ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߙߎ߬ߥߊ߯ߘߎ-ߕߊ߬ߙߑߖߡߊ ߝߊ߲ߓߊ ߓߟߏ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
20 : 11

اُولٰٓىِٕكَ لَمْ یَكُوْنُوْا مُعْجِزِیْنَ فِی الْاَرْضِ وَمَا كَانَ لَهُمْ مِّنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ اَوْلِیَآءَ ۘ— یُضٰعَفُ لَهُمُ الْعَذَابُ ؕ— مَا كَانُوْا یَسْتَطِیْعُوْنَ السَّمْعَ وَمَا كَانُوْا یُبْصِرُوْنَ ۟

دوى په ځمكه كې د الله بې وسې كوونكي نه وو او نه د الله په مقابل كې څوک د دوى ملاتړي و، دوى ته به اوس دوه چنده عذاب وركړل شي، دوى نه د بل چا اورېداى شوه او نه يې په خپله غور كاوه. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 11

اُولٰٓىِٕكَ الَّذِیْنَ خَسِرُوْۤا اَنْفُسَهُمْ وَضَلَّ عَنْهُمْ مَّا كَانُوْا یَفْتَرُوْنَ ۟

دوى هغه خلك دي چې خپل ځان يې په خپله په زيان كې واچاوه او هغه هر څه ورڅخه ورک شول چې دوى دروغ تړلي وو. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 11

لَا جَرَمَ اَنَّهُمْ فِی الْاٰخِرَةِ هُمُ الْاَخْسَرُوْنَ ۟

بله لار نه لري پرته له دې چې دوى به په اخرت كې تر ټولو زيات زيانمن اوسي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 11

اِنَّ الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَعَمِلُوا الصّٰلِحٰتِ وَاَخْبَتُوْۤا اِلٰی رَبِّهِمْ ۙ— اُولٰٓىِٕكَ اَصْحٰبُ الْجَنَّةِ ۚ— هُمْ فِیْهَا خٰلِدُوْنَ ۟

بې شکه هغه کسان چې ايمان يې راوړ او ښه كارونه يې وكړل او يوازې خپل رب ته په عاجزۍ شول، نو په يقيني ډول هغوى جنتيان دي او په جنت كې به هغوى د تل لپاره اوسېږي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 11

مَثَلُ الْفَرِیْقَیْنِ كَالْاَعْمٰی وَالْاَصَمِّ وَالْبَصِیْرِ وَالسَّمِیْعِ ؕ— هَلْ یَسْتَوِیٰنِ مَثَلًا ؕ— اَفَلَا تَذَكَّرُوْنَ ۟۠

د دې د واړو ډلو بېلګه داسې ده لكه چې يو انسان ړوند كوڼ وي او بل ليدونكى او اورېدونكى، ايا دا دواړه يو شان كيدلاى شي؟ آيا تاسي له دې مثال نه څه درس نه اخلئ؟ info
التفاسير:

external-link copy
25 : 11

وَلَقَدْ اَرْسَلْنَا نُوْحًا اِلٰی قَوْمِهٖۤ ؗ— اِنِّیْ لَكُمْ نَذِیْرٌ مُّبِیْنٌ ۟ۙ

او نوح (علیه السلام) مو د هغه قوم ته ورولېږلو (هغه وويل) چې زه تاسو ته يو څرګند خبردارى وركوونكى يم. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 11

اَنْ لَّا تَعْبُدُوْۤا اِلَّا اللّٰهَ ؕ— اِنِّیْۤ اَخَافُ عَلَیْكُمْ عَذَابَ یَوْمٍ اَلِیْمٍ ۟

دا چې له الله پرته بل څه مه لمانځئ، زه پر تاسو د دردوونكې ورځې له عذابه وېرېږم. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 11

فَقَالَ الْمَلَاُ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا مِنْ قَوْمِهٖ مَا نَرٰىكَ اِلَّا بَشَرًا مِّثْلَنَا وَمَا نَرٰىكَ اتَّبَعَكَ اِلَّا الَّذِیْنَ هُمْ اَرَاذِلُنَا بَادِیَ الرَّاْیِ ۚ— وَمَا نَرٰی لَكُمْ عَلَیْنَا مِنْ فَضْلٍۢ بَلْ نَظُنُّكُمْ كٰذِبِیْنَ ۟

نو د هغه د قوم كافر شوو سردارانو وويل: موږ خو تا د خپل ځان په څېر يو بشر ګورو، او نه دې وينو چې زموږ له ټېټو (بې پته) بې فكره (ساده) خلكو پرته بل چا ستا متابعت كړى وي او پر موږ باندې ستاسو كوم غوره والى هم نه دركې وينو، بلكه موږ خو تاسو دروغجن ګڼو. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 11

قَالَ یٰقَوْمِ اَرَءَیْتُمْ اِنْ كُنْتُ عَلٰی بَیِّنَةٍ مِّنْ رَّبِّیْ وَاٰتٰىنِیْ رَحْمَةً مِّنْ عِنْدِهٖ فَعُمِّیَتْ عَلَیْكُمْ ؕ— اَنُلْزِمُكُمُوْهَا وَاَنْتُمْ لَهَا كٰرِهُوْنَ ۟

ويلې ای زما قومه! دې ته مو پام دى چې كه زه د خپل رب له لوري په يو څرګند دليل يم او له خپلې خوا يې يو (ځانګړی) رحمت هم راكړى وي چې تاسو ونه شو ليدلى، آيا په داسې حال كې به يې په زور درباندې تپو چې تاسو يې بد ګڼونكي ياست؟ info
التفاسير: