ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐ ߟߎ߬ ߘߟߊߡߌߘߊ - ߟߊߘߛߏߣߍ߲" ߞߎ߬ߙߣߊ߬ ߞߟߊߒߞߋ ߞߘߐߦߌߘߊ ߘߐ߫ ߔߊߛߑߕߏߣߌߞߊ߲ ߘߐ߫

ߞߐߜߍ ߝߙߍߕߍ:close

external-link copy
40 : 44

اِنَّ یَوْمَ الْفَصْلِ مِیْقَاتُهُمْ اَجْمَعِیْنَ ۟ۙ

بېشکه د قيامت ورځ چې د بندګانو ترمنځ به پرېکړه پکې کيږي د ټولو مخلوقاتو لپاره ټاکلی وخت دی چې الله به هغوی پکې راغونډوي. info
التفاسير:

external-link copy
41 : 44

یَوْمَ لَا یُغْنِیْ مَوْلًی عَنْ مَّوْلًی شَیْـًٔا وَّلَا هُمْ یُنْصَرُوْنَ ۟ۙ

هغه ورځ چې خپل به خپل ته او ملګری به ملګري ته ګټه نه شي رسولای، او نه به هغوی د الله له عذابه ژغورل کيږي، ځکه پاچايي به هغه ورځ الله لره وي، هيڅوک يې دعوی نه شي کولای. info
التفاسير:

external-link copy
42 : 44

اِلَّا مَنْ رَّحِمَ اللّٰهُ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْعَزِیْزُ الرَّحِیْمُ ۟۠

پرته له هغه چا چې له خلکو الله پرې رحم کړی وي، ځکه هغه به له مخکې لېږلي نېک عمل څخه ګټه پورته کوي، بېشکه الله داسې برلاسی دی چې هيڅوک نه شي پرې زورور کېدلای، او له بندګانو يې چې څوک توبه وباسي پر هغو مهربان دی. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 44

اِنَّ شَجَرَتَ الزَّقُّوْمِ ۟ۙ

بېشکه د زقوم هغه ونه چې الله د دوزخ په تل کې را شنه کړې ده. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 44

طَعَامُ الْاَثِیْمِ ۟

د لوی ګناه کوونکي خوراک دی او هغه کافر دی چې د هغې ناوړه مېوه به خوري. info
التفاسير:

external-link copy
45 : 44

كَالْمُهْلِ ۛۚ— یَغْلِیْ فِی الْبُطُوْنِ ۟ۙ

دغه مېوه به د تورې تانبې غوندې د هغې د سخت ګرموالي له امله د هغوی په ګېډو کې اېشيږي. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 44

كَغَلْیِ الْحَمِیْمِ ۟

په شان د هغه اوبو چې په ګرموالي او خوټکیدو کې انتهاء ته رسیدلې وي. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 44

خُذُوْهُ فَاعْتِلُوْهُ اِلٰی سَوَآءِ الْجَحِیْمِ ۟ۙ

پر اور ګومارل شويو پرېښتو ته به وويل شي: هغه را ونیسئ، په تشدد او سختۍ يې د دوزخ منځ ته را کش کړئ. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 44

ثُمَّ صُبُّوْا فَوْقَ رَاْسِهٖ مِنْ عَذَابِ الْحَمِیْمِ ۟ؕ

بيا د د غه په عذاب شوي پر سر د پاسه ګرمې اوبه ور تويې کړئ چې عذاب ترې جلا نه شي. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 44

ذُقْ ۖۚ— اِنَّكَ اَنْتَ الْعَزِیْزُ الْكَرِیْمُ ۟

او هغه ته به د ملنډو په ډول وویل شي: دغه دردوونکی عذاب وڅکه، بېشکه ته داسې برلاسی وې چې په خپل قوم کې دې پلوی عزتمن و ظلم نه پرې کېدلو. info
التفاسير:

external-link copy
50 : 44

اِنَّ هٰذَا مَا كُنْتُمْ بِهٖ تَمْتَرُوْنَ ۟

بېشه دغه عذاب هغه دی چې تاسو يې د قيامت په ورځ په رامنځته کېدو کې شک کولو، نو د هغو په ليدلو سره مو شک له منځه ولاړلو. info
التفاسير:

external-link copy
51 : 44

اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ مَقَامٍ اَمِیْنٍ ۟ۙ

بېشکه د خپل پالونکي د امرونو په پرځای کولو او له نواهيوو يې په ډډه کولو سره به متقيان د درېدلو په ځای کې له هر ناوړه څخه ډاډه وي چې هغوی ته دې ور ورسيږي. info
التفاسير:

external-link copy
52 : 44

فِیْ جَنّٰتٍ وَّعُیُوْنٍ ۟ۚۙ

په باغونو او روانو چينو کې. info
التفاسير:

external-link copy
53 : 44

یَّلْبَسُوْنَ مِنْ سُنْدُسٍ وَّاِسْتَبْرَقٍ مُّتَقٰبِلِیْنَ ۟ۚۙ

په جنت کې به نري او ډبل ورېښم اغوندي، ځينې به ځينو ته مخامخ ناست وي، له هغوی به يو د بل څټ نه ويني. info
التفاسير:

external-link copy
54 : 44

كَذٰلِكَ ۫— وَزَوَّجْنٰهُمْ بِحُوْرٍ عِیْنٍ ۟ؕ

لکه څنګه مو چې په ياد شويو شيانو يې درناوی وکړ، په جنت کې به يې له داسې ښايستو ښځو سره ودونه ور وکړو چې لويې لويې سترګې به يې وي چې د سترګو سپين به يې ډېر تک سپين وي او تور به يې ډېر تک تور وي. info
التفاسير:

external-link copy
55 : 44

یَدْعُوْنَ فِیْهَا بِكُلِّ فَاكِهَةٍ اٰمِنِیْنَ ۟ۙ

خپل خادمان به را غواړي تر څو هر ډول مېوې چې غواړي يې ورته را یې وړي له ختمېدو او ضرره به يې ډاډه وي. info
التفاسير:

external-link copy
56 : 44

لَا یَذُوْقُوْنَ فِیْهَا الْمَوْتَ اِلَّا الْمَوْتَةَ الْاُوْلٰی ۚ— وَوَقٰىهُمْ عَذَابَ الْجَحِیْمِ ۟ۙ

تل به پکې وي، د دنيا په ژوند کې له لومړي مرګ پرته بل مرګ به پکې نه څکي، او پالونکی به يې د اور له عذابه ساتي. info
التفاسير:

external-link copy
57 : 44

فَضْلًا مِّنْ رَّبِّكَ ؕ— ذٰلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِیْمُ ۟

دغه ياد شوی ستا د پالونکي له لوري فضل او احسان دی د هغوی جنت ته په ننه اېستلو او له اوره په ژغورلو سره، هغه لویه بريا ده چې هيڅ بريا نه شي ورته رسېدلای. info
التفاسير:

external-link copy
58 : 44

فَاِنَّمَا یَسَّرْنٰهُ بِلِسَانِكَ لَعَلَّهُمْ یَتَذَكَّرُوْنَ ۟

نو دغه قرآن مو آسانه کړ او ای رسوله! ستا په عربي ژبه مو په نازلولو سره آسانه وګرځولو ترڅو هغوی پند واخلي. info
التفاسير:

external-link copy
59 : 44

فَارْتَقِبْ اِنَّهُمْ مُّرْتَقِبُوْنَ ۟۠

نو د خپلې بريا او د هغوی د تباهۍ انتظار کوه، بېشکه هغوی هم ستا د تباهۍ انتظار کوونکي دي. info
التفاسير:
ߟߝߊߙߌ ߟߎ߫ ߢߊ߬ߕߣߐ ߘߏ߫ ߞߐߜߍ ߣߌ߲߬ ߞߊ߲߬:
• الجمع بين العذاب الجسمي والنفسي للكافر.
د کافر لپاره د جسمي او نفسي عذاب يوځای والی. info

• الفوز العظيم هو النجاة من النار ودخول الجنة.
لویه بريا چې ده له اوره ژغورل کېدل او جنت ته داخلېدل دي. info

• تيسير الله لفظ القرآن ومعانيه لعباده.
د الله لخوا د خپلو بندګانو لپاره د قرآن لفظ او معناوې آسانول. info