ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߙߎ߬ߥߊ߯ߘߎ-ߕߊ߬ߙߑߖߡߊ ߝߊ߲ߓߊ ߓߟߏ߫

صافات

external-link copy
1 : 37

وَالصّٰٓفّٰتِ صَفًّا ۟ۙ

قسم دى په هغه پرېښتو چې صفونه جوړوي، صفونه. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 37

فَالزّٰجِرٰتِ زَجْرًا ۟ۙ

بيا په سختۍ سره شړونكو (ملايكو) قسم. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 37

فَالتّٰلِیٰتِ ذِكْرًا ۟ۙ

بیا په ذکر (قرآن) لوستونکو (پرېښتو) قسم. info
التفاسير:

external-link copy
4 : 37

اِنَّ اِلٰهَكُمْ لَوَاحِدٌ ۟ؕ

چې بېشكه ستاسو معبود يو دى. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 37

رَبُّ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ وَمَا بَیْنَهُمَا وَرَبُّ الْمَشَارِقِ ۟ؕ

د اسمانو، ځمكې او د هغو تر منځه شيانو رب او د ختيځونو رب. info
التفاسير:

external-link copy
6 : 37

اِنَّا زَیَّنَّا السَّمَآءَ الدُّنْیَا بِزِیْنَةِ ١لْكَوَاكِبِ ۟ۙ

يقيناً موږ د دنيا اسمان ښكلى كړى د ستورو په ښايست. info
التفاسير:

external-link copy
7 : 37

وَحِفْظًا مِّنْ كُلِّ شَیْطٰنٍ مَّارِدٍ ۟ۚ

او له هر سرکښ شيطانه مو په ساتنه خوندي كړى دى. info
التفاسير:

external-link copy
8 : 37

لَا یَسَّمَّعُوْنَ اِلَی الْمَلَاِ الْاَعْلٰی وَیُقْذَفُوْنَ مِنْ كُلِّ جَانِبٍ ۟

پاسني مخلوق ته غوږ نه شي اېښودلاى او له هرې خوا ويشتل كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
9 : 37

دُحُوْرًا وَّلَهُمْ عَذَابٌ وَّاصِبٌ ۟ۙ

رټلی کیدی شي په رټني سره او دوی لره عذاب پيوست کېدونکی دی. info
التفاسير:

external-link copy
10 : 37

اِلَّا مَنْ خَطِفَ الْخَطْفَةَ فَاَتْبَعَهٗ شِهَابٌ ثَاقِبٌ ۟

پرته له دې چې كه څوك تښتوونكى كومه خبره وتښتوي نو يوه سوځونكې لمبه ورپسې شي. info
التفاسير:

external-link copy
11 : 37

فَاسْتَفْتِهِمْ اَهُمْ اَشَدُّ خَلْقًا اَمْ مَّنْ خَلَقْنَا ؕ— اِنَّا خَلَقْنٰهُمْ مِّنْ طِیْنٍ لَّازِبٍ ۟

نو ويې پوښته چې اّيا د دوى پيدا كېدل به ګران وي كه هغه (نور مخلوق) چې موږ پيدا كړي؟ موږ خو هغوى له سرېښناكې خټې پيدا كړي. info
التفاسير:

external-link copy
12 : 37

بَلْ عَجِبْتَ وَیَسْخَرُوْنَ ۪۟

بلكې ته تعجب كوې او دوى ملنډې وهي. info
التفاسير:

external-link copy
13 : 37

وَاِذَا ذُكِّرُوْا لَا یَذْكُرُوْنَ ۪۟

او كله چې نصيحت ورته وشي نه يې مني. info
التفاسير:

external-link copy
14 : 37

وَاِذَا رَاَوْا اٰیَةً یَّسْتَسْخِرُوْنَ ۪۟

او كله چې كومه نښانه وويني ملنډې وهي. info
التفاسير:

external-link copy
15 : 37

وَقَالُوْۤا اِنْ هٰذَاۤ اِلَّا سِحْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۚۖ

او دوى وويل: دا خو له ښكاره كوډو پرته بل څه نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
16 : 37

ءَاِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَّعِظَامًا ءَاِنَّا لَمَبْعُوْثُوْنَ ۟ۙ

اّيا كله چې موږ ومرو، خاورې او هډوكې شو نو بيا به ژوندي راپاڅول كيږو؟ info
التفاسير:

external-link copy
17 : 37

اَوَاٰبَآؤُنَا الْاَوَّلُوْنَ ۟ؕ

او اّيا پلرونه زموږ لومړني؟ info
التفاسير:

external-link copy
18 : 37

قُلْ نَعَمْ وَاَنْتُمْ دَاخِرُوْنَ ۟ۚ

ورته ووايه هو او تاسي به ذلیله هم ياست. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 37

فَاِنَّمَا هِیَ زَجْرَةٌ وَّاحِدَةٌ فَاِذَا هُمْ یَنْظُرُوْنَ ۟

یقینا (قيامت) يوه چيغه [پوکی دی شپیلۍ کې] بيا به دوى ګوري (چې څه ورسره كيږي). info
التفاسير:

external-link copy
20 : 37

وَقَالُوْا یٰوَیْلَنَا هٰذَا یَوْمُ الدِّیْنِ ۟

او وايي به هاى زموږ تباهۍ دا خو د جزا ورځ ده. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 37

هٰذَا یَوْمُ الْفَصْلِ الَّذِیْ كُنْتُمْ بِهٖ تُكَذِّبُوْنَ ۟۠

(ورته وبه ويل شي) دا هماغه د فيصلې ورځ ده چې تاسي به دروغ ګڼله. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 37

اُحْشُرُوا الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا وَاَزْوَاجَهُمْ وَمَا كَانُوْا یَعْبُدُوْنَ ۟ۙ

راغونډ كړئ هغه کسان چې ظلم یې كړى او ملګري يې او (ټول) هغه چې دوى به یې عبادت کولو. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 37

مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ فَاهْدُوْهُمْ اِلٰی صِرَاطِ الْجَحِیْمِ ۟

له الله نه پرته، بيا يې د جهنم لارې ته ور سم كړئ. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 37

وَقِفُوْهُمْ اِنَّهُمْ مَّسْـُٔوْلُوْنَ ۟ۙ

او ويې دروئ، یقینا له دوی پوښتنه کېدونکې ده. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 37

مَا لَكُمْ لَا تَنَاصَرُوْنَ ۟

په تاسو څه شوي چې يو بل سره مرسته نه كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
26 : 37

بَلْ هُمُ الْیَوْمَ مُسْتَسْلِمُوْنَ ۟

بلكې هغوى نن تسليم شوي دى.
.
info
التفاسير:

external-link copy
27 : 37

وَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَسَآءَلُوْنَ ۟

او هغوى به يو بل ته مخ كړي، پوښتنې به كوي. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 37

قَالُوْۤا اِنَّكُمْ كُنْتُمْ تَاْتُوْنَنَا عَنِ الْیَمِیْنِ ۟

وايي به (كشران) همدا تاسو به له ښۍ خوا (د ښېګڼې په نامه) موږ ته راتلئ. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 37

قَالُوْا بَلْ لَّمْ تَكُوْنُوْا مُؤْمِنِیْنَ ۟ۚ

(مشران به) وايي په اصل كې خپله تاسو ايمان راوړونكي نه وئ. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 37

وَمَا كَانَ لَنَا عَلَیْكُمْ مِّنْ سُلْطٰنٍ ۚ— بَلْ كُنْتُمْ قَوْمًا طٰغِیْنَ ۟

او پر تاسو خو زموږ كوم برلاسى نه و، خو خپله سرکښه خلك وئ. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 37

فَحَقَّ عَلَیْنَا قَوْلُ رَبِّنَاۤ ۖۗ— اِنَّا لَذَآىِٕقُوْنَ ۟

نو (اوس) پر موږ ټولو زموږ د رب (هغه) خبره ثابته شوه چې موږ به (د عذاب) څكونكي يو. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 37

فَاَغْوَیْنٰكُمْ اِنَّا كُنَّا غٰوِیْنَ ۟

نو موږ خپله هم بې لارې وو او تاسي مو هم بې لارې كړئ. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 37

فَاِنَّهُمْ یَوْمَىِٕذٍ فِی الْعَذَابِ مُشْتَرِكُوْنَ ۟

نو په هغه ورځ به هغوى (ټول) په عذاب كې سره شريك وي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 37

اِنَّا كَذٰلِكَ نَفْعَلُ بِالْمُجْرِمِیْنَ ۟

موږ په مجرمانو همداسې چارې كوو. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 37

اِنَّهُمْ كَانُوْۤا اِذَا قِیْلَ لَهُمْ لَاۤ اِلٰهَ اِلَّا اللّٰهُ یَسْتَكْبِرُوْنَ ۟ۙ

هغوى داسې وو چې كله به ورته وويل شول چې: له الله پرته كوم بل د عبادت لایق نشته، نو لويي به يې كوله. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 37

وَیَقُوْلُوْنَ اَىِٕنَّا لَتَارِكُوْۤا اٰلِهَتِنَا لِشَاعِرٍ مَّجْنُوْنٍ ۟ؕ

او دوى به ويل چې اّيا موږ به د يو لېوني شاعر لپاره د خپلو باطلو معبودانو پرېښودونكي يو؟ info
التفاسير:

external-link copy
37 : 37

بَلْ جَآءَ بِالْحَقِّ وَصَدَّقَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟

بلكې هغه له حق سره راغلى او د ټولو پېغمبرانو تصديق يې كړى. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 37

اِنَّكُمْ لَذَآىِٕقُوا الْعَذَابِ الْاَلِیْمِ ۟ۚ

(او) تاسي به يقيناً د دردناك عذاب څكونكي ياست. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 37

وَمَا تُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟ۙ

او له هغه پرته چې تاسو به كول، بله بدله نه دركول كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
40 : 37

اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟

پرته د الله له سوچه بندګانو. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 37

اُولٰٓىِٕكَ لَهُمْ رِزْقٌ مَّعْلُوْمٌ ۟ۙ

د هغوى لپاره يوه ټاكل شوې روزي ده. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 37

فَوَاكِهُ ۚ— وَهُمْ مُّكْرَمُوْنَ ۟ۙ

يعنې مېوې، او هغوى به عزتمن وي. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 37

فِیْ جَنّٰتِ النَّعِیْمِ ۟ۙ

نعمت والا جنتونو كې. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 37

عَلٰی سُرُرٍ مُّتَقٰبِلِیْنَ ۟

په تختونو به يو بل ته مخامخ ناست وي. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 37

یُطَافُ عَلَیْهِمْ بِكَاْسٍ مِّنْ مَّعِیْنٍ ۟ۙ

د روانو شرابو ګيلاسونه به ورباندې ګرځول كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 37

بَیْضَآءَ لَذَّةٍ لِّلشّٰرِبِیْنَ ۟ۚ

تك سپين، د څښونكو لپاره خوندور. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 37

لَا فِیْهَا غَوْلٌ وَّلَا هُمْ عَنْهَا یُنْزَفُوْنَ ۟

نه به وي په هغې کې آفتونه او نه به دوی لره د هغې (شرابو) له امله قی ورځي. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 37

وَعِنْدَهُمْ قٰصِرٰتُ الطَّرْفِ عِیْنٌ ۟ۙ

او هغوى سره به ښكته نظر اچونكې غټ سترګې (حورې) وي. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 37

كَاَنَّهُنَّ بَیْضٌ مَّكْنُوْنٌ ۟

لكه هغوى چې پټې ساتل شوې هګۍ وي. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 37

فَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَسَآءَلُوْنَ ۟

نو دوى به يو پر بل رامخ كړي تپوسونه به كوي. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 37

قَالَ قَآىِٕلٌ مِّنْهُمْ اِنِّیْ كَانَ لِیْ قَرِیْنٌ ۟ۙ

په دوى كې به يو ويونكى وايي چې يقيناً زما يو ملګرى ؤ. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 37

یَّقُوْلُ ءَاِنَّكَ لَمِنَ الْمُصَدِّقِیْنَ ۟

هغه به ويل چې اّيا ته (د قيامت) له تصديقونكو څخه يې؟ info
التفاسير:

external-link copy
53 : 37

ءَاِذَا مِتْنَا وَكُنَّا تُرَابًا وَّعِظَامًا ءَاِنَّا لَمَدِیْنُوْنَ ۟

اّيا كله چې موږ (ګډ وډ) خاورې او هډوكي شو بيا به موږ جزا موندونكي يو؟ info
التفاسير:

external-link copy
54 : 37

قَالَ هَلْ اَنْتُمْ مُّطَّلِعُوْنَ ۟

(بيا به) وايي اّيا تاسو وركتونكي ياست؟ info
التفاسير:

external-link copy
55 : 37

فَاطَّلَعَ فَرَاٰهُ فِیْ سَوَآءِ الْجَحِیْمِ ۟

نو چې ور وګوري هغه به د دوزخ په منځ كې وويني. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 37

قَالَ تَاللّٰهِ اِنْ كِدْتَّ لَتُرْدِیْنِ ۟ۙ

وايي به والله تا خو نږدې زه هم تباه كړى وم. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 37

وَلَوْلَا نِعْمَةُ رَبِّیْ لَكُنْتُ مِنَ الْمُحْضَرِیْنَ ۟

او كه زما د رب لورينه نه واى، خامخا به زه هم په جهنم كې حاضر كړى شوى وم. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 37

اَفَمَا نَحْنُ بِمَیِّتِیْنَ ۟ۙ

(ښه) نو اوس موږ (بل وار) مړه كېدونكي نه يو؟ info
التفاسير:

external-link copy
59 : 37

اِلَّا مَوْتَتَنَا الْاُوْلٰی وَمَا نَحْنُ بِمُعَذَّبِیْنَ ۟

پرته زموږ له هماغه لومړي مرګه او موږ عذابېدونكي هم نه يو؟ info
التفاسير:

external-link copy
60 : 37

اِنَّ هٰذَا لَهُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟

(نو چې داسې وي) دا خو يقيناً لوى برى دى. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 37

لِمِثْلِ هٰذَا فَلْیَعْمَلِ الْعٰمِلُوْنَ ۟

د دې په شان (نعمتونو) لپاره دې عمل كوونكي عمل وكړي. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 37

اَذٰلِكَ خَیْرٌ نُّزُلًا اَمْ شَجَرَةُ الزَّقُّوْمِ ۟

اّيا دا غوره دي په مېلمستيا کې که ونه د زقوم؟ info
التفاسير:

external-link copy
63 : 37

اِنَّا جَعَلْنٰهَا فِتْنَةً لِّلظّٰلِمِیْنَ ۟

موږ هغه د ظالمانو لپاره يوه فتنه (يا عذاب) ګرځولې ده. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 37

اِنَّهَا شَجَرَةٌ تَخْرُجُ فِیْۤ اَصْلِ الْجَحِیْمِ ۟ۙ

هغه يوه (داسې) ونه ده چې د دوزخ په تل كې راوځي. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 37

طَلْعُهَا كَاَنَّهٗ رُءُوْسُ الشَّیٰطِیْنِ ۟

د هغې مېوې د شيطانانو (يا مارانو) سرونو غوندې دي. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 37

فَاِنَّهُمْ لَاٰكِلُوْنَ مِنْهَا فَمَالِـُٔوْنَ مِنْهَا الْبُطُوْنَ ۟ؕ

نو هغوى به يې خوړونكي او هغې نه ګېډه ډكونكي وي. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 37

ثُمَّ اِنَّ لَهُمْ عَلَیْهَا لَشَوْبًا مِّنْ حَمِیْمٍ ۟ۚ

بيا به دوى لره پر هغه د پاسه خامخا د خوټېدلو اوبو ورګډول وي. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 37

ثُمَّ اِنَّ مَرْجِعَهُمْ لَاۡاِلَی الْجَحِیْمِ ۟

بيا به د دوى ورتګ خامخا د دوزخ په لور وي. info
التفاسير:

external-link copy
69 : 37

اِنَّهُمْ اَلْفَوْا اٰبَآءَهُمْ ضَآلِّیْنَ ۟ۙ

بېشكه هغوى خپل پلرونه بې لارې موندلي وو. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 37

فَهُمْ عَلٰۤی اٰثٰرِهِمْ یُهْرَعُوْنَ ۟

نو د هغو په پلونو به يې منډې وهلې. info
التفاسير:

external-link copy
71 : 37

وَلَقَدْ ضَلَّ قَبْلَهُمْ اَكْثَرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ

او خامخا له دوى مخكې هم زياتره لومړني خلك بې لارې شوي وو. info
التفاسير:

external-link copy
72 : 37

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا فِیْهِمْ مُّنْذِرِیْنَ ۟

او په هغوى كې مو هم وېرونكي (پېغمبران) لېږلي وو. info
التفاسير:

external-link copy
73 : 37

فَانْظُرْ كَیْفَ كَانَ عَاقِبَةُ الْمُنْذَرِیْنَ ۟ۙ

نو ګوره چې د هغو وېرول شوو انجام څنګه شو؟ info
التفاسير:

external-link copy
74 : 37

اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟۠

مګر بنده ګان د الله تعالی چې بچ ساتلی شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
75 : 37

وَلَقَدْ نَادٰىنَا نُوْحٌ فَلَنِعْمَ الْمُجِیْبُوْنَ ۟ؗۖ

او بېشكه موږ ته نوح آواز وكړ نو موږ ښه ځواب وركونكي يو. info
التفاسير:

external-link copy
76 : 37

وَنَجَّیْنٰهُ وَاَهْلَهٗ مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِیْمِ ۟ؗۖ

او موږ هغه او كورنۍ يې له ستر كړاو څخه وژغورل. info
التفاسير:

external-link copy
77 : 37

وَجَعَلْنَا ذُرِّیَّتَهٗ هُمُ الْبٰقِیْنَ ۟ؗۖ

او د ده اولاده مو پاتېدونكې وګرځوله. info
التفاسير:

external-link copy
78 : 37

وَتَرَكْنَا عَلَیْهِ فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ؗۖ

او په وروستنو كې مو د هغه ښه نوم پرېښودلو. info
التفاسير:

external-link copy
79 : 37

سَلٰمٌ عَلٰی نُوْحٍ فِی الْعٰلَمِیْنَ ۟

په ټولو مخلوقاتو كې دې پر نوح سلام وي. info
التفاسير:

external-link copy
80 : 37

اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟

نېكانو ته موږ همداسې بدله وركوو. info
التفاسير:

external-link copy
81 : 37

اِنَّهٗ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

هغه يقيناً زموږ له مومنو بندګانو څخه و. info
التفاسير:

external-link copy
82 : 37

ثُمَّ اَغْرَقْنَا الْاٰخَرِیْنَ ۟

بيا مو هغه نور غرق كړل. info
التفاسير:

external-link copy
83 : 37

وَاِنَّ مِنْ شِیْعَتِهٖ لَاِبْرٰهِیْمَ ۟ۘ

او بېشكه د هغه له تابعدارانو څخه ابراهيم و. info
التفاسير:

external-link copy
84 : 37

اِذْ جَآءَ رَبَّهٗ بِقَلْبٍ سَلِیْمٍ ۟

كله چې خپل رب ته له روغ زړه سره راغى. info
التفاسير:

external-link copy
85 : 37

اِذْ قَالَ لِاَبِیْهِ وَقَوْمِهٖ مَاذَا تَعْبُدُوْنَ ۟ۚ

كله چې هغه خپل پلار او قوم ته وويل: دا څه دي چې تاسي يې عبادت كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
86 : 37

اَىِٕفْكًا اٰلِهَةً دُوْنَ اللّٰهِ تُرِیْدُوْنَ ۟ؕ

اّيا له الله پرته په دروغو جوړ شوي معبودان غواړئ. info
التفاسير:

external-link copy
87 : 37

فَمَا ظَنُّكُمْ بِرَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟

نو څه ګمان دی ستاسو په رب د عالمینو باندې. info
التفاسير:

external-link copy
88 : 37

فَنَظَرَ نَظْرَةً فِی النُّجُوْمِ ۟ۙ

بيا يې په ستورو كې يو نظر واچولو. info
التفاسير:

external-link copy
89 : 37

فَقَالَ اِنِّیْ سَقِیْمٌ ۟

وېلې: زه خو ناروغ يم. info
التفاسير:

external-link copy
90 : 37

فَتَوَلَّوْا عَنْهُ مُدْبِرِیْنَ ۟

نو روان شول دوی د هغه نه شا ګرځوونکي. info
التفاسير:

external-link copy
91 : 37

فَرَاغَ اِلٰۤی اٰلِهَتِهِمْ فَقَالَ اَلَا تَاْكُلُوْنَ ۟ۚ

نو دى پټ پټ د هغوى معبودانو [بوتان] ته ورغلو وېلې: آيا تاسي نه خورئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
92 : 37

مَا لَكُمْ لَا تَنْطِقُوْنَ ۟

څه شوي دي پر تاسي خبرې هم نه كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
93 : 37

فَرَاغَ عَلَیْهِمْ ضَرْبًا بِالْیَمِیْنِ ۟

نو پيل یې وکړ د هغوی په وهلو په ښې لاس سره. info
التفاسير:

external-link copy
94 : 37

فَاَقْبَلُوْۤا اِلَیْهِ یَزِفُّوْنَ ۟

نو هغوى په منډه ورته رامخه كړه. info
التفاسير:

external-link copy
95 : 37

قَالَ اَتَعْبُدُوْنَ مَا تَنْحِتُوْنَ ۟ۙ

وېلې اّيا د هغه څه عبادت کوئ چې په خپله يې تراشئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
96 : 37

وَاللّٰهُ خَلَقَكُمْ وَمَا تَعْمَلُوْنَ ۟

حال دا چې تاسو هم الله پيدا كړي ياست او څه چې كوئ هغه هم. info
التفاسير:

external-link copy
97 : 37

قَالُوا ابْنُوْا لَهٗ بُنْیَانًا فَاَلْقُوْهُ فِی الْجَحِیْمِ ۟

هغوى ويل: ده ته يوه ودانۍ جوړه كړئ بيا يې په اور كې واچوئ. info
التفاسير:

external-link copy
98 : 37

فَاَرَادُوْا بِهٖ كَیْدًا فَجَعَلْنٰهُمُ الْاَسْفَلِیْنَ ۟

خو چې په ده يې هغه چل كول وغوښتل نو موږ هغوى لاندې كړل. info
التفاسير:

external-link copy
99 : 37

وَقَالَ اِنِّیْ ذَاهِبٌ اِلٰی رَبِّیْ سَیَهْدِیْنِ ۟

او ده وويل: زه د خپل رب په لوري تلونكى يم، زر به هغه لار راوښايي. info
التفاسير:

external-link copy
100 : 37

رَبِّ هَبْ لِیْ مِنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟

زما ربه! ما ته صالح اولاد راكړه. info
التفاسير:

external-link copy
101 : 37

فَبَشَّرْنٰهُ بِغُلٰمٍ حَلِیْمٍ ۟

نو موږ د يو زغمونكي هلك زېرى وركړ. info
التفاسير:

external-link copy
102 : 37

فَلَمَّا بَلَغَ مَعَهُ السَّعْیَ قَالَ یٰبُنَیَّ اِنِّیْۤ اَرٰی فِی الْمَنَامِ اَنِّیْۤ اَذْبَحُكَ فَانْظُرْ مَاذَا تَرٰی ؕ— قَالَ یٰۤاَبَتِ افْعَلْ مَا تُؤْمَرُ ؗ— سَتَجِدُنِیْۤ اِنْ شَآءَ اللّٰهُ مِنَ الصّٰبِرِیْنَ ۟

بيا كله چې له ده سره د منډې ترړې توانایي ته ورسېد، وېلې: زما زويه! زه خوب كې وينم چې تا حلالوم! نو ګوره چې ستا څه خيال دى؟ وېلې پلاره څه چې درته امر شوى هماغه وكړه، ان شاء الله ما به له صابرانو ومومې. info
التفاسير:

external-link copy
103 : 37

فَلَمَّاۤ اَسْلَمَا وَتَلَّهٗ لِلْجَبِیْنِ ۟ۚ

نو كله چې دواړو ومنله او په اړخ يې وغورځولو. info
التفاسير:

external-link copy
104 : 37

وَنَادَیْنٰهُ اَنْ یّٰۤاِبْرٰهِیْمُ ۟ۙ

نو موږ ورغږ كړ چې ای ابراهيمه! info
التفاسير:

external-link copy
105 : 37

قَدْ صَدَّقْتَ الرُّءْیَا ۚ— اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟

دا دى خوب خو دې رښتيا كړ، يقيناً موږ (هم) نيكانو ته دغه شان بدله وركوو. info
التفاسير:

external-link copy
106 : 37

اِنَّ هٰذَا لَهُوَ الْبَلٰٓؤُا الْمُبِیْنُ ۟

بېشكه دا يو څرګند ازميښت و. info
التفاسير:

external-link copy
107 : 37

وَفَدَیْنٰهُ بِذِبْحٍ عَظِیْمٍ ۟

او موږ د هغه په فديه (قربانۍ) كې ستره حلاله وركړه. info
التفاسير:

external-link copy
108 : 37

وَتَرَكْنَا عَلَیْهِ فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ؗ

او په وروستنو كې مو د هغه ښه ياد پرېښود. info
التفاسير:

external-link copy
109 : 37

سَلٰمٌ عَلٰۤی اِبْرٰهِیْمَ ۟

په ابراهيم دې سلام وي. info
التفاسير:

external-link copy
110 : 37

كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟

نېكانو ته همداسې بدله وركوو. info
التفاسير:

external-link copy
111 : 37

اِنَّهٗ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

هغه يقيناً زموږ له مومنو بندګانو څخه و. info
التفاسير:

external-link copy
112 : 37

وَبَشَّرْنٰهُ بِاِسْحٰقَ نَبِیًّا مِّنَ الصّٰلِحِیْنَ ۟

او هغه ته مو په اسحاق زېرى وركړ، له صالحانو څخه يو نبي دی. info
التفاسير:

external-link copy
113 : 37

وَبٰرَكْنَا عَلَیْهِ وَعَلٰۤی اِسْحٰقَ ؕ— وَمِنْ ذُرِّیَّتِهِمَا مُحْسِنٌ وَّظَالِمٌ لِّنَفْسِهٖ مُبِیْنٌ ۟۠

او موږ په ده او اسحاق بركت اچولى و. او د هغوى دواړو له اولاده ځينې نېك، او څوك د خپل ځان لپاره ښكاره ظالم دي. info
التفاسير:

external-link copy
114 : 37

وَلَقَدْ مَنَنَّا عَلٰی مُوْسٰی وَهٰرُوْنَ ۟ۚ

او بېشکه موږ پر موسى او هارون احسان كړى و. info
التفاسير:

external-link copy
115 : 37

وَنَجَّیْنٰهُمَا وَقَوْمَهُمَا مِنَ الْكَرْبِ الْعَظِیْمِ ۟ۚ

هغوى دواړه او قوم يې موږ د لوى غم نه ژغورلي وو. info
التفاسير:

external-link copy
116 : 37

وَنَصَرْنٰهُمْ فَكَانُوْا هُمُ الْغٰلِبِیْنَ ۟ۚ

او مرسته مو د دوی وكړه چې بيا همدوى برلاسي شول. info
التفاسير:

external-link copy
117 : 37

وَاٰتَیْنٰهُمَا الْكِتٰبَ الْمُسْتَبِیْنَ ۟ۚ

او هغوى ته مو څرګند كتاب وركړ. info
التفاسير:

external-link copy
118 : 37

وَهَدَیْنٰهُمَا الصِّرَاطَ الْمُسْتَقِیْمَ ۟ۚ

او دواړو ته مو سيده لاره ورښوولې وه. info
التفاسير:

external-link copy
119 : 37

وَتَرَكْنَا عَلَیْهِمَا فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ۙۖ

او پر هغوى مو وروستنو خلكو كې (دا خبره) پرېښوده. info
التفاسير:

external-link copy
120 : 37

سَلٰمٌ عَلٰی مُوْسٰی وَهٰرُوْنَ ۟

(چې) پر موسى او هارون دې سلام وي. info
التفاسير:

external-link copy
121 : 37

اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟

نېكانو ته موږ همداسې بدله وركوو. info
التفاسير:

external-link copy
122 : 37

اِنَّهُمَا مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

پېشكه هغوى دواړه زموږ له مومنو بندګانو څخه وو. info
التفاسير:

external-link copy
123 : 37

وَاِنَّ اِلْیَاسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ؕ

او بېشكه الياس له استول شوو رسولانو څخه و. info
التفاسير:

external-link copy
124 : 37

اِذْ قَالَ لِقَوْمِهٖۤ اَلَا تَتَّقُوْنَ ۟

كله چې يې خپل قوم ته وويل اّيا نه وېرېږئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
125 : 37

اَتَدْعُوْنَ بَعْلًا وَّتَذَرُوْنَ اَحْسَنَ الْخَالِقِیْنَ ۟ۙ

اّيا تاسو بعل (نومى بت) رابلئ او تر ټولو غوره خالق پرېږدئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
126 : 37

اللّٰهَ رَبَّكُمْ وَرَبَّ اٰبَآىِٕكُمُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

يعنى الله چې ستاسو او ستاسو د ړومبنيو پلرونو رب دى. info
التفاسير:

external-link copy
127 : 37

فَكَذَّبُوْهُ فَاِنَّهُمْ لَمُحْضَرُوْنَ ۟ۙ

خو هغه يې دروغجن وګڼلو نو دوى به خامخا (په عذاب كې) د حاضر کړای شوو څخه وي.
.
info
التفاسير:

external-link copy
128 : 37

اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟

پرته د الله له سوچه بندګانو. info
التفاسير:

external-link copy
129 : 37

وَتَرَكْنَا عَلَیْهِ فِی الْاٰخِرِیْنَ ۟ۙ

او په وروستنو كې مو د هغه (ښه نوم) پرېښودلو. info
التفاسير:

external-link copy
130 : 37

سَلٰمٌ عَلٰۤی اِلْ یَاسِیْنَ ۟

په الياسين دې سلام وي. info
التفاسير:

external-link copy
131 : 37

اِنَّا كَذٰلِكَ نَجْزِی الْمُحْسِنِیْنَ ۟

نېكانو ته موږ همداسې بدله وركوو. info
التفاسير:

external-link copy
132 : 37

اِنَّهٗ مِنْ عِبَادِنَا الْمُؤْمِنِیْنَ ۟

هغه يقيناً زموږ له مومنو بندګانو څخه و. info
التفاسير:

external-link copy
133 : 37

وَاِنَّ لُوْطًا لَّمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ؕ

او بېشكه لوط له استول شوو رسولانو څخه و. info
التفاسير:

external-link copy
134 : 37

اِذْ نَجَّیْنٰهُ وَاَهْلَهٗۤ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

كله چې هغه او د هغه ټوله كورنۍ مو وژغورله. info
التفاسير:

external-link copy
135 : 37

اِلَّا عَجُوْزًا فِی الْغٰبِرِیْنَ ۟

پرته له يوې بوډۍ چې پاتېدونكو كې وه. info
التفاسير:

external-link copy
136 : 37

ثُمَّ دَمَّرْنَا الْاٰخَرِیْنَ ۟

بيا مو نور تباه كړل. info
التفاسير:

external-link copy
137 : 37

وَاِنَّكُمْ لَتَمُرُّوْنَ عَلَیْهِمْ مُّصْبِحِیْنَ ۟ۙ

او يقيناً تاسو ورتېریږئ په دوی باندې د سبا په وخت کې. info
التفاسير:

external-link copy
138 : 37

وَبِالَّیْلِ ؕ— اَفَلَا تَعْقِلُوْنَ ۟۠

او د شپې هم، نو اّيا عقل نه چلوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
139 : 37

وَاِنَّ یُوْنُسَ لَمِنَ الْمُرْسَلِیْنَ ۟ؕ

او بېشكه يونس له رسولانو څخه و. info
التفاسير:

external-link copy
140 : 37

اِذْ اَبَقَ اِلَی الْفُلْكِ الْمَشْحُوْنِ ۟ۙ

كله چې هغې ډكې بېړۍ ته وروتښتېد. info
التفاسير:

external-link copy
141 : 37

فَسَاهَمَ فَكَانَ مِنَ الْمُدْحَضِیْنَ ۟ۚ

بيا يې چې پچه واچوله نو له بايلونكو څخه شو. info
التفاسير:

external-link copy
142 : 37

فَالْتَقَمَهُ الْحُوْتُ وَهُوَ مُلِیْمٌ ۟

بيا ماهي (کب) ده لره روغ تېر کړ په داسې حال کې چې دی ملامتونكى و. info
التفاسير:

external-link copy
143 : 37

فَلَوْلَاۤ اَنَّهٗ كَانَ مِنَ الْمُسَبِّحِیْنَ ۟ۙ

نو كه چېرې هغه له تسبيح ويونكو څخه نه وى. info
التفاسير:

external-link copy
144 : 37

لَلَبِثَ فِیْ بَطْنِهٖۤ اِلٰی یَوْمِ یُبْعَثُوْنَ ۟ۚ

خامخا به د هغه ګېډه كې د بيا راپاڅېدو تر ورځې ځنډېدلى و. info
التفاسير:

external-link copy
145 : 37

فَنَبَذْنٰهُ بِالْعَرَآءِ وَهُوَ سَقِیْمٌ ۟ۚ

بيا موږ په ناروغه حالت ډاګ ميدان كې وغورځولو. info
التفاسير:

external-link copy
146 : 37

وَاَنْۢبَتْنَا عَلَیْهِ شَجَرَةً مِّنْ یَّقْطِیْنٍ ۟ۚ

او د كدو يو بوټى مو ورباندې را زرغون كړ. info
التفاسير:

external-link copy
147 : 37

وَاَرْسَلْنٰهُ اِلٰی مِائَةِ اَلْفٍ اَوْ یَزِیْدُوْنَ ۟ۚ

هغه موږ سل زره يا څه زياتو (خلكو) ته ور استولى و. info
التفاسير:

external-link copy
148 : 37

فَاٰمَنُوْا فَمَتَّعْنٰهُمْ اِلٰی حِیْنٍ ۟ؕ

نو هغوى ايمان راوړ، بيا مو تر څه وخته مهلت او سوكالي وركړه. info
التفاسير:

external-link copy
149 : 37

فَاسْتَفْتِهِمْ اَلِرَبِّكَ الْبَنَاتُ وَلَهُمُ الْبَنُوْنَ ۟ۙ

نو ته يې وپوښته، اّيا ستا رب لره به لورګانې وي او دوى لره زامن؟ info
التفاسير:

external-link copy
150 : 37

اَمْ خَلَقْنَا الْمَلٰٓىِٕكَةَ اِنَاثًا وَّهُمْ شٰهِدُوْنَ ۟

(او) كه نه، دوى حاضر وو چې موږ ملايكې ښځينه پيدا كړل. info
التفاسير:

external-link copy
151 : 37

اَلَاۤ اِنَّهُمْ مِّنْ اِفْكِهِمْ لَیَقُوْلُوْنَ ۟ۙ

خبر اوسه یقینا دوى له خپلو ځینو درواغو داسې وايي. info
التفاسير:

external-link copy
152 : 37

وَلَدَ اللّٰهُ ۙ— وَاِنَّهُمْ لَكٰذِبُوْنَ ۟

چې الله بچى راوړى حال دا چې دوى حتماً دروغجن دي. info
التفاسير:

external-link copy
153 : 37

اَصْطَفَی الْبَنَاتِ عَلَی الْبَنِیْنَ ۟ؕ

اّيا لورګانې يې پر زامنو غوره وګڼلې. info
التفاسير:

external-link copy
154 : 37

مَا لَكُمْ ۫— كَیْفَ تَحْكُمُوْنَ ۟

په تاسو څه شوي؟ څنګه فيصله كوئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
155 : 37

اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟ۚ

اّيا نو پند نه اخلئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
156 : 37

اَمْ لَكُمْ سُلْطٰنٌ مُّبِیْنٌ ۟ۙ

ايا تاسو سره كوم ښكاره دليل دی؟ info
التفاسير:

external-link copy
157 : 37

فَاْتُوْا بِكِتٰبِكُمْ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

كه رښتيني ياست نو خپل كتاب مو راوړئ! info
التفاسير:

external-link copy
158 : 37

وَجَعَلُوْا بَیْنَهٗ وَبَیْنَ الْجِنَّةِ نَسَبًا ؕ— وَلَقَدْ عَلِمَتِ الْجِنَّةُ اِنَّهُمْ لَمُحْضَرُوْنَ ۟ۙ

او دوى د الله او پيريانو ترمنځ نسب (خپلوي) جوړ كړی، پداسې حال كې چې پيريان ښه پوهېږي چې دوی به خامخا حاضر کړی شي په عذاب کې. info
التفاسير:

external-link copy
159 : 37

سُبْحٰنَ اللّٰهِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟ۙ

الله لره پاكي ده له هغه څه چې دوى يې بيانوي. info
التفاسير:

external-link copy
160 : 37

اِلَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟

پرته د الله له سوچه بندګانو. info
التفاسير:

external-link copy
161 : 37

فَاِنَّكُمْ وَمَا تَعْبُدُوْنَ ۟ۙ

نو بېشكه تاسو او هغه چې عبادت يې کوئ. info
التفاسير:

external-link copy
162 : 37

مَاۤ اَنْتُمْ عَلَیْهِ بِفٰتِنِیْنَ ۟ۙ

په دې (شرك) سره (د هيچا) بې لارې كوونكي نه ياست. info
التفاسير:

external-link copy
163 : 37

اِلَّا مَنْ هُوَ صَالِ الْجَحِیْمِ ۟

پرته له هغه چې (خپله) دوزخ ته ننوتونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
164 : 37

وَمَا مِنَّاۤ اِلَّا لَهٗ مَقَامٌ مَّعْلُوْمٌ ۟ۙ

او (ملايکې وايي) له موږ نه هيڅوك داسې نشته چې ټاكلى ځاى يې نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
165 : 37

وَّاِنَّا لَنَحْنُ الصَّآفُّوْنَ ۟ۚ

او بېشكه موږ (په عبادت كې) كتار جوړوونكي يو. info
التفاسير:

external-link copy
166 : 37

وَاِنَّا لَنَحْنُ الْمُسَبِّحُوْنَ ۟

او بېشکه موږ تسبيح ويونكي يو. info
التفاسير:

external-link copy
167 : 37

وَاِنْ كَانُوْا لَیَقُوْلُوْنَ ۟ۙ

او بېشكه دوى (كافرانو) به ويل. info
التفاسير:

external-link copy
168 : 37

لَوْ اَنَّ عِنْدَنَا ذِكْرًا مِّنَ الْاَوَّلِیْنَ ۟ۙ

چې كه موږ سره له پخوانيو نه كوم ذكر وى. info
التفاسير:

external-link copy
169 : 37

لَكُنَّا عِبَادَ اللّٰهِ الْمُخْلَصِیْنَ ۟

نو (اوس به) موږ خامخا د الله سوچه بندګان وو. info
التفاسير:

external-link copy
170 : 37

فَكَفَرُوْا بِهٖ فَسَوْفَ یَعْلَمُوْنَ ۟

خو بيا په هغه (قراّن) كافر شول نو زر به پوه شي. info
التفاسير:

external-link copy
171 : 37

وَلَقَدْ سَبَقَتْ كَلِمَتُنَا لِعِبَادِنَا الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚۖ

او بېشكه زموږ خبره د خپلو استول شوو بندګانو په هكله لا پخوا شوې وه. info
التفاسير:

external-link copy
172 : 37

اِنَّهُمْ لَهُمُ الْمَنْصُوْرُوْنَ ۪۟

چې يقيناً هغوى سره به خامخا مرسته كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
173 : 37

وَاِنَّ جُنْدَنَا لَهُمُ الْغٰلِبُوْنَ ۟

او یقینا همدا زموږ لښکر به برلاسى شي. info
التفاسير:

external-link copy
174 : 37

فَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتّٰی حِیْنٍ ۟ۙ

نو تر څه وخته له هغوى نه مخ وګرځوه. info
التفاسير:

external-link copy
175 : 37

وَّاَبْصِرْهُمْ فَسَوْفَ یُبْصِرُوْنَ ۟

او هغوى ته ګوره زر به دوى هم (خپل انجام) وګوري. info
التفاسير:

external-link copy
176 : 37

اَفَبِعَذَابِنَا یَسْتَعْجِلُوْنَ ۟

نو آيا دوى زموږ د عذاب لپاره بيړه كوي؟ info
التفاسير:

external-link copy
177 : 37

فَاِذَا نَزَلَ بِسَاحَتِهِمْ فَسَآءَ صَبَاحُ الْمُنْذَرِیْنَ ۟

خو هغه وخت چې د دوى پر ميدان (عذاب) راپرېوځي نو بيا به د وېرول شوو ډېر بد سبا وي. info
التفاسير:

external-link copy
178 : 37

وَتَوَلَّ عَنْهُمْ حَتّٰی حِیْنٍ ۟ۙ

او تر څه وخته له دوى څخه مخ وګرځوه. info
التفاسير:

external-link copy
179 : 37

وَّاَبْصِرْ فَسَوْفَ یُبْصِرُوْنَ ۟

او ليدونكى اوسه، ډېر زربه دوى پخپله وويني. info
التفاسير:

external-link copy
180 : 37

سُبْحٰنَ رَبِّكَ رَبِّ الْعِزَّةِ عَمَّا یَصِفُوْنَ ۟ۚ

ستا رب لره پاكي ده چې د (ډېر) عزت والا رب دى، له هغو خبرو نه چې دوى يې بيانوي. info
التفاسير:

external-link copy
181 : 37

وَسَلٰمٌ عَلَی الْمُرْسَلِیْنَ ۟ۚ

او سلام دى پراستول شوو (رسولانو). info
التفاسير:

external-link copy
182 : 37

وَالْحَمْدُ لِلّٰهِ رَبِّ الْعٰلَمِیْنَ ۟۠

او د ټولو مخلوقاتو رب، الله لره ستاينه ده. info
التفاسير: