ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߙߎ߬ߥߊ߯ߘߎ-ߕߊ߬ߙߑߖߡߊ ߝߊ߲ߓߊ ߓߟߏ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
23 : 34

وَلَا تَنْفَعُ الشَّفَاعَةُ عِنْدَهٗۤ اِلَّا لِمَنْ اَذِنَ لَهٗ ؕ— حَتّٰۤی اِذَا فُزِّعَ عَنْ قُلُوْبِهِمْ قَالُوْا مَاذَا ۙ— قَالَ رَبُّكُمْ ؕ— قَالُوا الْحَقَّ ۚ— وَهُوَ الْعَلِیُّ الْكَبِیْرُ ۟

او د هغه پر وړاندې سپارښتنه هم چاته ګټه نه رسوي پرته له هغه چې اجازه يې ورته كړې وي، تر هغو چې له زړونو يې وېره لېرې شي، وايي: ستاسو رب څه وويل؟ (په ځواب كې) ورته وايي حق (يې وويل) او همغه ډېر اوچت او لوى دى. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 34

قُلْ مَنْ یَّرْزُقُكُمْ مِّنَ السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— قُلِ اللّٰهُ ۙ— وَاِنَّاۤ اَوْ اِیَّاكُمْ لَعَلٰی هُدًی اَوْ فِیْ ضَلٰلٍ مُّبِیْنٍ ۟

ورته ووايه: تاسي ته له آسمانونو او زمكې څوك روزي دركوي؟ (خپله) ورته ووايه: الله، او دا چې په موږ اوتاسو کې څوک په پوره هدایت دی او يا څرګند بې لارېتوب کې دی. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 34

قُلْ لَّا تُسْـَٔلُوْنَ عَمَّاۤ اَجْرَمْنَا وَلَا نُسْـَٔلُ عَمَّا تَعْمَلُوْنَ ۟

ووايه: تاسي له هغو بدو نه پوښتل كيږئ چې موږ كړي وي او له هغو موږ نه پوښتل كيږو چې تاسو يې كوئ. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 34

قُلْ یَجْمَعُ بَیْنَنَا رَبُّنَا ثُمَّ یَفْتَحُ بَیْنَنَا بِالْحَقِّ ؕ— وَهُوَ الْفَتَّاحُ الْعَلِیْمُ ۟

ووايه زموږ پالونکی به مو راغونډوي بيا به په حقه سره زموږ تر منځ پرېکړه كوي او همغه ډېر پوه ښه پرېکړه كوونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 34

قُلْ اَرُوْنِیَ الَّذِیْنَ اَلْحَقْتُمْ بِهٖ شُرَكَآءَ كَلَّا ؕ— بَلْ هُوَ اللّٰهُ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟

ووايه: ماته راوښايئ هغه چې تاسو د شريكانو په توګه ورسره نښلولي دي، خو نه؛ بلکې په اصل كې برلاسى او د حكمت والا همغه الله دى. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 34

وَمَاۤ اَرْسَلْنٰكَ اِلَّا كَآفَّةً لِّلنَّاسِ بَشِیْرًا وَّنَذِیْرًا وَّلٰكِنَّ اَكْثَرَ النَّاسِ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

او ته مو ټولو خلكو ته پرته له يو زېري وركونكي او وېروونكي بل څه نه يې لېږلى خو زياتره خلك نه پوهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 34

وَیَقُوْلُوْنَ مَتٰی هٰذَا الْوَعْدُ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

او هغوى وايي: كه تاسو ریښتيني ياست نو دا ژمنه به كله وي؟ info
التفاسير:

external-link copy
30 : 34

قُلْ لَّكُمْ مِّیْعَادُ یَوْمٍ لَّا تَسْتَاْخِرُوْنَ عَنْهُ سَاعَةً وَّلَا تَسْتَقْدِمُوْنَ ۟۠

ووايه ستاسو لپاره د ژمنې يوه ټاكلې ورځ ده چې نه به يو ساعت ترې وروسته كېږئ او نه به وړاندې كېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 34

وَقَالَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لَنْ نُّؤْمِنَ بِهٰذَا الْقُرْاٰنِ وَلَا بِالَّذِیْ بَیْنَ یَدَیْهِ ؕ— وَلَوْ تَرٰۤی اِذِ الظّٰلِمُوْنَ مَوْقُوْفُوْنَ عِنْدَ رَبِّهِمْ ۖۚ— یَرْجِعُ بَعْضُهُمْ اِلٰی بَعْضِ ١لْقَوْلَ ۚ— یَقُوْلُ الَّذِیْنَ اسْتُضْعِفُوْا لِلَّذِیْنَ اسْتَكْبَرُوْا لَوْلَاۤ اَنْتُمْ لَكُنَّا مُؤْمِنِیْنَ ۟

او كوم كسان چې كافر شوي وايي هيڅكله به نه په دې قرآن ايمان راوړو او نه په هغه چې ترې مخكې و. او كه ته دا ظالمان ووينې چې د خپل رب په وړاندې درول شوي، يو بل ته خبره ورګرځوي، څوك چې كمزوري ګڼل شوي وو هغوى به لويي غوښتونكو ته وايي چې كه تاسو نه واى موږ به هرومرو مؤمنان وو. info
التفاسير: