വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
15 : 52

اَفَسِحْرٌ هٰذَاۤ اَمْ اَنْتُمْ لَا تُبْصِرُوْنَ ۟

ښه نو دا كوډې دي كه يې تاسي وينئ نه؟ info
التفاسير:

external-link copy
16 : 52

اِصْلَوْهَا فَاصْبِرُوْۤا اَوْ لَا تَصْبِرُوْا ۚ— سَوَآءٌ عَلَیْكُمْ ؕ— اِنَّمَا تُجْزَوْنَ مَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟

ورننوځئ (اوس) نو كه صبر كوئ او يا صبر نه كوئ، درته یو شی دي، تاسو ته ايله د هغه څه بدله دركول كيږي چې كول به مو. info
التفاسير:

external-link copy
17 : 52

اِنَّ الْمُتَّقِیْنَ فِیْ جَنّٰتٍ وَّنَعِیْمٍ ۟ۙ

بېشكه متقيان به په باغو او نعمتو كې وي. info
التفاسير:

external-link copy
18 : 52

فٰكِهِیْنَ بِمَاۤ اٰتٰىهُمْ رَبُّهُمْ ۚ— وَوَقٰىهُمْ رَبُّهُمْ عَذَابَ الْجَحِیْمِ ۟

څه چې خپل رب يې وركړي په هغو به خوشاله وي او خپل رب به يې د جهنم له عذابه وساتي. info
التفاسير:

external-link copy
19 : 52

كُلُوْا وَاشْرَبُوْا هَنِیْٓـًٔا بِمَا كُنْتُمْ تَعْمَلُوْنَ ۟ۙ

په مزه مزه خورئ او څښئ، د هغو عملونو په بدله كې چې تاسو به كول. info
التفاسير:

external-link copy
20 : 52

مُتَّكِـِٕیْنَ عَلٰی سُرُرٍ مَّصْفُوْفَةٍ ۚ— وَزَوَّجْنٰهُمْ بِحُوْرٍ عِیْنٍ ۟

په كتار اېښودل شوو تختونو به تكيه وهونكي وي او له غټ سترګو [بې عیبه غټ سترګې] حورو سره به يې واده وكړو. info
التفاسير:

external-link copy
21 : 52

وَالَّذِیْنَ اٰمَنُوْا وَاتَّبَعَتْهُمْ ذُرِّیَّتُهُمْ بِاِیْمَانٍ اَلْحَقْنَا بِهِمْ ذُرِّیَّتَهُمْ وَمَاۤ اَلَتْنٰهُمْ مِّنْ عَمَلِهِمْ مِّنْ شَیْءٍ ؕ— كُلُّ امْرِىۢ بِمَا كَسَبَ رَهِیْنٌ ۟

او كومو خلكو چې ايمان راوړى او خېلخانو (اولادونو) يې هم په ايمان راوړو سره د هغوى پيروي کړې وي، خېلخانې (اولادونه) به يې هم ورسره يو ځاى كړو او له عملونو به يې هيڅ شى كم نه كړو، هر سړى به په خپل ترسره كړي عمل كې ګرو شوى وي. info
التفاسير:

external-link copy
22 : 52

وَاَمْدَدْنٰهُمْ بِفَاكِهَةٍ وَّلَحْمٍ مِّمَّا یَشْتَهُوْنَ ۟

او موږ به زياتوالى وركړو په مېوه او غوښه سره، له هر څه نه يې چې زړه غواړي. info
التفاسير:

external-link copy
23 : 52

یَتَنَازَعُوْنَ فِیْهَا كَاْسًا لَّا لَغْوٌ فِیْهَا وَلَا تَاْثِیْمٌ ۟

(په ټوكو ټوکو) به له يو بل نه داسې ګيلاسونه اخلي چې نه به چټيات پكې وي او نه ګناه. info
التفاسير:

external-link copy
24 : 52

وَیَطُوْفُ عَلَیْهِمْ غِلْمَانٌ لَّهُمْ كَاَنَّهُمْ لُؤْلُؤٌ مَّكْنُوْنٌ ۟

او پرهغوى به داسې هلكان چاپېره ګرځي راګرځي لكه ساتل شوې مرغلرې. info
التفاسير:

external-link copy
25 : 52

وَاَقْبَلَ بَعْضُهُمْ عَلٰی بَعْضٍ یَّتَسَآءَلُوْنَ ۟

او په خپلو كې به يو بل ته مخ اړوي يوبل به پوښتي. info
التفاسير:

external-link copy
26 : 52

قَالُوْۤا اِنَّا كُنَّا قَبْلُ فِیْۤ اَهْلِنَا مُشْفِقِیْنَ ۟

وايي به بېشكه موږ مخکې لا خپلو كورونو كې (له عذابه) ډارېدلو. info
التفاسير:

external-link copy
27 : 52

فَمَنَّ اللّٰهُ عَلَیْنَا وَوَقٰىنَا عَذَابَ السَّمُوْمِ ۟

خو الله احسان راباندې وكړ او د ګرم عذابه يې وساتلو. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 52

اِنَّا كُنَّا مِنْ قَبْلُ نَدْعُوْهُ ؕ— اِنَّهٗ هُوَ الْبَرُّ الرَّحِیْمُ ۟۠

موږ به مخكې د هغه عبادت كولو، يقيناً همغه ښېګڼې والا مهربان دى. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 52

فَذَكِّرْ فَمَاۤ اَنْتَ بِنِعْمَتِ رَبِّكَ بِكَاهِنٍ وَّلَا مَجْنُوْنٍ ۟ؕ

نو نصيحت كوه، ځكه چې ته د خپل پالونکي په لورېينه نه فال ګر يې او نه لېونى. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 52

اَمْ یَقُوْلُوْنَ شَاعِرٌ نَّتَرَبَّصُ بِهٖ رَیْبَ الْمَنُوْنِ ۟

آيا هغوى وايي: شاعر دى، موږ به هغه ته د زمانې د پېښو انتظار كوو. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 52

قُلْ تَرَبَّصُوْا فَاِنِّیْ مَعَكُمْ مِّنَ الْمُتَرَبِّصِیْنَ ۟ؕ

ورته ووايه: انتظار كوئ! زه هم يقيناً تاسو ته انتظار كوونكى يم. info
التفاسير: