വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
32 : 52

اَمْ تَاْمُرُهُمْ اَحْلَامُهُمْ بِهٰذَاۤ اَمْ هُمْ قَوْمٌ طَاغُوْنَ ۟ۚ

آيا عقلونه يې همداسې امر ورته كوي، كه هغوى كوم سرکښه قوم دى؟ info
التفاسير:

external-link copy
33 : 52

اَمْ یَقُوْلُوْنَ تَقَوَّلَهٗ ۚ— بَلْ لَّا یُؤْمِنُوْنَ ۟ۚ

(او) كه هغوى وايي چې له ځانه يې جوړ كړى؟ په اصل كې هغوى ايمان نه راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
34 : 52

فَلْیَاْتُوْا بِحَدِیْثٍ مِّثْلِهٖۤ اِنْ كَانُوْا صٰدِقِیْنَ ۟ؕ

نو كه رېښتيني وي، هغوى دې هم داسې كومه خبره راوړي. info
التفاسير:

external-link copy
35 : 52

اَمْ خُلِقُوْا مِنْ غَیْرِ شَیْءٍ اَمْ هُمُ الْخٰلِقُوْنَ ۟ؕ

آيا هغوى پرته له يو څه (خالق) څخه پيدا شوي (او) كه هغوى خپله پيدا كوونكي دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
36 : 52

اَمْ خَلَقُوا السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضَ ۚ— بَلْ لَّا یُوْقِنُوْنَ ۟ؕ

كه هغوى آسمانونه او ځمكه پيدا كړي؟ بلكې هغوى باور نه كوي. info
التفاسير:

external-link copy
37 : 52

اَمْ عِنْدَهُمْ خَزَآىِٕنُ رَبِّكَ اَمْ هُمُ الْمُصَۜیْطِرُوْنَ ۟ؕ

كه له هغوى سره ستا د پالونکي زېرمې دي؟ يا هغوى څه واكداران دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
38 : 52

اَمْ لَهُمْ سُلَّمٌ یَّسْتَمِعُوْنَ فِیْهِ ۚ— فَلْیَاْتِ مُسْتَمِعُهُمْ بِسُلْطٰنٍ مُّبِیْنٍ ۟ؕ

يا له هغوى سره څه پوړۍ (زينه) ده چې (آسمان ته خيژي) پكې اوري؟ نو كوم اورېدونكى خو دې څه ښكاره دليل راوړي! info
التفاسير:

external-link copy
39 : 52

اَمْ لَهُ الْبَنٰتُ وَلَكُمُ الْبَنُوْنَ ۟ؕ

آيا هغه لره لوڼې او تاسي لره زامن دي؟ info
التفاسير:

external-link copy
40 : 52

اَمْ تَسْـَٔلُهُمْ اَجْرًا فَهُمْ مِّنْ مَّغْرَمٍ مُّثْقَلُوْنَ ۟ؕ

كه ته له هغوى څه بدله غواړې چې هغوى له تاوانه درانده كړاى شوي؟ info
التفاسير:

external-link copy
41 : 52

اَمْ عِنْدَهُمُ الْغَیْبُ فَهُمْ یَكْتُبُوْنَ ۟ؕ

يا له هغوى سره (علم) غيب دى چې ليكي يې؟ info
التفاسير:

external-link copy
42 : 52

اَمْ یُرِیْدُوْنَ كَیْدًا ؕ— فَالَّذِیْنَ كَفَرُوْا هُمُ الْمَكِیْدُوْنَ ۟ؕ

كه (نه) هغوى څه چل جوړول غواړي؟ نو هغه کسان چې كفر يې کړی په رېښتيا په خپله پر هغوى چل شوى دى. info
التفاسير:

external-link copy
43 : 52

اَمْ لَهُمْ اِلٰهٌ غَیْرُ اللّٰهِ ؕ— سُبْحٰنَ اللّٰهِ عَمَّا یُشْرِكُوْنَ ۟

آيا هغوى لره له الله پرته بل اله دى؟ الله لره له هغه څه پاكي ده چې هغوى يې ورسره شريكوي. info
التفاسير:

external-link copy
44 : 52

وَاِنْ یَّرَوْا كِسْفًا مِّنَ السَّمَآءِ سَاقِطًا یَّقُوْلُوْا سَحَابٌ مَّرْكُوْمٌ ۟

او كه هغوى له آسمانه يوه رالوېدونكې ټوټه وويني، وايي به غبرګه ډبله ورېځ ده! info
التفاسير:

external-link copy
45 : 52

فَذَرْهُمْ حَتّٰی یُلٰقُوْا یَوْمَهُمُ الَّذِیْ فِیْهِ یُصْعَقُوْنَ ۟ۙ

نو پرېږده يې چې له خپلې هغې ورځې سره مخامخ شي چې بې هوښه به شي پكې. info
التفاسير:

external-link copy
46 : 52

یَوْمَ لَا یُغْنِیْ عَنْهُمْ كَیْدُهُمْ شَیْـًٔا وَّلَا هُمْ یُنْصَرُوْنَ ۟ؕ

كومه ورځ چې (دا) چلونه به يې هيڅ شى ترې ايسار نه كړى شي او نه به يې څه مرسته وشي. info
التفاسير:

external-link copy
47 : 52

وَاِنَّ لِلَّذِیْنَ ظَلَمُوْا عَذَابًا دُوْنَ ذٰلِكَ وَلٰكِنَّ اَكْثَرَهُمْ لَا یَعْلَمُوْنَ ۟

او د هغو كسانو لپاره په رېښتيا له دې پرته بل عذاب هم شته خو ډېری يې نه پوهيږي. info
التفاسير:

external-link copy
48 : 52

وَاصْبِرْ لِحُكْمِ رَبِّكَ فَاِنَّكَ بِاَعْیُنِنَا وَسَبِّحْ بِحَمْدِ رَبِّكَ حِیْنَ تَقُوْمُ ۟ۙ

او د خپل پالونکي حكم ته صبر كوه، ځكه ته زموږ د سترګو لاندې يې او سهار چې كله راپاڅېږې نو د خپل پالونکي له ستاينې سره د هغه پاکي بيانوه. info
التفاسير:

external-link copy
49 : 52

وَمِنَ الَّیْلِ فَسَبِّحْهُ وَاِدْبَارَ النُّجُوْمِ ۟۠

او د شپې څه وختونه يې هم پاکي بيانوه او له ستورو (ډوبېدو) وروسته هم. info
التفاسير: