ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߙߎ߬ߥߊ߯ߘߎ-ߕߊ߬ߙߑߖߡߊ ߝߊ߲ߓߊ ߓߟߏ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
49 : 34

قُلْ جَآءَ الْحَقُّ وَمَا یُبْدِئُ الْبَاطِلُ وَمَا یُعِیْدُ ۟

ووايه: حق راغى، او باطل (معبود) نه لومړی څه پيدا كړي دي او نه يې بيا پيدا كولاى شي. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 34

قُلْ اِنْ ضَلَلْتُ فَاِنَّمَاۤ اَضِلُّ عَلٰی نَفْسِیْ ۚ— وَاِنِ اهْتَدَیْتُ فَبِمَا یُوْحِیْۤ اِلَیَّ رَبِّیْ ؕ— اِنَّهٗ سَمِیْعٌ قَرِیْبٌ ۟

ووايه: كه زه بې لارې شوى يم نو د بې لارې كېدو تاوان مې پر خپل ځان دى او كه په سمه لار يم نو د هغې وحي په واسطه چې زما رب يې راته كوي، بېشكه همغه ښه اورېدونكى رانېږدې دى. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 34

وَلَوْ تَرٰۤی اِذْ فَزِعُوْا فَلَا فَوْتَ وَاُخِذُوْا مِنْ مَّكَانٍ قَرِیْبٍ ۟ۙ

که چیرته تا (دا حالت) لیدلای (ای مخاطبه!) چې كله ووېريږي [ملک الموت یا عذاب ورته راشۍ] پټېدلای به نه شي، او په كوم نېږدې ځاى كې به راګير كړى شي. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 34

وَّقَالُوْۤا اٰمَنَّا بِهٖ ۚ— وَاَنّٰی لَهُمُ التَّنَاوُشُ مِنْ مَّكَانٍ بَعِیْدٍ ۟ۚ

وايي به: موږ پرې ايمان راوړى دى، نو څرنکه به شي دوی لپاره (له مرګ وروسته د ایمان رانیول) له لېرې ځایه (له دنیا څخه)؟ info
التفاسير:

external-link copy
53 : 34

وَقَدْ كَفَرُوْا بِهٖ مِنْ قَبْلُ ۚ— وَیَقْذِفُوْنَ بِالْغَیْبِ مِنْ مَّكَانٍ بَعِیْدٍ ۟

حال دا چې مخکې ترې منكر شوي وو، او له لېرې ځايه به يې د غيبو ويشتل كول. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 34

وَحِیْلَ بَیْنَهُمْ وَبَیْنَ مَا یَشْتَهُوْنَ كَمَا فُعِلَ بِاَشْیَاعِهِمْ مِّنْ قَبْلُ ؕ— اِنَّهُمْ كَانُوْا فِیْ شَكٍّ مُّرِیْبٍ ۟۠

او د هغوى او غوښتنو تر منځ يې پرده جوړه شوې ده لكه چې لا مخکې يې په سيالانو دا كار شوى و، بېشكه هغوى هم په زړه نا زړه كوونكي شك كې وو. info
التفاسير: