دې احسان مه باروه چې دې نېک عمل زیات ګڼې info
التفاسير:

external-link copy
7 : 74

وَلِرَبِّكَ فَاصْبِرْ ۟ؕ

او له کومې ستونزې سره چې مخ کېږې خپل پالونکي ته صبر پرې کوه. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 74

فَاِذَا نُقِرَ فِی النَّاقُوْرِ ۟ۙ

نو کله چې په ښکر (شپېلۍ) کې دويم ځل پوکړل شي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 74

فَذٰلِكَ یَوْمَىِٕذٍ یَّوْمٌ عَسِیْرٌ ۟ۙ

بیا دغه ورځ سخته ورځ وي. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 74

عَلَی الْكٰفِرِیْنَ غَیْرُ یَسِیْرٍ ۟

پر هغو کسانو چې پر الله او د هغه پر رسولانو يې کفر کړی وي آسانه به نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 74

ذَرْنِیْ وَمَنْ خَلَقْتُ وَحِیْدًا ۟ۙ

اې رسوله! ما او هغه څوک سره پرېږده چې د مور په ګېده کې مې يې يوازې پرته له مال او اولاده پيدا کړی (چې هغه د مغيره زوی وليد دی). info
التفاسير:

external-link copy
12 : 74

وَّجَعَلْتُ لَهٗ مَالًا مَّمْدُوْدًا ۟ۙ

او هغه لره مې ډېر مال ورکړ. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 74

وَّبَنِیْنَ شُهُوْدًا ۟ۙ

او هغه لره مې له هغه سره حاضر زامن پيداکړل چې په محفلونو کې ورسره حاضريږي د هغه د زيات مال له امله د سفر لپاره نه ورڅخه بېليږي. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 74

وَّمَهَّدْتُّ لَهٗ تَمْهِیْدًا ۟ۙ

او هغه لره مې په ژوند، روزۍ او اولاد کې پراخه پراخي ورکړه. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 74

ثُمَّ یَطْمَعُ اَنْ اَزِیْدَ ۟ۙ

بيا هم هغه پر ما د خپل کفر له امله هيله لري چې زه به هغه ته ور زيات کړم وروسته تردې چې دغه ټول مې ورکړي دي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 74

كَلَّا ؕ— اِنَّهٗ كَانَ لِاٰیٰتِنَا عَنِیْدًا ۟ؕ

چاره به داسې نه وي لکه څنګه چې هغه فکر کړی، پرته له شکه هغه زموږ پر رسول زموږ لخوا د نازل کړل شويو آيتونو لپاره ضد کوونکی د هغو درواغ ګڼونکی و. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 74

سَاُرْهِقُهٗ صَعُوْدًا ۟ؕ

ژر به هغه پر داسې سخت عذاب مکلف کړم چې زغملی به يې نه شي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 74

اِنَّهٗ فَكَّرَ وَقَدَّرَ ۟ۙ

دغه کافر چې پورته نعمتونه مو پرې لورولې و، فکر یې وکړ چې د قران د غلط ثابتولو لپاره څه ووایې، په سوچ کې یې پدې اړه اټکل وکړ. info
التفاسير:
په دې مخ کې د ایتونو د فایدو څخه:
• المشقة تجلب التيسير.
سختي د ځان سره اساني راولي. info

• وجوب الطهارة من الخَبَث الظاهر والباطن.
د ښکاره او پټې پلیتۍ څخه د پاکوالي وجوب. info

• الإنعام على الفاجر استدراج له وليس إكرامًا.
فاسق انسان باندې لورینه هغه مهلت ورکول دي نه عزت. info