വിശുദ്ധ ഖുർആൻ പരിഭാഷ - الترجمة البشتوية - مركز رواد الترجمة

പേജ് നമ്പർ:close

external-link copy
163 : 4

اِنَّاۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلَیْكَ كَمَاۤ اَوْحَیْنَاۤ اِلٰی نُوْحٍ وَّالنَّبِیّٖنَ مِنْ بَعْدِهٖ ۚ— وَاَوْحَیْنَاۤ اِلٰۤی اِبْرٰهِیْمَ وَاِسْمٰعِیْلَ وَاِسْحٰقَ وَیَعْقُوْبَ وَالْاَسْبَاطِ وَعِیْسٰی وَاَیُّوْبَ وَیُوْنُسَ وَهٰرُوْنَ وَسُلَیْمٰنَ ۚ— وَاٰتَیْنَا دَاوٗدَ زَبُوْرًا ۟ۚ

يقيناً موږ تا ته هماغه شان وحې درلېږلې ده لكه نوح او له هغه وروسته نبيانو ته مو چې ورلېږلې ده او (لكه چې) وحې مو لېږلې وه ابراهيم، اسماعيل، اسحاق، يعقوب او اولادې ته يې، عيسى، ايوب، يونس، هارون او سليمان ته، او داود ته مو زبور وركړى و. info
التفاسير:

external-link copy
164 : 4

وَرُسُلًا قَدْ قَصَصْنٰهُمْ عَلَیْكَ مِنْ قَبْلُ وَرُسُلًا لَّمْ نَقْصُصْهُمْ عَلَیْكَ ؕ— وَكَلَّمَ اللّٰهُ مُوْسٰی تَكْلِیْمًا ۟ۚ

او (هغو) رسولانو ته هم چې مخكې يې موږ يادونه درته كړې او هغو رسولانو ته هم چې يادونه يې موږ تا ته نه ده كړې او موسى سره الله په ځانګړي شان خبرې كړې دي. info
التفاسير:

external-link copy
165 : 4

رُسُلًا مُّبَشِّرِیْنَ وَمُنْذِرِیْنَ لِئَلَّا یَكُوْنَ لِلنَّاسِ عَلَی اللّٰهِ حُجَّةٌ بَعْدَ الرُّسُلِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَزِیْزًا حَكِیْمًا ۟

(دا ټول) رسولان زېرى وركوونكي او وېروونكي (لېږل شوي وو) تر څو له رسولانو وروسته خلكو ته د الله پر وړاندې كوم دليل پاتې نه شي، او الله د حكمت والا برلاسى دى. info
التفاسير:

external-link copy
166 : 4

لٰكِنِ اللّٰهُ یَشْهَدُ بِمَاۤ اَنْزَلَ اِلَیْكَ اَنْزَلَهٗ بِعِلْمِهٖ ۚ— وَالْمَلٰٓىِٕكَةُ یَشْهَدُوْنَ ؕ— وَكَفٰی بِاللّٰهِ شَهِیْدًا ۟ؕ

خو الله شهادت وركوي چې څه يې تا ته نازل كړي، هغه يې په خپل علم نازل كړي او ملايكې هم په دې شاهدي وركوي (كه څه هم) د الله شاهدي بيخى بس ده. info
التفاسير:

external-link copy
167 : 4

اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَصَدُّوْا عَنْ سَبِیْلِ اللّٰهِ قَدْ ضَلُّوْا ضَلٰلًا بَعِیْدًا ۟

بې شكه هغوى چې كافران شوي او (نور يې هم) د الله له لارې ايسار كړي دي، نو رښتيا چې په بې لاريتوب كې ډېر لرې پراته دي. info
التفاسير:

external-link copy
168 : 4

اِنَّ الَّذِیْنَ كَفَرُوْا وَظَلَمُوْا لَمْ یَكُنِ اللّٰهُ لِیَغْفِرَ لَهُمْ وَلَا لِیَهْدِیَهُمْ طَرِیْقًا ۟ۙ

يقيناً څوك چې كافر شوي او ظلم يې كړى نو الله به نه بخښنه ورته وكړي او نه به كومه لاره ورته وښايې. info
التفاسير:

external-link copy
169 : 4

اِلَّا طَرِیْقَ جَهَنَّمَ خٰلِدِیْنَ فِیْهَاۤ اَبَدًا ؕ— وَكَانَ ذٰلِكَ عَلَی اللّٰهِ یَسِیْرًا ۟

پرته د جهنم له لارې چې هلته پكې تلپاتي وي ابدي او دا خو الله ته (ډېره) اسانه ده. info
التفاسير:

external-link copy
170 : 4

یٰۤاَیُّهَا النَّاسُ قَدْ جَآءَكُمُ الرَّسُوْلُ بِالْحَقِّ مِنْ رَّبِّكُمْ فَاٰمِنُوْا خَیْرًا لَّكُمْ ؕ— وَاِنْ تَكْفُرُوْا فَاِنَّ لِلّٰهِ مَا فِی السَّمٰوٰتِ وَالْاَرْضِ ؕ— وَكَانَ اللّٰهُ عَلِیْمًا حَكِیْمًا ۟

اى خلكو يقيناً چې دا رسول مو د خپل رب له لوري له حق سره درغلى، نو ايمان پرې راوړئ، دا درته غوره ده او كه كافران شوئ نو بې شكه څه چې په اسمانو كې دي او څه چې په ځمكه كې دي، ټول د الله دي او الله د حكمت والا پوه دى. info
التفاسير: