വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
27 : 4

وَاللّٰهُ یُرِیْدُ اَنْ یَّتُوْبَ عَلَیْكُمْ ۫— وَیُرِیْدُ الَّذِیْنَ یَتَّبِعُوْنَ الشَّهَوٰتِ اَنْ تَمِیْلُوْا مَیْلًا عَظِیْمًا ۟

او الله غواړي چې په رحمت سره در باندې را وګرځي او هغه كسان چې په خپلو نفسي غوښتنو پسې ځي، غواړي چې تاسو ډېر زيات كاږه شئ. info
التفاسير:

external-link copy
28 : 4

یُرِیْدُ اللّٰهُ اَنْ یُّخَفِّفَ عَنْكُمْ ۚ— وَخُلِقَ الْاِنْسَانُ ضَعِیْفًا ۟

الله غواړي چې له تاسو نه (بنديزونه) سپك كړي او انسان خو پيدا شوى دى كمزورى. info
التفاسير:

external-link copy
29 : 4

یٰۤاَیُّهَا الَّذِیْنَ اٰمَنُوْا لَا تَاْكُلُوْۤا اَمْوَالَكُمْ بَیْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ اِلَّاۤ اَنْ تَكُوْنَ تِجَارَةً عَنْ تَرَاضٍ مِّنْكُمْ ۫— وَلَا تَقْتُلُوْۤا اَنْفُسَكُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِكُمْ رَحِیْمًا ۟

ای مومنانو! مالونه مو خپلوكې په ناروا مه خورئ مګر دا چې ستاسو د خوښې كومه سودا وي، او خپل ځانونه مه وژنئ (كفر يا ګناه مه كوئ) بې شكه الله خو پر تاسو ډېر مهربان دى. info
التفاسير:

external-link copy
30 : 4

وَمَنْ یَّفْعَلْ ذٰلِكَ عُدْوَانًا وَّظُلْمًا فَسَوْفَ نُصْلِیْهِ نَارًا ؕ— وَكَانَ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرًا ۟

او څوك چې په تېري او ظلم سره دا كاركوي، زر به يې اور ته ننباسو، او دا خو الله ته اسانه ده. info
التفاسير:

external-link copy
31 : 4

اِنْ تَجْتَنِبُوْا كَبَآىِٕرَ مَا تُنْهَوْنَ عَنْهُ نُكَفِّرْ عَنْكُمْ سَیِّاٰتِكُمْ وَنُدْخِلْكُمْ مُّدْخَلًا كَرِیْمًا ۟

كه له هغو لويو (بديو) چې ترې منع شوي ياست، ډډه وکړئ نو واړه ګناهونه به مو ورژوو او د ننوتلو پتمن ځاى ته به مو داخل كړو. info
التفاسير:

external-link copy
32 : 4

وَلَا تَتَمَنَّوْا مَا فَضَّلَ اللّٰهُ بِهٖ بَعْضَكُمْ عَلٰی بَعْضٍ ؕ— لِلرِّجَالِ نَصِیْبٌ مِّمَّا اكْتَسَبُوْا ؕ— وَلِلنِّسَآءِ نَصِیْبٌ مِّمَّا اكْتَسَبْنَ ؕ— وَسْـَٔلُوا اللّٰهَ مِنْ فَضْلِهٖ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ بِكُلِّ شَیْءٍ عَلِیْمًا ۟

او د هغه شي ارمانونه (هيلې) مه كوئ چې الله ستاسو ځينو ته پر ځينو زياتى وركړى، سړيو ته د خپل عمل (سره سمه) برخه ده او ښځو ته د خپل عمل (سره سمه) برخه ده، او الله نه د هغه لورينه وغواړئ يقيناً الله په هرڅه ښه پوه دى. info
التفاسير:

external-link copy
33 : 4

وَلِكُلٍّ جَعَلْنَا مَوَالِیَ مِمَّا تَرَكَ الْوَالِدٰنِ وَالْاَقْرَبُوْنَ ؕ— وَالَّذِیْنَ عَقَدَتْ اَیْمَانُكُمْ فَاٰتُوْهُمْ نَصِیْبَهُمْ ؕ— اِنَّ اللّٰهَ كَانَ عَلٰی كُلِّ شَیْءٍ شَهِیْدًا ۟۠

او هر چا ته مو د هغه څه لپاره وارثان ټاكلي چې مور، پلار او خپلوانو پريښي او هغوى ته يې هم خپله برخه وركړئ چې لوړې (قسمونه) مو ورسره كړي، بې شكه الله په هر څه شاهد دى. info
التفاسير: