വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
17 : 8

فَلَمْ تَقْتُلُوْهُمْ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ قَتَلَهُمْ ۪— وَمَا رَمَیْتَ اِذْ رَمَیْتَ وَلٰكِنَّ اللّٰهَ رَمٰی ۚ— وَلِیُبْلِیَ الْمُؤْمِنِیْنَ مِنْهُ بَلَآءً حَسَنًا ؕ— اِنَّ اللّٰهَ سَمِیْعٌ عَلِیْمٌ ۟

نو تاسو هغوى نه دي وژلى خو الله وژلي او تا نه دي ويشتلې هغه وخت چې ودې ويشتل بلكې الله وويشتل، او د دې لپاره چې مومنان له خپل لوري له يوې ښې ازموينې تېركړي، بې شكه الله ډېر پوه اورېدونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 8

ذٰلِكُمْ وَاَنَّ اللّٰهَ مُوْهِنُ كَیْدِ الْكٰفِرِیْنَ ۟

دا وشوه، او يقيناً الله د كافرانو د چلونو كمزورى كوونكى دى. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 8

اِنْ تَسْتَفْتِحُوْا فَقَدْ جَآءَكُمُ الْفَتْحُ ۚ— وَاِنْ تَنْتَهُوْا فَهُوَ خَیْرٌ لَّكُمْ ۚ— وَاِنْ تَعُوْدُوْا نَعُدْ ۚ— وَلَنْ تُغْنِیَ عَنْكُمْ فِئَتُكُمْ شَیْـًٔا وَّلَوْ كَثُرَتْ ۙ— وَاَنَّ اللّٰهَ مَعَ الْمُؤْمِنِیْنَ ۟۠

(اى كفارو) كه تاسو (حقاني ډلې لپاره) برى غوښتلو نو دا دى برى درته راغلو، اوس كه تاسو (له جګړې) ايسار شوئ نو دا درته غوره ده، او كه بېرته (كفر او جګړى ته) وګرځئ نو موږ به هم در وګرځو او ستاسي ډله به هېڅ در څخه ايسار نكړى شي كه څه هم ډېره زياته وي او الله خو يقينا له مومنانو سره دى. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 8

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْۤا اَطِیْعُوا اللّٰهَ وَرَسُوْلَهٗ وَلَا تَوَلَّوْا عَنْهُ وَاَنْتُمْ تَسْمَعُوْنَ ۟

اې مومنانو د الله او د هغه د رسول اطاعت كوئ او مخ ترې مه اړوئ حال دا چې تاسو ښه اورئ. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 8

وَلَا تَكُوْنُوْا كَالَّذِیْنَ قَالُوْا سَمِعْنَا وَهُمْ لَا یَسْمَعُوْنَ ۟ۚ

د هغو خلكو په شان مه كېږئ چې وويل یې: موږ واورېدل په داسې حال كې چې دوى يې نه اوري. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 8

اِنَّ شَرَّ الدَّوَآبِّ عِنْدَ اللّٰهِ الصُّمُّ الْبُكْمُ الَّذِیْنَ لَا یَعْقِلُوْنَ ۟

بې شكه د الله پر وړاندې تر ټولو ژوو (حيواناتو) بدتر هغه كاڼه ګونګيان خلك دي چې عقل نه كاروي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 8

وَلَوْ عَلِمَ اللّٰهُ فِیْهِمْ خَیْرًا لَّاَسْمَعَهُمْ ؕ— وَلَوْ اَسْمَعَهُمْ لَتَوَلَّوْا وَّهُمْ مُّعْرِضُوْنَ ۟

او كه الله ته په دوى كې څه خير معلوم وى نو خامخا به يې دوی ته اورولي وو، او كه اورولي يې هم وى بيا به يې هم مخ ګرځولو او دوى به څنګ كوونكي وو. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 8

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوا اسْتَجِیْبُوْا لِلّٰهِ وَلِلرَّسُوْلِ اِذَا دَعَاكُمْ لِمَا یُحْیِیْكُمْ ۚ— وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ یَحُوْلُ بَیْنَ الْمَرْءِ وَقَلْبِهٖ وَاَنَّهٗۤ اِلَیْهِ تُحْشَرُوْنَ ۟

اې مومنانو! دالله او رسول بلنه منئ كله چې تاسو هغه څه ته بلي چې ژوندي كوي مو، او پوه شئ چې الله د انسان او د هغه د زړه ترمنځ پرده كيږي او د هماغه لور ته به تاسي ورغونډ كړاى شئ. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 8

وَاتَّقُوْا فِتْنَةً لَّا تُصِیْبَنَّ الَّذِیْنَ ظَلَمُوْا مِنْكُمْ خَآصَّةً ۚ— وَاعْلَمُوْۤا اَنَّ اللّٰهَ شَدِیْدُ الْعِقَابِ ۟

او له هغې فتنې ځان وساتئ چې په ځانګړې توګه به يوازې ستاسو هغو خلكو ته نه رسي چې ګناه يې كړې وي، او پوه شئ چې الله د سخت عذاب والا دى. info
التفاسير: