ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߟߊߘߛߏߣߍ߲" ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐߦߌߘߊ ߘߐ߫ ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߐ߫

ممتحنه

ߝߐߘߊ ߟߊߢߌߣߌ߲ ߘߏ߫:
تحذير المؤمنين من تولي الكافرين.
مومنان د کافرانو له دوستۍ وېرول. info

external-link copy
1 : 60

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَتَّخِذُوْا عَدُوِّیْ وَعَدُوَّكُمْ اَوْلِیَآءَ تُلْقُوْنَ اِلَیْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ وَقَدْ كَفَرُوْا بِمَا جَآءَكُمْ مِّنَ الْحَقِّ ۚ— یُخْرِجُوْنَ الرَّسُوْلَ وَاِیَّاكُمْ اَنْ تُؤْمِنُوْا بِاللّٰهِ رَبِّكُمْ ؕ— اِنْ كُنْتُمْ خَرَجْتُمْ جِهَادًا فِیْ سَبِیْلِیْ وَابْتِغَآءَ مَرْضَاتِیْ تُسِرُّوْنَ اِلَیْهِمْ بِالْمَوَدَّةِ ۖۗ— وَاَنَا اَعْلَمُ بِمَاۤ اَخْفَیْتُمْ وَمَاۤ اَعْلَنْتُمْ ؕ— وَمَنْ یَّفْعَلْهُ مِنْكُمْ فَقَدْ ضَلَّ سَوَآءَ السَّبِیْلِ ۟

اې هغو کسانو چې پر الله يې ايمان راوړی او پر هغه څه يې عمل کړی چې ورته راو کړي يې دي، زما او خپل دښمنان په دوستۍ مه نيسئ چې له هغوی سره دوستي او مينه کوئ، په داسې حال کې چې هغوی پر هغه دين کفر کړی چې تاسو ته مو د رسول پر لاس راغلی، رسول له خپله کوره وباسي او تاسې هم په مکه کې له خپلو کورنو څخه وباسي، په تاسې کې د نږدېوالي او خپلوۍ خيال نه ساتي، دا د بل هيڅ شي له امله نه دي مګر دا چې تاسو پر خپل پالونکي الله ايمان راوړی، که چېرې تاسې زما په لار کې د جهاد او زما د رضا د لټولو لپاره وتلي واست؛ نو دا کار مه کوئ، هغوی ته د مسلمانانو خبرونه له هغوی سره د مينې له امله په پټه واياست، او زه له دغه څخه پر هغه څه ښه پوهېږم چې تاسو يې پټوئ او څه چې ښکاره کوئ، له دغه او نورو څخه پر ما هيڅ هم نه پټيږي، او څوک چې له کافرانو سره دغه دوستي او ملګرتيا کوي، بېشکه چې هغه له سمې لارې اوښتی دی، له حق څخه لار ورکی او سمې لارې څخه لېرې شوی دی. info
التفاسير:

external-link copy
2 : 60

اِنْ یَّثْقَفُوْكُمْ یَكُوْنُوْا لَكُمْ اَعْدَآءً وَّیَبْسُطُوْۤا اِلَیْكُمْ اَیْدِیَهُمْ وَاَلْسِنَتَهُمْ بِالسُّوْٓءِ وَوَدُّوْا لَوْ تَكْفُرُوْنَ ۟ؕ

که چېرې پرتاسې برلاسي شي هغه دښمني به ښکاره کړي چې په زړونو کې يې پټوي، او تاسوته به خپل لاسونه په ازار رسولو او وهلو در اوږده کړي، او خپلې ژبې به په ښکنځلو او بدو ويلو در خلاصې کړي، او هيله کوي چې که تاسې هم پر الله او د هغه پر رسول کفر وکړئ ترڅو د هغوی غوندې شئ. info
التفاسير:

external-link copy
3 : 60

لَنْ تَنْفَعَكُمْ اَرْحَامُكُمْ وَلَاۤ اَوْلَادُكُمْ ۛۚ— یَوْمَ الْقِیٰمَةِ ۛۚ— یَفْصِلُ بَیْنَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ بِمَا تَعْمَلُوْنَ بَصِیْرٌ ۟

تاسو ته به مو خپلوي او اولادونه ګټه ونه رسوي، کله چې له کافرانو سره دوستي وکړئ، د هغوی له امله به د قيامت په ورځ الله ستاسو ترمنځ بېلوالی راولي، جنتيان به جنت ته ننباسي او دوزخيان دوزخ ته، نو ځينې به مو ځينو ته ګټه ونه رسوي، او الله پر هغه څه ښه پوه دی چې تاسې يې کوئ، له هغه پاک ذات هيڅ هم ستاسو له کړنو نه پټيږي او جزا به پرې درکړي.
info
التفاسير:

external-link copy
4 : 60

قَدْ كَانَتْ لَكُمْ اُسْوَةٌ حَسَنَةٌ فِیْۤ اِبْرٰهِیْمَ وَالَّذِیْنَ مَعَهٗ ۚ— اِذْ قَالُوْا لِقَوْمِهِمْ اِنَّا بُرَءٰٓؤُا مِنْكُمْ وَمِمَّا تَعْبُدُوْنَ مِنْ دُوْنِ اللّٰهِ ؗ— كَفَرْنَا بِكُمْ وَبَدَا بَیْنَنَا وَبَیْنَكُمُ الْعَدَاوَةُ وَالْبَغْضَآءُ اَبَدًا حَتّٰی تُؤْمِنُوْا بِاللّٰهِ وَحْدَهٗۤ اِلَّا قَوْلَ اِبْرٰهِیْمَ لِاَبِیْهِ لَاَسْتَغْفِرَنَّ لَكَ وَمَاۤ اَمْلِكُ لَكَ مِنَ اللّٰهِ مِنْ شَیْءٍ ؕ— رَبَّنَا عَلَیْكَ تَوَكَّلْنَا وَاِلَیْكَ اَنَبْنَا وَاِلَیْكَ الْمَصِیْرُ ۟

اې مؤمنانو! په رېښتيا ستاسو لپاره په ابراهيم عليه السلام او هغو مؤمنانو کې چې له هغه سره وو يوه ښکلې تګ لاره ده، کله يې چې خپل کافر قوم ته وويل: موږ له تاسو او له هغه بوتانو څخه بېزار يو چې تاسو يې له الله پرته لمانځئ، پر هغه دين مو کفر کړی چې تاسې پرې ياست، زموږ او ستاسو ترمنځ دښمني او کرکه څرګنده شوه تر څو يوازې پر الله ايمان راوړئ، او له هغه سره هيڅوک شريک نه کړئ، نو پر تاسې هم لازم دي چې له خپل کافر قوم څخه د هغوی غوندې بېزاره شئ، مګر د ابراهيم وينا خپل پلارته: چې هرومرو به ستا لپاره له الله څخه بخښنه غواړم؛ نو په دې کې د هغه پيروي مه کوئ، ځکه دغه (وينا) د ابراهيم له خپل پلار څخه له ناهيله کېدو مخکې وه، نو د مؤمن لپاره روا نه ده چې د مشرک لپاره بخښنه وغواړي، او نه ته له ځانه د الله د عذاب څخه د څه ګرځوونکی يې، اې زموږ پالونکيه! په خپلو ټولو چارو کې مو يوازې پر تا بروسه کړې ده، او يوازې تاته توبه کوونکي درګرځېدلي يو، او د قيامت په ورځ يوازې تاته در ګرځېدل دي. info
التفاسير:

external-link copy
5 : 60

رَبَّنَا لَا تَجْعَلْنَا فِتْنَةً لِّلَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَاغْفِرْ لَنَا رَبَّنَا ۚ— اِنَّكَ اَنْتَ الْعَزِیْزُ الْحَكِیْمُ ۟

اې زموږ پالونکيه! موږ د هغه خلکو لپاره فتنه مه ګرځوه چې کفر يې کړی، داسې چې هغوی پر موږ مسلط کړې؛ نو بيا به وايي: که چېرې هغوی پر حقه وای؛ نو موږ به پر هغوی نه وای مسلط کړل شوي، اې زموږ پالونکيه موږ ته مو د ګناهونو بخښنه وکړه، بېشکه ته داسې برلاسی يې چې نه مغلوبه کېږې، په خپل مخلوق، شريعت او ځواک کې حکمت والا يې. info
التفاسير:
ߟߝߊߙߌ ߟߎ߫ ߢߊ߬ߕߣߐ ߘߏ߫ ߞߐߜߍ ߣߌ߲߬ ߞߊ߲߬:
• تسريب أخبار أهل الإسلام إلى الكفار كبيرة من الكبائر.
د مسلمانانو خبرونه کافرانو ته افشا کول له لويو ګناهونو څخه يوه لويه ګناه ده. info

• عداوة الكفار عداوة مُتَأصِّلة لا تؤثر فيها موالاتهم.
د کافرانو دښمني يوه داسې حقيقي دښمني ده چې له هغوی سره دوستي کول اغېز نه پکې کوي. info

• استغفار إبراهيم لأبيه لوعده له بذلك، فلما نهاه الله عن ذلك لموته على الكفر ترك الاستغفار له.
بخښنه غوښتل د ابراهيم خپل پلار ته له هغه سره پر دغه څه د ژمنې له مخې و، خو کله چې الله هغه له دغه څخه منع کړ-پر کفر د هغه د مرګ له امله- نو بيا يې د هغه لپاره بخښنه غوښتل پرېښودل. info