വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
26 : 8

وَاذْكُرُوْۤا اِذْ اَنْتُمْ قَلِیْلٌ مُّسْتَضْعَفُوْنَ فِی الْاَرْضِ تَخَافُوْنَ اَنْ یَّتَخَطَّفَكُمُ النَّاسُ فَاٰوٰىكُمْ وَاَیَّدَكُمْ بِنَصْرِهٖ وَرَزَقَكُمْ مِّنَ الطَّیِّبٰتِ لَعَلَّكُمْ تَشْكُرُوْنَ ۟

او در ياد كړئ هغه مهال چې تاسو كمزوري كړاى شوي وئ په ځمكه كې، وېرېدئ به چې خلك به مو وتښتوي نو بيا يې تاسو ته ځاى دركړ او په خپلې مرستې يې قوت دركړ او پاكيزه شيان يې در روزي كړل، دې لپاره چې تاسو شكر وباسئ. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 8

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَخُوْنُوا اللّٰهَ وَالرَّسُوْلَ وَتَخُوْنُوْۤا اَمٰنٰتِكُمْ وَاَنْتُمْ تَعْلَمُوْنَ ۟

اې مومنانو! الله او رسول سره خيانت مه كوئ او هم خپل امانتونه مه خيانت كوئ حال دا چې تاسو (ښه) پوهېږئ هم. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 8

وَاعْلَمُوْۤا اَنَّمَاۤ اَمْوَالُكُمْ وَاَوْلَادُكُمْ فِتْنَةٌ ۙ— وَّاَنَّ اللّٰهَ عِنْدَهٗۤ اَجْرٌ عَظِیْمٌ ۟۠

او پوه شئ چې بې شكه مالونه او خېلخانى (اولادونه) مو ستاسو لپاره يو ازميښت دى، او يقيناً الله سره لوى اجر دى. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 8

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اِنْ تَتَّقُوا اللّٰهَ یَجْعَلْ لَّكُمْ فُرْقَانًا وَّیُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَیِّاٰتِكُمْ وَیَغْفِرْ لَكُمْ ؕ— وَاللّٰهُ ذُو الْفَضْلِ الْعَظِیْمِ ۟

ای مومنانو! كه الله نه وېره وكړئ نو تاسو ته به د حق او باطل بېلولو هدايت (وجدان او رڼايې) دركړي او ګناهونه به مو ورژوي او بخښنه به درته وكړي او الله د لوى فضل خاوند دى. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 8

وَاِذْ یَمْكُرُ بِكَ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا لِیُثْبِتُوْكَ اَوْ یَقْتُلُوْكَ اَوْ یُخْرِجُوْكَ ؕ— وَیَمْكُرُوْنَ وَیَمْكُرُ اللّٰهُ ؕ— وَاللّٰهُ خَیْرُ الْمٰكِرِیْنَ ۟

او كله چې تاته كافرانو دسيسې جوړولې چې بندي دې كړي، يا دې ووژني او يا دې (له مكې) وباسي. او چلونه يې جوړول او الله هغوى ته تدبير جوړولو او الله تر ټولو غوره تدبير جوړوونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 8

وَاِذَا تُتْلٰی عَلَیْهِمْ اٰیٰتُنَا قَالُوْا قَدْ سَمِعْنَا لَوْ نَشَآءُ لَقُلْنَا مِثْلَ هٰذَاۤ ۙ— اِنْ هٰذَاۤ اِلَّاۤ اَسَاطِیْرُ الْاَوَّلِیْنَ ۟

او كله چې زموږ اّيتونه پرې لوستل كيږي وايي واموورېدل، كه وغواړو موږ هم داسې ويلى شو، دا د ړومبنيو له كيسو پرته بل څه نه دي. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 8

وَاِذْ قَالُوا اللّٰهُمَّ اِنْ كَانَ هٰذَا هُوَ الْحَقَّ مِنْ عِنْدِكَ فَاَمْطِرْ عَلَیْنَا حِجَارَةً مِّنَ السَّمَآءِ اَوِ ائْتِنَا بِعَذَابٍ اَلِیْمٍ ۟

او كله چې دوى وويل: اى الله! كه چېرى دا كلام حق او ستا له لوري وي نو پر موږ له اسمانه كاڼي را وواروه يا كوم (بل) دردناك عذاب را باندې راوله. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 8

وَمَا كَانَ اللّٰهُ لِیُعَذِّبَهُمْ وَاَنْتَ فِیْهِمْ ؕ— وَمَا كَانَ اللّٰهُ مُعَذِّبَهُمْ وَهُمْ یَسْتَغْفِرُوْنَ ۟

او حال دا چې الله يې عذابوونكى نه و تر څو چې ته پكې موجود وې او نه يې الله په هغه وخت كې عذابوونكى و چې دوى بخښنه غوښته. info
التفاسير: