ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߙߎ߬ߥߊ߯ߘߎ-ߕߊ߬ߙߑߖߡߊ ߝߊ߲ߓߊ ߓߟߏ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
41 : 36

وَاٰیَةٌ لَّهُمْ اَنَّا حَمَلْنَا ذُرِّیَّتَهُمْ فِی الْفُلْكِ الْمَشْحُوْنِ ۟ۙ

او (بله) نښانه د دوى لپاره دا چې موږ د هغوى نسل په يوه ډكه شوې بېړۍ كې سپاره كړي وو. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 36

وَخَلَقْنَا لَهُمْ مِّنْ مِّثْلِهٖ مَا یَرْكَبُوْنَ ۟

او دوى ته مو د دې په شان نور (هم) داسې شيان پيدا كړي چې ورباندې سپريږي. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 36

وَاِنْ نَّشَاْ نُغْرِقْهُمْ فَلَا صَرِیْخَ لَهُمْ وَلَا هُمْ یُنْقَذُوْنَ ۟ۙ

او كه موږ وغواړو دوى به ډوب كړو، بيا به يې نه څوك چيغه اورېدونكى وي او نه به ژغورل كيږي. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 36

اِلَّا رَحْمَةً مِّنَّا وَمَتَاعًا اِلٰی حِیْنٍ ۟

خو زموږ له خوا يو رحمت او څه لږه فايده ورکول و تر یو وخته. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 36

وَاِذَا قِیْلَ لَهُمُ اتَّقُوْا مَا بَیْنَ اَیْدِیْكُمْ وَمَا خَلْفَكُمْ لَعَلَّكُمْ تُرْحَمُوْنَ ۟

او كله چې دوى ته وويل شي: له هغه څه (عذابه) ځان وساتئ چې ستاسو په مخ كې دى او هغه چې تر شا مو دى تر څو رحم درباندې وشي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 36

وَمَا تَاْتِیْهِمْ مِّنْ اٰیَةٍ مِّنْ اٰیٰتِ رَبِّهِمْ اِلَّا كَانُوْا عَنْهَا مُعْرِضِیْنَ ۟

او هغوى ته د خپل رب له نښانو يوه نښه هم داسې نه راځي چې دوى ترې مخ ګرځونكي نه وي. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 36

وَاِذَا قِیْلَ لَهُمْ اَنْفِقُوْا مِمَّا رَزَقَكُمُ اللّٰهُ ۙ— قَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِلَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَنُطْعِمُ مَنْ لَّوْ یَشَآءُ اللّٰهُ اَطْعَمَهٗۤ ۖۗ— اِنْ اَنْتُمْ اِلَّا فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

او كله چې ورته وويل شي: له هغه څه چې الله درته روزى كړي لګښت وكړئ نو بيا هغه كسان چې كافر شوي، مومنانو ته وايي: اّيا په هغه چا يې وخورو چې كه الله وغواړي خپله به خواړه وركړي، تاسو خو له يو ښكاره بې لاريتوب څخه پرته بل څه كې نه ياست. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 36

وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

او دوى وويل: كله به وي دا پرېکړه (د عذاب)؟ كه تاسي ریښتيني ياست؟ info
التفاسير:

external-link copy
49 : 36

مَا یَنْظُرُوْنَ اِلَّا صَیْحَةً وَّاحِدَةً تَاْخُذُهُمْ وَهُمْ یَخِصِّمُوْنَ ۟

دوى له يوې (سختې) چيغې پرته بل انتظار نه كوي چې داسې وخت به يې راګير كړي چې هغوى به بحثونه [داخیستلو او خرڅولو] کوي. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 36

فَلَا یَسْتَطِیْعُوْنَ تَوْصِیَةً وَّلَاۤ اِلٰۤی اَهْلِهِمْ یَرْجِعُوْنَ ۟۠

نو بيا به نه څه وصيت كولاى شي او نه به خپلې كورنۍ ته راستنېدلاى شي. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 36

وَنُفِخَ فِی الصُّوْرِ فَاِذَا هُمْ مِّنَ الْاَجْدَاثِ اِلٰی رَبِّهِمْ یَنْسِلُوْنَ ۟

او شپېلۍ كې به پو كړى شي نو دوى به ناڅاپه له قبرونو د خپل رب په لوري منډې وهوونکي وي. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 36

قَالُوْا یٰوَیْلَنَا مَنْ بَعَثَنَا مِنْ مَّرْقَدِنَا ۣٚۘ— هٰذَا مَا وَعَدَ الرَّحْمٰنُ وَصَدَقَ الْمُرْسَلُوْنَ ۟

وايي به افسوس دی موږ لره، چا د خپلو خوب ځايونو څخه راپاڅولو؟ دا هماغه ده چې رحمٰن يې ژمنه كړې وه او پېغمبرانو رښتيا ويلي وو. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 36

اِنْ كَانَتْ اِلَّا صَیْحَةً وَّاحِدَةً فَاِذَا هُمْ جَمِیْعٌ لَّدَیْنَا مُحْضَرُوْنَ ۟

هغه له يوې چيغې پرته بل څه نه ده، بيا به ناګهانه هغوى ټول زموږ پر وړاندې حاضرکړای شي. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 36

فَالْیَوْمَ لَا تُظْلَمُ نَفْسٌ شَیْـًٔا وَّلَا تُجْزَوْنَ اِلَّا مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

نو نن به په هيچا هيڅ ظلم ونه شي او نه به ستاسو له خپلو عملو پرته د بل څه بدله دركړى شي. info
التفاسير: