ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߟߊߘߛߏߣߍ߲" ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐߦߌߘߊ ߘߐ߫ ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߐ߫

external-link copy
5 : 60

رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَاغْفِرْ لَنَا رَبَّنَا ۚ— اِنَّكَ اَنْتَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟

اې زموږ پالونکيه! موږ د هغه خلکو لپاره فتنه مه ګرځوه چې کفر يې کړی، داسې چې هغوی پر موږ مسلط کړې؛ نو بيا به وايي: که چېرې هغوی پر حقه وای؛ نو موږ به پر هغوی نه وای مسلط کړل شوي، اې زموږ پالونکيه موږ ته مو د ګناهونو بخښنه وکړه، بېشکه ته داسې برلاسی يې چې نه مغلوبه کېږې، په خپل مخلوق، شريعت او ځواک کې حکمت والا يې. info
التفاسير:
ߟߝߊߙߌ ߟߎ߫ ߢߊ߬ߕߣߐ ߘߏ߫ ߞߐߜߍ ߣߌ߲߬ ߞߊ߲߬:
• تسريب أخبار أهل الإسلام إلى الكفار كبيرة من الكبائر.
د مسلمانانو خبرونه کافرانو ته افشا کول له لويو ګناهونو څخه يوه لويه ګناه ده. info

• عداوة الكفار عداوة مُتَأصِّلة لا تؤثر فيها موالاتهم.
د کافرانو دښمني يوه داسې حقيقي دښمني ده چې له هغوی سره دوستي کول اغېز نه پکې کوي. info

• استغفار إبراهيم لأبيه لوعده له بذلك، فلما نهاه الله عن ذلك لموته على الكفر ترك الاستغفار له.
بخښنه غوښتل د ابراهيم خپل پلار ته له هغه سره پر دغه څه د ژمنې له مخې و، خو کله چې الله هغه له دغه څخه منع کړ-پر کفر د هغه د مرګ له امله- نو بيا يې د هغه لپاره بخښنه غوښتل پرېښودل. info