ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߟߊߘߛߏߣߍ߲" ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐߦߌߘߊ ߘߐ߫ ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߐ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
19 : 44

وَّاَنْ لَّا تَعْلُوْا عَلَی اللّٰهِ ؕ— اِنِّیْۤ اٰتِیْكُمْ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟ۚ

او د الله پر وړاندې د هغه د عبادت په پرېښودلو تکبر او د بندګانو پر وړاندې يې لويي مه کوئ، بېشکه زه تاسوته له څرګند دليل سره راتلونکی يم. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 44

وَاِنِّیْ عُذْتُ بِرَبِّیْ وَرَبِّكُمْ اَنْ تَرْجُمُوْنِ ۟ۚ

او زه په خپل پالونکي او ستاسو په پالونکي پناه غواړم له دې چې تاسو مې د ډبرو په وېشتلو ووژنئ. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 44

وَاِنْ لَّمْ تُؤْمِنُوْا لِیْ فَاعْتَزِلُوْنِ ۟

او که چېرې هغه څه رېښتيني نه ګڼئ چې راوړي مې دي، نو را څخه ګوښه شئ، او په بدۍ مه را نېږدې کېږئ. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 44

فَدَعَا رَبَّهٗۤ اَنَّ هٰۤؤُلَآءِ قَوْمٌ مُّجْرِمُوْنَ ۟

نو موسی خپل پالونکي ته دعا وکړه: چې دغه قوم- فرعون او سرداران يې، مجرم قوم دی چې په سزا کې د بيړې مستحق دي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 44

فَاَسْرِ بِعِبَادِیْ لَیْلًا اِنَّكُمْ مُّتَّبَعُوْنَ ۟ۙ

نو الله موسی ته امر وکړ چې خپل قوم يې د شپې لخوا بوځي او په دې يې خبر کړ چې فرعون او قوم به يې په هغوی پسې کيږي. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 44

وَاتْرُكِ الْبَحْرَ رَهْوًا ؕ— اِنَّهُمْ جُنْدٌ مُّغْرَقُوْنَ ۟

او امر يې ورته وکړ چې کله دی او بني اسرائيل له درياب څخه تېر شي، نو بيا دې درياب همداسې ولاړ پرېږدي لکه څنګه چې و، بېشکه فرعون او لښکر يې په درياب کې په ډوبېدو تباه کېدونکي دي. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 44

كَمْ تَرَكُوْا مِنْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۙ

فرعون او قوم يې ترشا څومره باغونه او روانې چينې پرېښودې. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 44

وَّزُرُوْعٍ وَّمَقَامٍ كَرِیْمٍ ۟ۙ

او تر خپلو شاوو يې څومره کروندې او ښکلې مجلسونه پرېښودل. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 44

وَّنَعْمَةٍ كَانُوْا فِیْهَا فٰكِهِیْنَ ۟ۙ

او تر خپلو شاوو يې څومره عیاشۍ پرېښودې چې په هغو کې په مزو کې وو. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 44

كَذٰلِكَ ۫— وَاَوْرَثْنٰهَا قَوْمًا اٰخَرِیْنَ ۟

هغوی لره همداسې پېښ شول لکه څنګه چې تاسوته بيان کړای شول، او د هغوی باغونه، چينې، کروندې او هستوګنځي مو بل قوم ته په ميراث ورکړل چې هغه بني اسرائيل دي. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 44

فَمَا بَكَتْ عَلَیْهِمُ السَّمَآءُ وَالْاَرْضُ وَمَا كَانُوْا مُنْظَرِیْنَ ۟۠

نو پر فرعون او قوم يې نه آسمان او نه ځمکې وژړل کله چې ډوب شول، اونه هغوی ته مهلت ورکړل شو ترڅو توبه وباسي. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 44

وَلَقَدْ نَجَّیْنَا بَنِیْۤ اِسْرَآءِیْلَ مِنَ الْعَذَابِ الْمُهِیْنِ ۟ۙ

او له شک پرته موږ بني اسرائيل له سپکوونکي عذابه وژغورل، داسې چې فرعون او قوم يې د هغوی زامن وژل او ښځې يې ژوندۍ پرېښودې. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 44

مِنْ فِرْعَوْنَ ؕ— اِنَّهٗ كَانَ عَالِیًا مِّنَ الْمُسْرِفِیْنَ ۟

هغوی مو د فرعون له عذابه وژغورل، بېشکه هغه د الله له امر او دينه له بريده اوښتونکو لويي کوونکی و. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 44

وَلَقَدِ اخْتَرْنٰهُمْ عَلٰی عِلْمٍ عَلَی الْعٰلَمِیْنَ ۟ۚ

او له شک پرته بني اسرائيلو مو له خپل لوري په پوهه د خپلې زمانې پر خلکو غوره وګرځول د هغوی د زياتو نبيانو له امله. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 44

وَاٰتَیْنٰهُمْ مِّنَ الْاٰیٰتِ مَا فِیْهِ بَلٰٓؤٌا مُّبِیْنٌ ۟

او هغوی ته مو داسې دلايل او برهانونه[معجزې] ورکړل چې د موسی ملاتړ مو پرې وکړ چې هغوی لره پکې څرګند نعمت و لکه من، سلوی [ترینجبین او مړزان]او داسې نور. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 44

اِنَّ هٰۤؤُلَآءِ لَیَقُوْلُوْنَ ۟ۙ

بېشکه دغه درواغ ګڼونکي مشرکان به هرومرو د بېرته را پاڅېدو څخه د انکار کوونکو په توګه وايي: info
التفاسير:

external-link copy
35 : 44

اِنْ هِیَ اِلَّا مَوْتَتُنَا الْاُوْلٰی وَمَا نَحْنُ بِمُنْشَرِیْنَ ۟

بل څه نه دي مګر همدا زموږ لومړی مرګ دی، نو له هغو وروسته ژوند نشته، او موږ له دغه مرګ وروسته بېرته راپاڅېدونکي نه يو. info
التفاسير:

external-link copy
36 : 44

فَاْتُوْا بِاٰبَآىِٕنَاۤ اِنْ كُنْتُمْ صٰدِقِیْنَ ۟

نو ای محمده! ته او څوک چې ستا له پيروانو درسره دي زموږ پلرونه ژوندي راته راولئ چې مړه شوي دي که چېرې تاسو په هغه څه کې رېښتيني ياست چې دعوی يې کوئ چې الله به د حساب او جزا لپاره مړي بېرته ژوندي را پورته کوي. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 44

اَهُمْ خَیْرٌ اَمْ قَوْمُ تُبَّعٍ ۙ— وَّالَّذِیْنَ مِنْ قَبْلِهِمْ ؕ— اَهْلَكْنٰهُمْ ؗ— اِنَّهُمْ كَانُوْا مُجْرِمِیْنَ ۟

ای رسوله! دغه ستا درواغجن ګڼونکي مشرکان په ځواک او پياوړتيا کې زيات دي او که د تبع هغه قوم چې له هغوی مخکې د عاد او ثمود غوندې خلک وو، هغوی ټول مو تباه کړل، بېشکه هغوی مجرمان وو. info
التفاسير:

external-link copy
38 : 44

وَمَا خَلَقْنَا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ وَمَا بَیْنَهُمَا لٰعِبِیْنَ ۟

او موږ آسمانونه او ځمکه او څه يې چې ترمنځ دي داسې نه دي پيداکړي چې په پيداکولو یې لوبې کوونکي وو. info
التفاسير:

external-link copy
39 : 44

مَا خَلَقْنٰهُمَاۤ اِلَّا بِالْحَقِّ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

موږ آسمانونه او ځمکه نه دي پيداکړي مګر د يو لوی حکمت لپاره، خو د مشرکانو ډېری پر دغه نه پوهيږي. info
التفاسير:
ߟߝߊߙߌ ߟߎ߫ ߢߊ߬ߕߣߐ ߘߏ߫ ߞߐߜߍ ߣߌ߲߬ ߞߊ߲߬:
• وجوب لجوء المؤمن إلى ربه أن يحفظه من كيد عدوّه.
د مؤمن لپاره د خپل پالونکي لوري ته د پناه وړلو واجبوالی، ترڅو يې د دښمن له چل وساتي. info

• مشروعية الدعاء على الكفار عندما لا يستجيبون للدعوة، وعندما يحاربون أهلها.
د کافرانو پر خلاف د ښېرا (بد دعا) جواز کله چې هغوی بلنه نه مني، او کله چې د بلنې والا سره جګړه کوي. info

• الكون لا يحزن لموت الكافر لهوانه على الله.
کائنات د کافر د مړيڼې له امله نه خپه کېږي ځکه هغه د الله پر وړاندې سپک وي. info

• خلق السماوات والأرض لحكمة بالغة يجهلها الملحدون.
د آسمانونو او ځمکې پيدايښت د يو لوی حکمت له مخې دي چې ډېری ملحدان پرې نه پوهيږي. info