ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߙߎ߬ߥߊ߯ߘߎ-ߕߊ߬ߙߑߖߡߊ ߝߊ߲ߓߊ ߓߟߏ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
98 : 11

یَقْدُمُ قَوْمَهٗ یَوْمَ الْقِیٰمَةِ فَاَوْرَدَهُمُ النَّارَ ؕ— وَبِئْسَ الْوِرْدُ الْمَوْرُوْدُ ۟

هغه به د قيامت په ورځ د خپل قوم مخكښ شي نو اور ته به يې ننباسي او د ورتګ څومره بد ځاى دى چې څوك وروستل شي. info
التفاسير:

external-link copy
99 : 11

وَاُتْبِعُوْا فِیْ هٰذِهٖ لَعْنَةً وَّیَوْمَ الْقِیٰمَةِ ؕ— بِئْسَ الرِّفْدُ الْمَرْفُوْدُ ۟

او په دې دنيا كې هم لعنت ورپسې شو او د قيامت په ورځ هم، بده بدله ده چې وركړې شوې. info
التفاسير:

external-link copy
100 : 11

ذٰلِكَ مِنْ اَنْۢبَآءِ الْقُرٰی نَقُصُّهٗ عَلَیْكَ مِنْهَا قَآىِٕمٌ وَّحَصِیْدٌ ۟

دا د هغو كليو خبرونه دي چې تاته يې بيانوو، ځينې يې لا پرځاى ولاړ او ځينې رېبل شوي دي. info
التفاسير:

external-link copy
101 : 11

وَمَا ظَلَمْنٰهُمْ وَلٰكِنْ ظَلَمُوْۤا اَنْفُسَهُمْ فَمَاۤ اَغْنَتْ عَنْهُمْ اٰلِهَتُهُمُ الَّتِیْ یَدْعُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ مِنْ شَیْءٍ لَّمَّا جَآءَ اَمْرُ رَبِّكَ ؕ— وَمَا زَادُوْهُمْ غَیْرَ تَتْبِیْبٍ ۟

او موږ ظلم ورباندې نه دى كړى خو هغوى پر خپلو ځانونو ظلم وكړ او هغو معبودانو يې هېڅ شى ترې ايسار نه كړل چې دوى به له الله پرته رابلل، كله چې ستا د رب امر راغلو، او له هلاكته پرته يې څه ورزيات نه كړل. info
التفاسير:

external-link copy
102 : 11

وَكَذٰلِكَ اَخْذُ رَبِّكَ اِذَاۤ اَخَذَ الْقُرٰی وَهِیَ ظَالِمَةٌ ؕ— اِنَّ اَخْذَهٗۤ اَلِیْمٌ شَدِیْدٌ ۟

او ستا د رب نيول خو همداسې وي كله چې هغه سيمې راونيسي كومې چې ظالمې وي، بې شكه د هغه نيول سخت دردناک دي. info
التفاسير:

external-link copy
103 : 11

اِنَّ فِیْ ذٰلِكَ لَاٰیَةً لِّمَنْ خَافَ عَذَابَ الْاٰخِرَةِ ؕ— ذٰلِكَ یَوْمٌ مَّجْمُوْعٌ ۙ— لَّهُ النَّاسُ وَذٰلِكَ یَوْمٌ مَّشْهُوْدٌ ۟

بې شکه په دې كې د هغه چا لپاره نښه ده چې د آخرت له عذابه ويريږي، دا يوه داسې ورځ ده چې خلک به ورته راټول شي او داسې ورځ ده چې ورته به حاضر شي. info
التفاسير:

external-link copy
104 : 11

وَمَا نُؤَخِّرُهٗۤ اِلَّا لِاَجَلٍ مَّعْدُوْدٍ ۟ؕ

او نه وروسته كوو هغه، مګر يوې معلومې نېټى ته. info
التفاسير:

external-link copy
105 : 11

یَوْمَ یَاْتِ لَا تَكَلَّمُ نَفْسٌ اِلَّا بِاِذْنِهٖ ۚ— فَمِنْهُمْ شَقِیٌّ وَّسَعِیْدٌ ۟

هغه ورځ چې راشي نو د هغه له اجازې پرته به يو كس هم نه غږيږي، نو بيا به څوک بد بخته وي او څوک نېكبخته. info
التفاسير:

external-link copy
106 : 11

فَاَمَّا الَّذِیْنَ شَقُوْا فَفِی النَّارِ لَهُمْ فِیْهَا زَفِیْرٌ وَّشَهِیْقٌ ۟ۙ

څوک چې بدبخته وي، نو د هغوى به په دوزخ کې ستمېدل (په اوچت آواز سا اېستل) او پشېدل (په ټيټ آواز سا راښكل) وي. info
التفاسير:

external-link copy
107 : 11

خٰلِدِیْنَ فِیْهَا مَا دَامَتِ السَّمٰوٰتُ وَالْاَرْضُ اِلَّا مَا شَآءَ رَبُّكَ ؕ— اِنَّ رَبَّكَ فَعَّالٌ لِّمَا یُرِیْدُ ۟

تلپاتې په هغه كې تر څو چې آسمانونه او ځمكه وي، مګر دا چې ستا رب څه وغواړي، بې شكه ستا رب د هغه څه كوونكى دى چې اراده يې وكړي. info
التفاسير:

external-link copy
108 : 11

وَاَمَّا الَّذِیْنَ سُعِدُوْا فَفِی الْجَنَّةِ خٰلِدِیْنَ فِیْهَا مَا دَامَتِ السَّمٰوٰتُ وَالْاَرْضُ اِلَّا مَا شَآءَ رَبُّكَ ؕ— عَطَآءً غَیْرَ مَجْذُوْذٍ ۟

او هر هغه چې نېکبخته شول نو په جنت كې به تل تر تله اوسېدونكي وي تر څو چې آسمانونه او ځمكه وي، مګر دا چې ستا رب څه وغواړي، دا يوه نه غوڅېدونكې (ختمېدونكې) وركړه ده. info
التفاسير: