ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߛߙߝߙߊߛ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
24 : 29

فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوا اقْتُلُوْهُ اَوْ حَرِّقُوْهُ فَاَنْجٰىهُ اللّٰهُ مِنَ النَّارِ ؕ— اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیٰتٍ لِّقَوْمٍ یُّؤْمِنُوْنَ ۟

د ابراهیم علیه السلام د قوم ځواب پرته له دې بل څه نه وو چې ویې ویل: ویې وژنئ یا يې وسوځوئ خو الله له اور نه وژغورلو. په رښتیا چې په دې کې د ایمان راوړونکي قوم لپاره ډیرې لوی نښې دي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 29

وَقَالَ اِنَّمَا اتَّخَذْتُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ اَوْثَانًا ۙ— مَّوَدَّةَ بَیْنِكُمْ فِی الْحَیٰوةِ الدُّنْیَا ۚ— ثُمَّ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ یَكْفُرُ بَعْضُكُمْ بِبَعْضٍ وَّیَلْعَنُ بَعْضُكُمْ بَعْضًا ؗ— وَّمَاْوٰىكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِّنْ نّٰصِرِیْنَ ۟ۗۖ

او ابراهیم وویل: تاسې په دنیوي ژوند کې له الله پرته بوتان د خپل مینځي میني او محبت وسله ګرځولي دي خو د قیامت په ورځ به یو له بل نه منکر او یو پر بل به لعنت ووایې اور مو د ورتګ ځای او هیڅوک به مو ملاتړي نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 29

فَاٰمَنَ لَهٗ لُوْطٌ ۘ— وَقَالَ اِنِّیْ مُهَاجِرٌ اِلٰی رَبِّیْ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟

یوازې لوط پرې ایمان راوړ. او ابراهیم وویل: زه د خپل رب لور ته هجرت کوم بې له شکه چې هغه په هر څه برلاسی او د حکمت والا دی. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 29

وَوَهَبْنَا لَهٗۤ اِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ وَجَعَلْنَا فِیْ ذُرِّیَّتِهِ النُّبُوَّةَ وَالْكِتٰبَ وَاٰتَیْنٰهُ اَجْرَهٗ فِی الدُّنْیَا ۚ— وَاِنَّهٗ فِی الْاٰخِرَةِ لَمِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟

او مونږ هغه ته اسحق او یعقوب وروبښل او د هغه په اولاده کې مو پیغمبري او کتاب کیښود، په دنیا کې مو د هغه اجر پوره ورکړـ او په اخرت کې به په باوري توګه له صالحانو څخه وي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 29

وَلُوْطًا اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖۤ اِنَّكُمْ لَتَاْتُوْنَ الْفَاحِشَةَ ؗ— مَا سَبَقَكُمْ بِهَا مِنْ اَحَدٍ مِّنَ الْعٰلَمِیْنَ ۟

او لوط را یاد کړه: هغه خپل قوم ته وویل: تاسې یوه داسې فاحش او وران کار ته ملاتړلې ده چې له تاسې څخه وړاندې هیچا نه دی کړی. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 29

اَىِٕنَّكُمْ لَتَاْتُوْنَ الرِّجَالَ وَتَقْطَعُوْنَ السَّبِیْلَ ۙ۬— وَتَاْتُوْنَ فِیْ نَادِیْكُمُ الْمُنْكَرَ ؕ— فَمَا كَانَ جَوَابَ قَوْمِهٖۤ اِلَّاۤ اَنْ قَالُوا ائْتِنَا بِعَذَابِ اللّٰهِ اِنْ كُنْتَ مِنَ الصّٰدِقِیْنَ ۟

ایا تاسې له نارینه وو سره یو ځای کیږئ؟ لارې شکوئ؟ او په خپلو غونډو کې په ډاګیزه ناروا کارونه کوئ؟ د هغه له قوم سره پرته له دې بل هیڅ ځواب نه ووچې ویې ویل: که ته رښتینی يې نو د الله عذاب راوله!. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 29

قَالَ رَبِّ انْصُرْنِیْ عَلَی الْقَوْمِ الْمُفْسِدِیْنَ ۟۠

لوط وویل: ای زما ربه! ددې فاسد قوم په مقابل کې زما ملا وتړه. info
التفاسير: