ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߙߎ߬ߥߊ߯ߘߎ-ߕߊ߬ߙߑߖߡߊ ߝߊ߲ߓߊ ߓߟߏ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
55 : 36

اِنَّ اَصْحٰبَ الْجَنَّةِ الْیَوْمَ فِیْ شُغُلٍ فٰكِهُوْنَ ۟ۚ

يقيناً جنتيان به نن په خپلو مزو كې مصروف وي.
.
info
التفاسير:

external-link copy
56 : 36

هُمْ وَاَزْوَاجُهُمْ فِیْ ظِلٰلٍ عَلَی الْاَرَآىِٕكِ مُتَّكِـُٔوْنَ ۟ۚ

دوى او مېرمنې به يې په سيورو كې پر تختونو ډډه وهونكي (ناست) وي.
.
info
التفاسير:

external-link copy
57 : 36

لَهُمْ فِیْهَا فَاكِهَةٌ وَّلَهُمْ مَّا یَدَّعُوْنَ ۟ۚ

دوى لره به پكې مېوې او څه چې غواړي هغه وي. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 36

سَلٰمٌ ۫— قَوْلًا مِّنْ رَّبٍّ رَّحِیْمٍ ۟

د مهربان رب لخوا به ورته سلام ويل كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 36

وَامْتَازُوا الْیَوْمَ اَیُّهَا الْمُجْرِمُوْنَ ۟

او (وبه ويل شي) اې مجرمانو (تاسو) نن را بېل شئ. info
التفاسير:

external-link copy
60 : 36

اَلَمْ اَعْهَدْ اِلَیْكُمْ یٰبَنِیْۤ اٰدَمَ اَنْ لَّا تَعْبُدُوا الشَّیْطٰنَ ۚ— اِنَّهٗ لَكُمْ عَدُوٌّ مُّبِیْنٌ ۟ۙ

اې د آدم زامنو! تاسو ته مې حكم نه و كړى چې د شيطان عبادت [تابعداري] مه كوئ، هغه ستاسو څرګند غليم (دښمن) دى. info
التفاسير:

external-link copy
61 : 36

وَّاَنِ اعْبُدُوْنِیْ ؔؕ— هٰذَا صِرَاطٌ مُّسْتَقِیْمٌ ۟

او دا چې په بندګۍ خاص کړئ ما لره، دا نېغه لار ده. info
التفاسير:

external-link copy
62 : 36

وَلَقَدْ اَضَلَّ مِنْكُمْ جِبِلًّا كَثِیْرًا ؕ— اَفَلَمْ تَكُوْنُوْا تَعْقِلُوْنَ ۟

او بېشكه هغه له تاسو نه ډېر خلك بې لارې كړي، اّيا تاسو عقل نه كارولو؟ info
التفاسير:

external-link copy
63 : 36

هٰذِهٖ جَهَنَّمُ الَّتِیْ كُنْتُمْ تُوْعَدُوْنَ ۟

دا هماغه جهنم دى چې ژمنه يې درسره كېدله. info
التفاسير:

external-link copy
64 : 36

اِصْلَوْهَا الْیَوْمَ بِمَا كُنْتُمْ تَكْفُرُوْنَ ۟

په دې چې تاسو به كفر كولو نو نن هغه ته ورننوځئ. info
التفاسير:

external-link copy
65 : 36

اَلْیَوْمَ نَخْتِمُ عَلٰۤی اَفْوَاهِهِمْ وَتُكَلِّمُنَاۤ اَیْدِیْهِمْ وَتَشْهَدُ اَرْجُلُهُمْ بِمَا كَانُوْا یَكْسِبُوْنَ ۟

نن به موږ د هغوى په خولو مهر وهو، خبرې به يې لاسونه راسره كوي او پښې به يې په هغو كارو شاهدي وايي چې دوى به كول. info
التفاسير:

external-link copy
66 : 36

وَلَوْ نَشَآءُ لَطَمَسْنَا عَلٰۤی اَعْیُنِهِمْ فَاسْتَبَقُوا الصِّرَاطَ فَاَنّٰی یُبْصِرُوْنَ ۟

او كه موږ وغواړو د هغوى سترګې به هموارې (بې نوره) كړو، بيا چې لارې ته ور وړاندې شي نو څرنګه به يې ويني. info
التفاسير:

external-link copy
67 : 36

وَلَوْ نَشَآءُ لَمَسَخْنٰهُمْ عَلٰی مَكَانَتِهِمْ فَمَا اسْتَطَاعُوْا مُضِیًّا وَّلَا یَرْجِعُوْنَ ۟۠

او كه وغواړو خامخا به يې پر خپلو ځايو مسخ كړو، بيا به دوى نه تللى او نه راګرځېدلى شي. info
التفاسير:

external-link copy
68 : 36

وَمَنْ نُّعَمِّرْهُ نُنَكِّسْهُ فِی الْخَلْقِ ؕ— اَفَلَا یَعْقِلُوْنَ ۟

او چا ته چې اوږد عمر وركوو نو هغه په پيدايښت كې [بدن یې] کمزوری كوو، اّيا نو دوى عقل نه كاروي؟ info
التفاسير:

external-link copy
69 : 36

وَمَا عَلَّمْنٰهُ الشِّعْرَ وَمَا یَنْۢبَغِیْ لَهٗ ؕ— اِنْ هُوَ اِلَّا ذِكْرٌ وَّقُرْاٰنٌ مُّبِیْنٌ ۟ۙ

او موږ هغه ته نه شعر ورښوولى او نه ورسره ښايي، هغه خو له نصيحت او روښان قرآنه پرته بل څه نه دى. info
التفاسير:

external-link copy
70 : 36

لِّیُنْذِرَ مَنْ كَانَ حَیًّا وَّیَحِقَّ الْقَوْلُ عَلَی الْكٰفِرِیْنَ ۟

دې لپاره چې كه څوك ژوندى وي هغه ته خبردارى وركړي او پر كافرانو (د عذاب) خبره ثابته شي. info
التفاسير: